پر فيسبوک مي له ملګرو کومک غوښتى وو
کومک مو غواړم لږه موده کېږي چي له یوې ستونزي سره مخ سوی یم، هغه دا چي کله مطالعه کوم په یوه مسله کي ورک سم او فکر مي ورسره ولاړ سي، مطالعه روانه وي، خو زه ذهناً بل ځای مصروف یم، کله چي متوجه سم یو مخ مطالعه مي کړې وي، خو له مفهومه یې هيڅ خبر نه یم. که یې په حل کومک راسره وکړئ، ځکه بېرېږم چي ستونزه مي دایمي نه سي.
ملګرو داسي راته ليکلي ول:
: مطالعه بايد پر لوړ غږ وسي، تر څنګ يې شين چای، قهوه يا د نخودو خوړل هم ګټه کوي.
: فکر اوخیالات منسجم ساته، مطالعه په ارام زړه اومناسب ماحول کې کوه، هغه څه چې دې خیالات بدلوي دزړه وباسه، ذهن په خپل واک کې ساته ، نور بادام هر سهارپنځه دانې خوره ، مینتوب خپل وخت او خپل ځای ته پریږده
: دا یو عار ضی دی په دی با ندی هیس وخت فکر دی مه خرا بو ه تل قوی شیا ن و خوره.
: وروره دا دماغی مشکل دی. ته citalopram 10mg واخله او اوله هفته نیمه دان د سهار دخوا وخوره. او د یوی میاشی دپاره استعمال که. انشاالله ټوله ذهنی فشار به دی کم سی او تشوش به دی لری سی.
: د تمرکز ساتلو تمرین وکړه ، داسي، چي په ۲۴ ساعته کي یو یا دوه ځله مسلسل ۵ تر ۱۰ دقیقو پوري یوې معلومي نقتې ته ګوره او یا یو معلوم ږغ ته داسي غوږ کیږه، چي حواس دي هم هغې خواته وي
: تَر تولو شه معلومات په گوگل دي، هلته ستا مشكل به حل سي. او بادام خلق د دي لپاره سهار خوري چي دنگر سي محترم استاد. خلق سهار پنير د چهار مغز د مغز د تغوي لپاره خوري. دا لينك هم ويگوره د گوگل مي درته پيدا كي http://kaheedu.com/?page_id=5570
: استاد محترم ټولو دوستانو ښه نظرونه در کړي دي، خو زما په فکر د انسان د عصبي سیسټم د توجو مرکز ځیني وختونه په غیر ارادي توګه داسي عکس العمل ښیي، نو فکر مه په خرابوه خپله سمېږې او ځیني عادوتونه ډېری وختونه له فرېشانۍ څخه منځ ته راځي او کم کار چي تا ځوروي، نو هغه په کراره کراره له منځه یوسه او هېر يې کړه او بیرته خپل لومړني حالت ته راځې پروا نه کوي یو څو ورځې مطاله مه کوه او ته به وګورې، چي له یو څو ورځو وروسته به دي مطالعې ته داسي هوا کیږي له یو څوک چي ډېر وژی سي
: دا ستونزه استثنا نه ده، تر ما پوري ډېرى کسان په اخته دي. خو ښه خبره دا ده چي دايمي هم نه ده. ښايي دغه ګرم يې عمر ور ډېر کي چي دې ستونزي ته سړى د يو خورا ناحل مشکل په سترګه ورته وګوري. پورته دوستانو هم ځينو ښو ټکو ته اشاره کړې ده
:زما په اند ډیره مسلسله مطالعه کول دغه ستونزه جوړوي، ځکه اوږده مطالعه ډیر فکري تمرکز ته اړتیا لري او دغه دماغي کار د وجود ویټامینونه خوري چي هغه بیا د خسته ګۍ او ستړیا باعث ګرځي. زه چي کله خسته سم او بیا په کتاب کي پر خسته او د نه علاقې وړ کرښو باندي را ورسږم بیا په ما هم دغه چم کیږي. ما اوس د مطالعې کچه کمه کړې، پخوا مي له سلو څخه تر سلو شلو صفحو مسلسله مطالعه کوله اوس له دیرشو تر څلویښتو صفحو مطالعه کومه ښه ئې کومه
: سلام داهغه دوا که په افغانستان کښی پيداکيږی ښه اوکه په بل نوم وی ډاکتریی درته نويشت کوی
These medicines are available for this
Amphetamine (Adzenys XR ODT, Evekeo)
Amphetamine/Dextroamphetamine (Adderall and Adderall XR)
Dextroamphetamine (Dexedrine, ProCentra, Zenzedi)
Dexmethylphenidate (Focalin and Focalin XR)
Lisdexamfetamine (Vyvanse)
Methylphenidate (Concerta, Daytrana, Metadate CD and Metadate ER, Methylin and Methylin ER, Ritalin, Ritalin SR, Ritalin LA, Quillivant XR)
Talk to your doctor which medicine is available for you
:زه له دوو کلونو راهیسي داسي یم، بیخي څو پاڼي مخته تللی یم، وروسته مي پام سي، چي دا دي څه پکي زده کړه، بیا یې بیرته هغوندي پاڼي واړوم او له سره يې کړم، کوم چي زه ورباندي پوهېدلی یم.
