🌺🌸🍃🌺 نوروزه 🌺🌸🍃🌺 ای د نوي کال نوروزه، ای د مستــو نغمــــو سـروزه ټنګ ټکور د مستۍ ساز که، ټول غمونه راڅه بوځه د بــهار په ښـو وږمـــو کـي، د بلبلــــو پــــه رېزو کي د رباب غـوږونه تاو که، ږغ ئې پــــورته که له سوزه چي زاهـد له زهـده ووځي، و سـاقي ته غیږه ورکـي پــرده څیري د ریا کـړي، تېر ســي هــغه دم له لوظه رندانه موســـم د میني، ګرځـي تـکي تــکي پینـــــي له جنت او دوزخ لیـري، ناخــــبر د مــــلا لــــه زوزه بوسه راکه مستي مستي، جام را ډک که می پرستي خرابات دئ پایکوبي ده، له ژوند خوند اخله بې موزه نــو نوروزه اې نوروزه، تـل تر تـل دي یــې فېروزه د خـوښۍ فضا خپره که، پر خــوبانو شب و روزه ۱۳۹۸/ ۱/۱
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
#کرونا_ختموو! پاتیږو په کورو کي کرونا ختموو وژونکې ناروغي به خامخا ختموو ته ځان و ژغوره، نړۍ به ژغورل کېږي بشر ته ده راغلې، دا وبا ختموو چي په غم د انسان نه وي انسان نه دئ د خالق له ټول مخلوقه به بلا ختموو نړۍ کلی دئ، په غم ښادي شریک دئ که بې غوره سو دا کلی په رشتیا ختموو د زوی لور او د مېرمني خیال دي ساته فتنه به له لالا مور او بابا ختموو ګوښه کېږو له بازاره د ملګرو له بانډاره پر کور به ورته کښېنو دا تنها ختموو زه قانع یم، ته تابع سه و خپل ژوند ته ټول په ګډه به مضر پر دې دنیا ختموو کندهار، کور ۱۳۹۹/۱/۱۱
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
لا په خوب کي مو په برخه نه سو خوند نو حســــاب به ورکـــوو د څـنګه ژونــد مـــــځکه شاړه، مرغان مړه سوله له تندي لیـــــــــوني یــــــو جــــــــوړو د اوبو بند پر دوو ســــترګو یې غمازي پردې پاستي و مین تـــــه د دیــــــــدن جــــوړوي خنډ مېړه هسکه غاړه درومي ســــــربازۍ ته وي سرټیټی خوښ پر تخت باندي د ګند تر مېــــچني لاندي ځـــمه خپل هدف ته د زاهـــــــد له وعـــــــظه نه اخـــلمه پند د هــــغو په زړه کـــي کښت کوم د میني نفــــرت چـــــي ورته خـــوږ وي لـکه قند لکه ایښــــمه د بــــهار چـــي تېزه درومي پر قـانع بانـــــدي تېــرېږي ژوند هــــم تند کندهار ۱۳۹۹/۱/۲۹
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
:: تړاو:
غزل
له شرابوکــه مفتــي ژبه لنــده کــړه په هغه دم به منصورغوندي په دار سي *** چي ديار د ميني بار ئې پــر شـا واخيســت الف وار قامت ئې خم په شان د دال سي *** پورته کښته بـه د دار پــه هــوا ګــرځــي چي منصور غوندي د عشق پرسمند سپور دئ *** لکه زوړ دسلوکـالــو هســي خــم وي چي هجران ورباندي کړی ډېر ستم وي *** دم په دم نارې وهم لکــه دربــاب چي اشنای مي بشر پټ کړ په نقاب *** مخ ېي هسي بې حسابه ښايسته وو لکه مياشت دڅورلسمي پــر سمــا *** چي پلو له مخه پورته کړي ليلا مستانه لکه مجنون سم په ژړا خال دي هسي پرتندي باندي زيب کاندي لکه ناست بادشاه پرتخت بــانــدي تنهــا *** زړه مي ستا د عشق په اور سره بريان دئ رنګ ئې ستاله غمه زيړ لکه زعفران دئ *** چي به ستاله مخه پرته بل سر ګوري دواړه سترګي ئې اعما غوندي ړندې کړې *** دستار واچوه له سره سرتور کښېنه لکه شيخ پر لوېده د دستار مه سه *** راسه راسه پياله نوش کړه په نوروز دبلبل په دود خروش کـړه په نــوروز دمجنون په شان به سـوې ناره وکړم که ليلا مخ راښکاره کـه پـه نــوروز وه ډکه پياله نوش کـړه لـه شـرابــو سرمنصورغوندي په دار کړه په نوروز شاعر: عبدالرحيم هوتک
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
منتخب
