د راز مرغۍ 

يوه مرغۍ ده ، بڼکې سپينې 
راپسې مړه ده ، له ډېرې مينې 
له چار چاپېره ، دنيا نه ښکلې 
له مانه ښکلې ، له تانه ښکلې


د ژوند پر څانګه ، مې خوږه ناسته 
پر ما مئنه ، راسره راسته 
وهي مښوکه ، زما په زړه کې 
له خواږه درد يې ، جارشم ادکې


توږي په ورو ،ورو ، زنګ مې له زړه نه 
په هنر باسي ، جنګ مې له زړه نه 
کله غزلې ، راباندې وايي 
کله يوه ښکلې ، راباندې ستايي


چې يو ناڅاپه ، يو څوک راياد شي 
دا نو يا چيغه ، يا هم فرياد شي 
چې چاته ليکم ، د مينې کرښې 
دا هم راووځې ، د درد له پرښې


بس په مښوکه ، ټکي را ټول کړي 
دا يو ګلاب کړي ، دا بل غاټول کړي 
ها تېرې هېرې ، زمانې راوړي 
ستا د يادونو ، خزانې راوړي


چې يا له ځانه ، يا له جهانه 
يا مرور شم ، له خپل ارمانه 
دا مو په چل چل ، سره پخلا کړي 
ملنګ سړى وم ، جوړ مې پاچا کړي


چې مې په زړه کې ، غوټه پيدا شي 
دا پسې راشي ، ناڅاپه واشي 
د کرکې غرونه ، راته اوبه کړي 
په وچ کمر کې ، ګلان راشنه کړي


پر سره انګار مې ، پښې يبلې بيايي 
د اوبو ساز مې ، په غوږ کې وايي 
زما استاذه ، زما ملګرې 
راته ډبرې ، کړي مرغلرې


چې راخورې شي ، د کفر لړې 
دا مې په وړانګو ،کړي سترګې غوړې 
په ويرانۍ کې ، په ابادۍ کې 
راسره مله ده ، په غم ښادۍ کې


پټه يې ساتم ، د زړه پنجره کې 
يا يې د سترګو ، په دروازه کې 
د راز کيلي ، يې ماته راکړې 
بنديخانه يې ، راته وا کړې


همدا مرغۍ ده ، راباندې ګرانه 
له لارويو ، هم له کاروانه 
په تورو شپو کې ، رڼا نوميږي 
دا مرغکۍ مې ، ژړا نوميږي



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: د شاعرانو کاروان
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۷/۰۸

http://ups.night-skin.com/up-91-10/hASK1.jpg

د زاهد په کا ڼو ژوبــــل ، دسا قي په غیږ کي پروت وای
یا دسرو وینو یو خال وای ، دتندي په غیږ کي پروت وای
ګرم عشق وای ویــــلي کړي ، دګودر اوبو کــي حـــل وای
پښتنی لپو کي جګ وای ، دمنګي په غیږ کي پروت وای
چـــا پــــه څـــڼــو کــــي ټـــمبلی ، چــا پـټـکو کـي لـګـولـي
لوغړن سوی ببری وای ، دکودي په غیږ کي پروت وای
ســـوی لــوی سـپـیـلـنی وای ، دیـار حسن ته لوګی وای
دپښتو دسرو سکر وټو ، دنغري په غیږ کي پروت وای
چي دمینی مړاوی ګل مي،په سرو وینو را ژوندی وای
خیردی زه دي ځوانیمرګ هم،دمرګي په غیږکي پروت وای
دکاروان یو خوږ غزل وای ،دځګیروي په غیږکي پروت وای



:: تړاو: د شاعرانو کاروان
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۱/۱۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.