: يوټيوب کي د مراقبه کېدلو ډېر ږغيز کليپونه سته.
- کښېنه، غوږۍ ولګوه، سترګي پټي کړه او هغه څه عملي کړه چي هغه ږغېدونکی کس يې درته وايي.
همدا تمرينات تر هغو وکړه چي پر ځان کنترول ترلاسه کوې.
- درمل، خواړه و دا شيان يې منېکه رامالوم دي.
- خپله د مطالعې يو تاکتيک چي ما عملي کړی دی دا دی چي هر وخت مي فوکس تښتېدلی پر هغه ځای مي له کتابه سترګي اړولي دي، يو ګړی وروسته مي بېرته بيا پيل کړې ده.
: استاده که له ما منی یو څو وخته.. جالبی او د فارسی بان خبره ده دلچسپی موضوع ګانی ټاکه او بل داچی تکراری موضوع یا کتاب مه مطالعه کوه مننه
: جناب قانع صاحب وخت بی وخته مطالعه مه کوه لکه څنګه چي لیکنه زان وخت او موقع غواړی د مثال په ډول د لیکوالی له روش او طریقی څخه چی کله د ایجاد فکر تنظیم فکر مراحل طی سی نو لیکل ته لاس په کار سی چی باید ذهن او اعصاب ده ارام او نورمال وی چي اکثره داسی حالات سهار وخت چی له خوبه راکښیني دی نو زما هدف ددغه مثال د راوړلو څخه دا وه چې د مطالعی په وخت کښي ذهن او اعصاب د ارام او سوچونه کم کړه او هر مطالعه چی کوی داسې وکړه چې ګواکی اړتیا ورته لرم موضوع زانته دلچسپه کړه مننه
·: سیب وخوره او کوښښ وکړی دسهار په وخت مطالعه وکړی چون دا دعمر مسله ده انسان دماغ هرورځ په میلنوشیان ترنظرباسی اوهغه سپته وی او همداسی ادامه کال په کال دانسان دماغ دمیموری دلحاظه ضعیفه کیږی
سپورت وکړی کدم وهل ابازی کول او یاهرسپورت چی وی کوښښ وکړی یو کړئ دماغ ته هوسایې ورکړی
اته ساعته خوب وکړی
زیاتی اوبه وچیښی
هروخت چی مو فکر خراب یامو هم فکربل ځای وی هیڅکله مطالعه مه کوی دا یواځي داچی تاسو هغه موضوع نسی درکولای بلکی زده شیان متشویش کوی او هیریږی مو
کوښښ وکړی غوښه وخوری چی عصبی رشتی مو قوی سی
په یخو اوبو لمیدل زیاته پایده لری ددماغ لپاره
سهارمهال میوه خوصوصاسیب او انځر وخوری
وچه میوه زیات وخورۍ
کوښښ وکړی چی ګلان شنګیاپیداکړی او هغه ته زیات وګورۍ او طبیعت او دماغ موسالم کړی
لیڅي پښی وګرځي بوټونه او جراپي ډير مه کاوری ځکه زړه تنګوی او کوښښ وکړی چی طبعت رستګی وکړی وخاندی وګرځي
تنګ کالی تنګ بوټونه تنګی جرابی مو دماغی ناارامی درکوی
دخوب بیستربدل کړی لمرته هوارکړی
دهرمرغه یاکم بل ګل شی شوق ولری پيداکړی
دمرغانواوازو ته غوږ سی که مرغه نسی پيداکولای یوتوب کی واورۍ
هرکتاب چی مو نه یادیږی یانه زدکیږی دشپي په اخری یاهم دسهاروختی کښي لږ مطالعه او هغه موضوع ولیکی
رسمونه ولیکی ګلان رسم کړی خطاطي ولیکی
لږ مطالعه او موثره مطالعه وکړی نه ډیره او بی پایدی
ډيرڅه می لیکل غواړی خو چی نژدی وای
مننه داهرسه تجربه سوی او ماخپل عملی کړی دخپل مسافری او ماستری په وخت هند کی کړیدی
رب ج دی صحت او طبیعت سم او ژرترژرخپل نورمال حالته راوګرځوه
ستاسو ورور امین مسلم

تړاو:
تداوي