يم اوده لکه غونچه دخار له درده خبر نه شوم د راحت په خواب هرګز ××× دلجمعي لکه حباب په کم اسباب کړي چي په بادباندي ولاړدئ ستا کوشک ××× تلاى په لارنه شم دلار له بارکيه دشانې په شان که جمع هزار پاکړم ××× دآفتاب په کمند نه خيژم آسمان ته نه ږدم بارلکه شبنم په دوش دګلو ××× په ذلت کي مي عزت دارتفاع دئ که مي څوک لکه غباروهي په لته ××× د اوبوپه شان روان په هسي لارشه چي داسپينه لمن وساتې له ګرده ××× ته چي زلفي لکه ګل ګړې پرېشاني معطرئې په ښه بوي زما د ماغ شي شګفته کړه لکه نمر جبين هرچاته چي په تله دي سيه پوش تمام جهان شي کاظم خان شيدا
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
منتخب
ښه سړي د چا په بدو نظر نه کا که څوک بد ورسره کاندي دي به ښه کا په بارداره ونه تل وريږي کاڼي ورته ګوره چي بارداره ونه څه کا په کينه يه حسد هيڅ د چا ونه سي هر سړي چي حسد کاندي ځان اوبه کا
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
خوشحال خان خټک
د علامه اقبال دا رباعي څو مشهورو شاعرانو پښتوته ژباړلي ده . ستاسو د کم يوه ژباړه خوښه ده ؟
علامه اقبال
غلامم جز رضای تو نجویم جز آن راهی که فرمودى نپویم ولیکن گر به این نادان بگویی خرى را اسب تازی گو نگویم
امير حمزه شينوارى
زه غلام یمه، غلام ستا د رضا یم ځان به بې ستا د ښودلې لار نه بیایم ولي ته که ما ناپوهه ته ووایې چي ته خر ته، تازي ووایه، نه وایم؟
عبدالباري جهاني
زه غلام یم ستا بې خوښي بل مطلب لرلای نه سم یوه لار دي را ښودلې ، زه پر بله تللای نه سم
دا منم چي زه نادان یم، مگر دا به سپینه وایو بل دي هر امر منمه، خره ته آس ویلای نه سم
عبدالمالک همت
مریی دا ستا د وره یمه خوښي دي لټوم چي ته یې راته وایې تل پر هغه لاره ځم خو خره ته به هیڅکله نیلی آس ونه وایم جانانه د زړه سره دا خبر دي نه منم
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
مقابله
زه زهـــــــير يار امــــــــير ژوندمي دئ غم کي ګـير خوند او رنــګ دي په ويـــر ټوله ژونــــد يم شبګـــير ته پاچــــــا زه حقـــــير يم مريــــــد ته مي پــــير ستازلـــــفان زماځنځــــير يم ژونـــــدى بې تدبــــــير زه قانــــــــع ستا اســــير
پښتو څانګه، کندهار پوهنتون د زمري لسمه ١٣٩٤ل
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
:: تړاو:
د زړه خبري
له رنګه تور، په زړګي سپين دئ جرس ځکه د پيغلو لونګين دئ جرس
د محبت په ټال کي ځانکي همېش مينه ويشي د ميني سين دئ جرس
د علم کان، د پوهي غر غوندي دئ په شاعرۍ کي سپين نګين دئ جرس
د تورو شپو په وړاندي سپين سهار دئ د جنګيالي په شان متين دئ جرس
د قناعت په سر مايه بډاى دئ نن د قانع پر زړه لورين دئ جرس
د وري ١٧مه ١٣٩٤ پښتو څانګه، کندهار پوهنتون
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
و لوګري ته د لور په جوړولو
استاکار خولې توى کړي ښه يې ځان دئ ستړى کړى موسم بيا د لو راغلى استاکار په خوارۍ بوخت دئ د غنمو فصل سوى ..... زلمي بيا شمله تاو کړې په فصلو ګډ دى لوګرى د ژړي غنمو وږي پاخه سوي پېغله ګرځي په کښتونو د بابا او ورور مرستياله سږنى فصل ډېر ډک دئ ټول راضي دي له باداره .... پېغله دې ته هوسېږي د ورورک واده به وسي د ورور جان ناوې به راوړي هم به دا په مراد رسي .... په وطن کي سږ فصلونو ته اميد دئ چي به ښه حاصل ور وکړي زلمي پيغلي دي خوشحاله ولورونه به پوره سي پېغله ځان سره بوڼېږي د ورورک تر واده وروسته بابا هم مجبوره کېږي چي د زوم کور ور ودان کړي پېغله دې ته خوشحالېږي ..... په دې مست ښکلي موسم کي دا هوسۍ غوندي ګرځېږي بې اختياره ږغ کړي پورته ژړ فصلونه په ګډا کړي لو دئ د غنمو ياره لو دئ دغنمو ياره ګېډۍ راواچوه بنګړي راغلي دينه ياره لو! قانع- د غبرګولي ١٠مه ١٣٩٤
