|
هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥) هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!
| ||
|
الله ج، کارګه او طوطي دواړه په يوه شپه کي ډېر بدرنګه او تک تور پيدا کړل. طوطي پر خپله څېره ناراضه سو، الله ج ورته ښکلې څېره او ښايسته رنګ ورکړ. کارګه د خداى په رضا خوښ و. اوس کارګه ازاد ګرځي، مګر طوطي په قفس کي بندي دئ.
قناعت راته عطا کړې زما ربه ورک زما حرص و هوا کړې زما ربه دا سرکښ نس مي سرکوزى کړې په صبر راته اېله دا بلا کړې زمـا ربه دم قدم زما سيده لرې په شرعه له لغزشه مي نجا کړې زما ربه [ ۱۳۹۴/۰۹/۲۹ ] [ 3:55 PM ] [ ]
که وایو چي (گ) د پارسي حروفو(پ،چ،ژ،گ) څخه یو توری دئ یا د پښتو سره مشترک حرف دئ، نو بیا څه اړتیا ده چي پښتو (ګ) لپاره دا ګرافیم ټاکو؟ ولي یې (گ) نه لیکو؟ #د اصلاح په هيله- قانع
[ ۱۳۹۴/۰۹/۲۸ ] [ 9:1 PM ] [ ]
سالون انګليسي لغت دئ چي په سالون تلفظ کېږي په (ص) ليکل ئې ناسم ډول دئ. په دهخدا فرهنګ کي ئې راوړي چي سالن اصلاً فرانسوي لغت دئ Salon : سالون، تالار، دغونډى لويه خونه، د جرګى تالار، د ژونديور سامانو د اثارو ښودنه Saloon: سالون، لويه خوفه، دشرابو دځښلو اوخرڅولو او را نيولو ځاى قانع [ ۱۳۹۴/۰۹/۲۸ ] [ 8:58 PM ] [ ]
ساده خو پوخ دليل يو کليوال هغه وخت سپى په تبر مړ کړ، چي غوښتل ئې پر ده حمله وکړي. د سپي څښتن پر کليوال عرض وکړ او قاضي ته ئې بوت. قاضي کليوال ته وويل: ولي دي ددې سړي سپى مړ کړ؟ کليوال ورته وويل: سپي پر ما حمله وکړه ما د ځان د دفاع په خاطر سپى د تبر په سر وواهه. قاضي ورته وويل: ولي دي د تبر په سر وواهه، ولي دي د تبر په شاتنۍ برخه (لاستي) نه واهه؟ کليوال ول: که سپي د لکۍ لخوا پر ما حمله کړې واى نو ما به هم د تبر په شا (لاستي) وهلى واى، داچي سپي د سر لخوا حمله وکړه ما هم د تبر په سر وواهه. [ ۱۳۹۴/۰۹/۲۸ ] [ 8:54 PM ] [ ]
بينا او نابينا نابينا: ما او تا شرط نه و ايښي چي له کوارې څخه به يو يو زردالو خورو؟ بينا: بلې، هو! نابينا: نو بيا ولي درې درې دانې خورې؟ بينا: ته په رښتيا ړوند يې؟ نابينا: بلې، زه مورزاده ړوند يم! بينا: نو بيا څنګه پوه سوې چي زه درې درې دانې خورم؟ نابينا: ځکه پوه سوم چي زه دوې دوې دانې خورم، مګر ته هيڅ اعتراض نه کوې. مطلب: څنګه غل دي وي چي غل نه پېژني. داکيسه مي تر دې رشوت خورو چارواکو پوري را وژباړل. [ ۱۳۹۴/۰۹/۲۸ ] [ 8:50 PM ] [ ]
د مرحوم محمدګل نوري د حسرتناک ژوند په باب د عبدالهادي ملا دا ژړوونکې خاطره هم ولولئ، م. روهيال
ليکنه: عبدالهادي ملا [ ۱۳۹۴/۰۹/۲۸ ] [ 7:59 PM ] [ ]
|
||
| [ امتیاز: هسک ته ښه راغلې ] [ Weblog Themes By : GreenSkin] | ||