یوه ورځ ناست وي سره یاران وي
په غم ښادي کي سره دوستان وي
بــــــله ورځ کاږي د یـــــو بـل ږیره
په جنګ اخته د ګـور چنجیان وي
قانع
١٦جون٢٠٢٠
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه
:: تړاو:
منتخب
لمره دا ستا له برکته ده، دنیا روښانه
لکه په پلار چي وي د کور ټوله فضا روښانه
د کرونا افت سپينږيري له بچو واخیستل
رڼا تاریکه سوه د لمر، غم دئ تنها روښانه
قانع
٢١جون ٢٠٢٠
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه
:: تړاو:
منتخب
هم د خوښۍ هم د خفګان ټاټوبی
زما وجـــود د درد درمــان ټاټوبی
ته بې عجبه ګڼې داسـي هم سته
وي د کافـــر زړه د ایــمان ټاتوبی
مخامخ خوږ وي لکه ږغ د ابشار
خو پسِ شا وي د طوفان ټاټوبی
د ښـــو يـارانو له ټــــولۍ سو جلا
ځوانيمرګ خوښ کړ پر بيابان ټابی
چي د پردیو په لمســـون ورانېږي
دا زموږ کور دئ د افغــــان ټاټوبي
که اوښکي نه لري په سترګو کي ځاى
شکر لري لا پر ګــــــرېوان ټاټوبى
زه له انسـانه څه انسان ته تښتم
را څخه ورک دئ پر جهان ټاټوبی
د کــوچ و بار نغــارې و ږغېدې
قانع نور نه ویني د ځان ټاتوبی
۱۳۹۹/۴/۴ ل.
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه
:: تړاو:
منتخب
کاڼي پاسته لګېږي، سخت دئ ګزار د سترګو
تر دریاب لویي څپې، اوښکي د یار د سترګو
ستوري سترګک ووهي، چي زه سپوږمۍ ته ګورم
خندا د شوخو نجونو، یوسي قرار د سترګو
ما د خپل سر په بیه، زړه ته سکون ورکړی
هغه نامرد پر کوي، حملې په وار د سترګو
زه چي جهان يادوم، اول جانان یادوم
دئ د قندونو ټوټه، زما دئ هار د سترګو
پښتون چي ځوان سي کله، ټوپک و غاړي ته کي
پر تربور نښه زده کړي، تېز کړي خپل ښکار د سترګو
په دغه عکس کي زه، څنګه نتلی ښکارم
پر مخ شغلې نه لرم، زما د یار د سترګو
که دي قانع په کار وو، په ميخانه کې ګوره
مست او بېحاله به وي، یي به خمار د سترګو
سيداحمد قانع
د سرطان ٨مه ١٣٩٩ل.
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه
:: تړاو:
منتخب
له شرابوکــه مفتــي ژبه لنــده کــړه
په هغه دم به منصورغوندي په دار سي
***
چي ديار د ميني بار ئې پــر شـا واخيســت
الف وار قامت ئې خم په شان د دال سي
***
پورته کښته بـه د دار پــه هــوا ګــرځــي
چي منصور غوندي د عشق پرسمند سپور دئ
***
لکه زوړ دسلوکـالــو هســي خــم وي
چي هجران ورباندي کړی ډېر ستم وي
***
دم په دم نارې وهم لکــه دربــاب
چي اشنای مي بشر پټ کړ په نقاب
***
مخ ېي هسي بې حسابه ښايسته وو
لکه مياشت دڅورلسمي پــر سمــا
***
چي پلو له مخه پورته کړي ليلا
مستانه لکه مجنون سم په ژړا
خال دي هسي پرتندي باندي زيب کاندي
لکه ناست بادشاه پرتخت بــانــدي تنهــا
***
زړه مي ستا د عشق په اور سره بريان دئ
رنګ ئې ستاله غمه زيړ لکه زعفران دئ
***
چي به ستاله مخه پرته بل سر ګوري
دواړه سترګي ئې اعما غوندي ړندې کړې
***
دستار واچوه له سره سرتور کښېنه
لکه شيخ پر لوېده د دستار مه سه
***
راسه راسه پياله نوش کړه په نوروز
دبلبل په دود خروش کـړه په نــوروز
دمجنون په شان به سـوې ناره وکړم
که ليلا مخ راښکاره کـه پـه نــوروز
وه ډکه پياله نوش کـړه لـه شـرابــو
سرمنصورغوندي په دار کړه په نوروز
شاعر: عبدالرحيم هوتک
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
منتخب
يم اوده لکه غونچه دخار له درده خبر نه شوم د راحت په خواب هرګز
×××
دلجمعي لکه حباب په کم اسباب کړي چي په بادباندي ولاړدئ ستا کوشک
×××
تلاى په لارنه شم دلار له بارکيه دشانې په شان که جمع هزار پاکړم
×××
دآفتاب په کمند نه خيژم آسمان ته نه ږدم بارلکه شبنم په دوش دګلو
×××
په ذلت کي مي عزت دارتفاع دئ که مي څوک لکه غباروهي په لته
×××
د اوبوپه شان روان په هسي لارشه چي داسپينه لمن وساتې له ګرده
×××
ته چي زلفي لکه ګل ګړې پرېشاني معطرئې په ښه بوي زما د ماغ شي
شګفته کړه لکه نمر جبين هرچاته چي په تله دي سيه پوش تمام جهان شي
کاظم خان شيدا
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
منتخب