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
غزلزار
تل دي ستايمه دلبره، روح پروره په خوبانو کي سروره، منوره
ستا سينه کي دي اوبه زما غمونه دا مو دي د ژوند ثمره، سمندره
د بم درز سره يوه چغه د خير وکړي هغه بوره مور اوتره، مکرره
د ځوانۍ خوب يې پوره نه کړ بيده سو وخته! ستا له دې ضرره، ستمګره
غاښ پر شونډه يې تکيه کړ سترګه پټه ويل مه سې له نظر ه، شمله وره
د وطن په ابادۍ کي بې ډالۍ کړم زه قانع خپله ککره، بېخطره
١٣٩٤ چنګاښ ١٩ مه د روژې ٢٣مه
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
پر زړګي باندي را اوري ستا خيالونه لکه ستوري
ستا مالت کي ګرځېدمه ماتم پروت وو پر هر لوري
شيخ له شيخه امان غواړي د خلوَت خبري نوري
د ګاونډ له مکر و چله نن مو ميندي سوې سرتوري
چي يې نوم ته هوسېږم هغو مېني کړې را توري
ژوند د اُنس له خوږ تعبيره د دوى ژوند د نفرت توري
له هغو به ځان قربان کړم چي انسان له قتله ژغوري
دا غرور به ئې عادت وي چي دا ښکلي نه راګوري
دادي خوى د پښتنې دئ دجلال او جمال خوري
که مي خواست رب ته منظور وو خپور به سي د امن سيوري
قانع خوب به دي ريښتيا سي خداى زموږ فرياد ته ګوري
د زمري ٢٦مه ۱۳۹۴ پښتو څانګه-کندهار پوهنتون
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
:: تړاو:
د زړه خبري
څه ښایست، څه ئې ادا او څه ئې شور خپل څه ئې مینه، څه ئې چل او څه ئې نور خپل
خدای خبر، چي بیا پر چا د قتل وار کړي سترګي توري، سره لبان ئې کړله پور خپل
د باران په نوم شیندي د اور بڅري کمچنۍ ده، لګوي پر نورو تور خپل
پرون دلته، نن ده هلته، سبا بل ځای ژوندون وژني، جوړوي د ظلم کور خپل
هم ساقي دئ، هم مینوش په میکده کي په شیخي کي ملایکه ګڼي خور خپل
اف، خالقه! کاش چي نه وای پیدا سوی پدې حال به څه قانع سم، څه مي زور خپل
د جمعې ورځ، د مېزان ۱۷مه ۱۳۹۴ ل.ل
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
:: تړاو:
د زړه خبري
ژونده هله ژر درپاڅه، دلته ژوند پر مرګ حساب دئ دنیا نه ده سور تنور دئ، روغ انسان ژوندی کباب دئ
هاغه موږ چي اتلان وو، په تاریخ د بشریت کي اوس هغه اتلان نه یو، تېر تاریخ راڅه کریاب دئ
د قابل د قتل دود دی، د هابل په څېر قتلېږو هم قاتل او هم مقتول یو، هم ګناه ده هم ثواب دئ
تر لک ډېر پیغام راوړونکي، د الله له لوري راغلل موږ مغروره انسانان یو، دلته هر ناپوه جناب دئ
د جاهل حکمراني ده، جهالت ته سر ټیټېږي د عاقل په سرکي خټي دا نااهلو دا خطاب دئ
مرګ خو حق دی چي ژوندون درته مرګی سي بیا به څه کړې، دلته ورک د ژوند کتاب دئ
ربه څنګه به قانع سم دې وحشي دنیا ته ګوره زه د بلي دنیا تږی ماته دا جهان عذاب دئ
د شپې ۹ بجې ۱۳ د لړم ۱۳۹۴
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
:: تړاو:
د زړه خبري
حريت مي پر وجود باندي را خپور دئ استقلال مي د زړګي د ميني کور دئ
په جنت کي هم د امر تابع نه سوم ادم يمه، عدن باغ را ته سور اور دئ
خوږ نفس مي بې پروا دئ له وجوده هله ژر سه دربخښلى مي ژوند نور دئ
ناخبره يم راغلى و دنيا ته ناخبره به ور درومم، ځاى مي ګور دئ
د ځوانۍ او د بهار خوبونه ولاړل په زړښت کي مي خزان سکنى ورور دئ
سر ټيټي مي د دوږخ له وهمه نه ده د الستُ د وعدې راباندي پور دئ
د زمان له ناکردو سره جنګېږم په تدبير مي د تقدير مات کړى زور دئ
تر رڼا په تاريکه کي ښه بلد يم يم د جنګ د اور بڅرى ژوند مي شور دئ
بغاوت مي خداى په خټه کي اخښلى برناحقه پر قانع د مطيع تور دئ
د زمري ٢٧مه ١٣٩٤ل کال کندهارپوهنتون-پښتوڅانګه
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
:: تړاو:
د زړه خبري
افغانستان
.svg/2000px-Afghanistan_on_the_globe_(Afro-Eurasia_centered).svg.png) غنم لو غوندې ښایسته یې دهیرمند رڼه څپه یې
اې زموږ افغانستانه ! د مورکۍ دخولې کیسه یې
د اوزبېک ماشوم موسکایې، دتورکمن قـُرصه رخچینه
د پامیر زیږه هوا یې ، د آمو خوږه نغمه یې
له پارون نه را الوتی د ناټونو مست شرنګی یې
د مڼې د ګل پرپاڼه لیکل شوې زمزمه یې
د بابا له هسکې څوکې درته ګورم راته ښکارې
غـُلغله یې، هسک صلصال یې یا خودنګه شمامه یې
له قومونو اوبدل شوی د بابا رنګین ګیلیم یې
د ابۍ تږي منګي ته د غره غېږه کې چینه یې
د نیلاب په شور دې مینځم، بلوڅي مول کې دې نغاړم
ته د دې ملت د عزم یوه لویه کتیبه یې
ته اتڼ یې ته قرصک یې، یکه زار د شپون ناره یې
د ملت د عشق یادګاره ! په سندرو کې ټپه یې
ته ودان یې، ته ازاد یې ،ته پرون یې ته سبا یې
اې زموږ افغانستانه ! ته ویاړلې زمانه یې
شاعر:څېړندوى عبدالغفور لېوال
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
هيواد
د حاجي ظاهر څرک د شعر يوه برخه
د سکوت په بيابان کي هلته کور را
د حيا اوښکي پر مخ مي لور په لور را
چي ضمير مي په روښانه سي الهي
نو په زړه کي مي دننه داسي اور را
:: اړونده موضوع:
غزلزار
میشتي قافلې به د سړيو وې
اوس ورځیني پاته دي په شمار خلک
روح مي ستا له روحه سره ګډ ګڼه
دوه وجوده نه پرېږدي اغیار خلک
هغه چي وماته یې په جار ویل نن مي نه مړېږي هیڅ په ویار (١) خلک
اې لېونۍ، څنګه ځیني راغللې
ها کلي کي مینه کړي، سنګسار خلک
سپين کفن يې سپين وجود پټ کړى و
ديد تې انتظار ول په کتار خلک
ستا قانع نري نري ژل پسي
ياد ته چي يې راغلل ستا د ښار خلک
(١)ويار: غيبت
اغلي خاطرې فيضي خور تر دې بيت لاندي في البديهه مشاعره جوړې کړې وه کلـي کي پـیدانسـول دښارخلــک ګرځـــم لټومه اوس دکــار خلــــک ماهم پورته پيتونه ورته وليکل
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
ما په سترګو کي ساتلی یو جهان دی دوئ نارې کړې چي (نثار) خو بې ایمان دی
د جلاد په تشهد چي بدګمان یم تر چاړې لاندي سر پروت د مسلمان دی
په سرور چي زندګي و مرګ ته سپارم دا سوغات هم له طرفه د جانان دی
زموږ وحشت ته به یزید سي زاره چاودی چي مو څنګه لا پر سر ولاړ اسمان دی!
که دي غېږ د محبت ور نه کړه پوه سه د ورور لاس کي دي تیار د بل کمان دی
ما ویل چي هغه ستا له غمه مړ سو خو هغې ویل (صالح) څنګه انسان دی؟ شاعر: نثار‹‹صالح››
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار
نه دم په چا لګېږي، نه دوعا په چا لګېږي تر کومه چې د دې وطن هوا په چا لګېږي سپین مخ یې دی رقیب ته، تورې څڼي یې دي ما ته تياره د چا په برخه وي، رڼا په چا لګېږي نه نښه چا ته نیسي، نه یې خیال د عاشقي وي نظر د ښکلیو ښکلیو په خطا په چا لګېږي مه دوري دوري مه ګوره، ګوزار د نظر مه کړه په ډکه میخانه کې خامخا په چا لګېږي ښایست د مخ به نه کړي کفایت قراره یاره زړګي ته دې هم ګوري، چې بها په لګېږي
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار

دوه سترګي مي، لېمې مي دي پښتو ده که فارسي ده فارسي نه زه ځارېږم او پښتو نه قربانېږم پلرونه مي راغلي څوک له چين څوک له ماچين نه
خو زه شومه افغانه دې رغو نه قربانېږم غليم راته ويلي: (حرامي ئي نه دی غواړم (
خو زه يمه (پاړسنه ) چي پښتو نه قربانېږم غليمه راته مه وايه (ماجر ئي نه دي غواړم)
په خټهّ يمه (تُرکه) خو پښتو نه قربانېږم (فارسي)مي دي دوې سترګي،پښتو،مي تن او سا ده
دې سترګو نه ځارېږم له دې تن نه قربانېږم پښتو ده که فارسي ده دا خو ژبه ستاو زما ده
ترکمن که هزاره دي هم هغو نه قربانېږم (خوشحال
بابا)مي سترګي (حافظ) مي تن او سادي
پګړۍ نه ئې ځارېږم تر (قبا ) ئې قربانېږم
(کړور) که دي شمله ده (
فردوسی ) زما باور دی
(له پټي خزانې )او ( شاهنامې)
نه قربانېږم
باور زموږ د دواړو يو افغان او يو ايمان دی
باور نه مي ځارېږه ستا ايمان نه قربانېږم انسانه يم په زړه کي د انسان مينه زه پالم
او تل يمه افغانه دې رغو نه قربانېږم په خاوره چې مين وي د هغه باتور ياري کړم
چي نه وي تعصب پکي هغو نه قربانېږم . بهارت
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
حماسه
.jpg)
ډېر ښه پوهېږمه چي څه لټــــــــوې د اغزي څوکــي لــره زړه لټـــــــــوې غمه! زه هم له تا اوس نه تښتم ډېر او ته هم ما هغسي نه لټـــــــــــوې چي يې دغومره په اسانه لوټ کړې زما په شان اوس بل ويده لټـــــــوي نه ما خپل ځان پخپله وموند چـــرته بې نيازه ياره! نه مي ته لټــــــــوې دروېشه! غم د غورځولــــــو نه دئ په دې ترخو کي به خواږه لټـــــوې دروېش درانى
کردګلو شعرې مجموعې څه
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزازار دروېش

هغه جلۍ
لکه غزل دشاعر
لکه جادو دساحر
لکه دسترګو ساغر
لکه نغمه درباب
لکه غوټۍ دګلاب
لکه دميني کتاب
لکه هوا دسهار
لکه دميني خمار
لکه اواز دابشار
لکه شپيلۍ دشپونکي
لکه درزا دزړګي
لکه اوبه دمنګي
لکه نغمه دبلبل
لکه مطلع دغزل
لکه شمله داتل
لکه ښايست دسپوږمۍ
لکه اواز دشپيلۍ
لکه دژمي ږلۍ
لکه دوصل باران
يالکه خيال دجانان
خو له ما دومره ليرې
لکه سپوږمۍ داسمان
عبدالرحيم رسوا
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار
په څه ده مروره، چيرته تللې ده پښتو
دا ولي په دې ښار کي داسي غلې ده پښتو
هم اورو، هم يې وايو، نه يې لولو، نه يې ليکو
موږ څه په نا اشنا ډول منلې ده پښتو
له بل سره خو خير، ډېري بانې ډېر جوابونه
دا ما او تا په څه باندي کږلې ده پښتو
نه، نه اورمه، زه نه اورم نغارې د ازادۍ
زما چي په کې بند په بند تړلې ده پښتو
اندېش شمس القمر
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار
د راز مرغۍ
يوه مرغۍ ده ، بڼکې سپينې
راپسې مړه ده ، له ډېرې مينې
له چار چاپېره ، دنيا نه ښکلې
له مانه ښکلې ، له تانه ښکلې
د ژوند پر څانګه ، مې خوږه ناسته
پر ما مئنه ، راسره راسته
وهي مښوکه ، زما په زړه کې
له خواږه درد يې ، جارشم ادکې
توږي په ورو ،ورو ، زنګ مې له زړه نه
په هنر باسي ، جنګ مې له زړه نه
کله غزلې ، راباندې وايي
کله يوه ښکلې ، راباندې ستايي
چې يو ناڅاپه ، يو څوک راياد شي
دا نو يا چيغه ، يا هم فرياد شي
چې چاته ليکم ، د مينې کرښې
دا هم راووځې ، د درد له پرښې
بس په مښوکه ، ټکي را ټول کړي
دا يو ګلاب کړي ، دا بل غاټول کړي
ها تېرې هېرې ، زمانې راوړي
ستا د يادونو ، خزانې راوړي
چې يا له ځانه ، يا له جهانه
يا مرور شم ، له خپل ارمانه
دا مو په چل چل ، سره پخلا کړي
ملنګ سړى وم ، جوړ مې پاچا کړي
چې مې په زړه کې ، غوټه پيدا شي
دا پسې راشي ، ناڅاپه واشي
د کرکې غرونه ، راته اوبه کړي
په وچ کمر کې ، ګلان راشنه کړي
پر سره انګار مې ، پښې يبلې بيايي
د اوبو ساز مې ، په غوږ کې وايي
زما استاذه ، زما ملګرې
راته ډبرې ، کړي مرغلرې
چې راخورې شي ، د کفر لړې
دا مې په وړانګو ،کړي سترګې غوړې
په ويرانۍ کې ، په ابادۍ کې
راسره مله ده ، په غم ښادۍ کې
پټه يې ساتم ، د زړه پنجره کې
يا يې د سترګو ، په دروازه کې
د راز کيلي ، يې ماته راکړې
بنديخانه يې ، راته وا کړې
همدا مرغۍ ده ، راباندې ګرانه
له لارويو ، هم له کاروانه
په تورو شپو کې ، رڼا نوميږي
دا مرغکۍ مې ، ژړا نوميږي
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
د شاعرانو کاروان
ډیر
راباندې ګران یې خو اوس ستالیده ګران شوي دي
یاره مهربانه چي دا څه
درباندي شوي دي
ته دژمي لمرشوې په
آسانه ښکاره کیږې نه
سترګو ته نظر شوې خو په
سترګو لیدل کیږې نه
ستړې شولې خولې په
تپوسونو پیدا کیږې نه
سحر که جادو دی که
ټوټکې درباندي شوي دي
ته دښاره ووتې دنرخه چي
ونه وځې
داګوره سراب دی فکرو
کړه چي تیر نه وځې
شپه ده تروږمۍ ده
تیندکونه چي تیر نه وځې
ته دآسمان ستوری شوې
آسمان ته رسیدل ګران دي
ته دهما سیوری شوې ستا
لاندې دریدل ګرا ن دي
ته یوداسې خوب شوې چي
تعبیر یې اوس کیدل ګران دي
ځکه په کتو دې دادوه
ستر ګي څلورشوي دي
ته دحاسدانو دحسده پروا
مه کوه
سترګه دسبا شه نوره
ترهه دچا مه کوه
هم دنظر بازو له نظره
پروا مه کوه
داسې سپیلني په
خروارونو لوګي شوي دي
زه ستا د سترګودخوږې
مینې پوروړی یم
ستا دمحبت دلوی دریاب
یو نیزوړی یم
زه په تصور کې دې خبرې
ته سوچ وړی یم
لږ خو ما خبر کړه چې دا
څه راباندې شوي دی
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار
لاسونه
پورته کړم دعا کومه سرپه سجدو ربه ژړا کومه
دسولي کور افغانستان کړې
ربه جوړدا وطن د هر افغان كړي ربه
ته مو وطن ته ا بادي راوالې زموږ هيواد ته وداني راوالې
بيا مو قامونه يوافغان كړې ربه ته مو وطن په دوى ودان كړې ربه
له ښکلا ډک وطن جنت لرو موږ الله راکړى ښه فطرت لرو موږ
ډېرمو ښايسته افغانستان دی ربه لکه جنت په دې جهان دی ربه
لږ كړه نفاق او نفرتونه له موږ هم دا دردونه زحمتونه له موږ
داتېر تاريخ زموږ روښان كړه ربه ورته حيران دا ټول جهان كړه ربه
لږ كړه وحشت او تور تمونه له موږ هم دا جنګونه تكليفونه له موږ
ته مې قبوله دا دعا کړې ربه وطن اباد دا د بورا كړې ربه
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
هيوادني شعرونه

که امــــکان در ســـره
وي اختر ته راسه
یادوي دي
خپــــــــل پردي اختر ته راسه
بې له تا نه هم
تیریږي خـــو بې خونده
مازیګـر او
ماښــــــــــامي اختر ته راسه
خلک سته
خو پرې اباد دي خپل کورونه
خوار او زار دي ستا بچي
اختر ته راسه
زما ته په کار یې زه
پـه دنیــــــا څه کړم
پنځه ورځي ده
ځـــــواني اختر ته راسه
ای الماسه نور یې نه سـمه
زغمــــلای
دا اوږده
مسافـــــــــــــري اختر ته راسـه
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار

ته اوزه ! ته
بېــــړۍ يې ،زه سيلاب
ته مينـــــــــا يې ،زه شراب په مذهـــــــب دپاکي ميني
ته ګنــــــــاه يې، زه ثواب درندانو په مـــــــــحفل کي
ته اواز يـــــــــــــې ، زه رباب دادب په ښـــــــــوونځى کي
ته قـــــــــــلم يې ،زه کتاب دسرواوښکو په طوفان کي
ته څپـــــه يې، زه ګرداب دبهــــــــارپه حرم باغ کي
ته بـــــــــــورايې،زه ګلاب
ته ساقي دمــيــــــــــــوناب
زه صميم خراب خراب
(احمدصميم)
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار

ترانه
شمله هسکه تر اسمان شې
اوچت تر کهکشان تل
ودان دې وې ودان اې وطنه د افغان
ستا درې به ګلدرې کړو
ستا ابادې به میرې کړو
هر دښمن به دې اېرې کړو
دا مو هوډ دا مو پیمان
موږ به اېل کړو فرعونیان
ستا غرور به زینتي شي
ستا فضا به جنتي شي
که مو مټې فولادي شي
جنګ به ستړی کړو په ځان
خو ګټو به هر میدان
دا کیسې خورې د امن
دا سورې نارې د امن
غواړو موږ جرګې د امن
موږ سپیڅلي افغانان
یو د مینې لارویان
افسانه کړې لویه ربه
ورک یې ته کړې بې سببه
چې انسان شي بې غضبه
ارماني د یو ارمان
له فدا ورک خپل جهان ميوند فدا
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
هيوادنۍ سندري
د
ځوان ډاکتر ښايسته شاعر او تکره ليکوال
ښاغلي
احسان الله درمل خوښ کړي بيتونه کوږ فکر تنها نه وي په ټیټو کې
ډیرې کږې لارې خو غر هم لري
استاد
پسرلی
اوړي
هوښیارانو ته تل خپل خلک
پوخ چې شي پر څانګه ثمر پیټی شي
استاد پسرلی
ژړا
مدام نه وي پیشه د ټیټو
اکثر له غرونو نه چینه راوزي
استاد پسرلی
چاوې
چې ژړا دی د کمزوري کار
وریځو هم له غرونو سره وژړل
استاد پسرلی
حاسد
که هر څو وولي شهکار اثر په تیږه
ماتیږي نه د لمر د پلوشو وزر په تیږه
ظالم
ته سنګدلان ورکوي توان د زور و ظلم
چې پڅې چړې خلک تیروي اکثر په تیږه
له
لاسه دروتلي زړه ته مه ګوره په کرکه
ګوهر دی ماتوي به لیوني ګهر په تیږه
دښمن
د انسانیت په پسته نرمه نه پوهیږي
د مار او د لړم نشته علاج مګر په تیږه
استاد پسرلی
ادمه
سوز و ساز دې د نغمو مه کینوه
دا چاوې چې نغمو کې دې درخو مه کینوه
ښایست
خو څه مجبور نه وي یا هو وایه یا نه
د هرې جملې پښو ته یوه خو مه کینوه
استاد پسرلی
هغه
رهبر ندی راځئ چې په جمرو یې وولو
چې د ابلیس غوندې له خپلو اسرو نه راوزي
استاد پسرلی
هر
څه چې و موږ ته وطن ښکلی و
کب ته وي خوږې د سمندر اوبه
استاد پسرلی
ورک
حواس د ورکو د ستم له زوره مه پوښته
سوې ځالې ګوره نور یې حال له اوره مه پوښته
استاد پسرلی
ما
چې لکه ګرد د خپلې خاورې لمن پریښوده
پریږده چې هر څوک مې له غباره لمن وڅنډي
استاد پسرلی
ژوند
که دې شا کړه پسرلیه ږدې منت په چا؟
ځګ به څه په بحر باندې خواره لمن وڅنډي
استاد پسرلی
پنډه
د غمونو په سر بیرته وړم
تاته سپمولی نظر بیرته وړم
څوک
د مرغلرو پیژندوی نه وو
تل د سمندر ته ګوهر بیرته وړم
راغلم
جهان ځای د اوسیدو نه و
کډه په زیړي ماذدیګر بیرته وړم
استاد پسرلی
په
موږ که قیامت وي د دنیا یې باندې څه؟
هوسۍ که مري که پایي د صحرا یې باندې څه؟
استاد پسرلی
اوږد
مې زنکدن کړ تصور د وفادار حسن
دا مې لکه شمه لمدې سترګې سر ته ناسته وه
استاد پسرلی
شپو
ورځو تمام عمر نوکونه جنګول راته
ښکاري زمانه هم پسرلیه شر ته ناسته وه
استاد پسرلی
ما
درپورې زړه تاړه چې خپل دې وم
سیوری دې اوس مه پریږده په لارو کې
استاد پسرلی
که
ور راخلاصوې که نه، ځواب خو راکوه مه
نه لمر یم او نه سیوری چې هر در ته به دریږم
استاد پسرلی
عادت
مې لکه عطر جاریدل دي له ګلونو
ملا نه یم، چې خپل خپاره څادر ته به دریږم
استاد پسرلی
زړه
چې دې تش نکړي نارواوو نه سجده نه شوه
زه چې منم بس په عابدانو کې مینا منم
استاد پسرلی
یو
که راته ښه ووایي سل به مې مرتد ګڼي
هر سړی په بیله لاره ځي زه به د چا منم
استاد پسرلی
یوه
د زړه خبره نه په دیر نه په جومات کې وه
څه به پسرلیه د راهب او د ملا منم
استاد پسرلی
شیخ
د جنت مزې ستایلې او زه فکر یووړم
مینه به نه وي، لکه بحر خیټه خوله به یم زه؟
استاد پسرلی
بیرته
راغلم چې مستي هم له یارانو سره خوند کړي
په جنت کې د شرابو یوه ویاله وه نور څه نه وو
استاد پسرلی
حسن
او مینه د یو بل څانګې ریښې دي
راته مه وایه، چې زه چیرته او ته څوک؟
استاد پسرلی
اخر
یې عشق دومره حساس کړمه چې ناز یې اورم
که په حیا یې رنګ هم الوزي پرواز یې اورم
استاد پسرلی
دې
یو ته په زندان کې او د بل د ګور د پاسه
یم شمه د مقتول او د قاتل لپاره سوځم
استاد پسرلی
د
لویو غرونو خوا کې هم وي خوړې ګړنګونه
کامل مې پیدا نکړ د کامل لپاره سوځم
استاد پسرلی
دا
سپینه سپوږمۍ هم لواړې کاواړې ده چې ورشې
ښکاریږي ډیر کاږه سړي ته سم له لیرې لیرې
استاد پسرلی
نه
زوړ منطق چلیږي یاره نه زاړه فکرونه
ځیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي
استاد پسرلی
که
مراد ځوږ وي، له زړو ژرندو هم ځوږ راخیژي
د ژوند نغمه د خوند لپاره هنرور بدلوي
استاد پسرلی
لاړې
زه دې یو عالم الم ته تنها پریښودم
ګوره دا دې چاته لکه پل په صحرا پریښودم؟
استاد پسرلی
هر
تور تومت چې ګورې په کمزور ورتپل کیږي
په ماته خوله به څه وایو، چې یار! داسې نه و
استاد پسرلی
خدای
خبر چې خوی به د زاهد کړي اعتکاف بدل
مار او لړم هم تیروي ژمی په غارونو کې
استاد پسرلی
نه
زړه د شکایت لرم نه خوله د حکایت
یم هغه نری تار چې مرغلرو وي خوړلی
استاد پسرلی
ذوق
او غوښتنې هم د ګټو په پله پلونه ږدي نن
د ډم ودونه په زړه اوري د ملا جنازه
استاد پسرلی
هر
جاهل ته د خپل جهل بدي بس ده
څوک چې سر تندی وهي له غره ماتیږي
چې
زوال یې وي راغلی وړ یې واوړي
له یخنۍ چې شي کنګل اوبه ماتیږي
استاد پسرلی
مینه
کې چې وکړي څوک اودس پخپلو اوښکو
مونځ یې ادا کیږي په ولاړه لکه شمه
استاد پسرلی
ماسکه
ویل پاس د پرښتو په عرش کې غونډه وه
ته وې د حیا خوله پرته د تا په ټنډه وه
اوښکه
مې د حسن جلوې تویه کړه له سترګو نه
ما چې ویل چیرته د لویدلي ستوري منډه وه
تا
ویل چې بیا به سره ګورو د محشر په ورځ
جوړ په ما قیامت شو که رښتیا وي وعده لنډه وه
استاد پسرلی
لوی
خلک به مومې له شهرت او نامه ها پلو
ډک خمونه ګوره له مینا او جامه ها پلو
استاد پسرلی
زړه
دې، ورته وایې خوشبیني که کمزوري د عشق
سل ځله دې تیر ایستمه زر ځله دې بیا منم
استاد پسرلی
د
کومې ونې سیوری وبولم د امن سیوری
په غوښ خورو ونو کې خپلو تنها پرییښودمه
د
دیوالونو په چولو کې ږدي توی شوي ویښته
زه هم په سمڅو کې بیدردې دنیا پریښودمه
استاد پسرلی
رنګ
او ښایست ندي تړلي سره
اوبړۍ هم شنې دي خو ښکلا نلري
استاد پسرلی
اور
اوبه وو دواړه خو چې مینې بله شمه کړو
زه هم نه پاتیږمه که تا له یاده وباسم
استاد پسرلی
ځې
چې پټه خوله د بل په لاره ته به پاتې وې
ستن به ځان ایستلی وي خو تاره ته به پاتې وې
استاد پسرلی
ذهني
کجي د عملي کجروۍ لار پرانیزي
د تیر په شان به کږیدم چې په کمان پسې تلم
استاد پسرلی
نورو
پسې تګ سړی خړمخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ
استاد پسرلی
یو
ځلې خو له ما وکړه اوله بسم الله
ساقي ګوره له وېشه دې مدام پاته یم
استاد پسرلی
شمې
که سیالي د سوځیدلو وي
دا لیونی زړه هم تر چا کم ندی
استاد پسرلی
هر
زړه ته الهام د مینې نه ورځي
هر سړی چې جام ولري جم ندی
استاد پسرلی
د
عمر په وروستو لمحو شوم دومره قدر پوی
په داسې زینو وختم چې بام نلري
استاد پسرلی
ما
وې چې بیا به نکوم د حسن بنده ګي
زر ځلې مې توبه پدې ثواب ماته شوه
استاد پسرلی
دا
سپین ویښته تر سپینو تروو نه وو دومره کم
پیري راغله نشه مې د شباب ماته شوه
استاد پسرلی
درپسې
ستورو هم را ایستي له درڅو سرونه
څنګه په دومره ګڼه ګوڼه کې زه تا ووینم؟
استاد پسرلی
نقاشه
ټوله رنګونه ګډ وډ وشینده دیوال ته
شاید چې څه خو ورته شي زما لیوني خیال ته
استاد پسرلی
ما
د یو دیدن لپاره ژوند قبول کړ په ساړه زړه
بار د
ډیرو یخو واورو د چینې لپاره غر وړي
استاد
پسرلی
راغلې
چې غمونه مې د زړه واخلې
غر د خوځيدو نه وي غر چیرته وړې؟
استاد پسرلی
درد
مې سوي زړه ته په بانه راځي
داسې مصیبت دې په چا نه راځي
استاد پسرلی له تاند نه په مننه
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غوره بيتونه
وهلې مي ځواني ده په قمار د خرابات
یو څو
شپې مي لا پاته دي پر ښار د خرابات
ناصحه
له مغانه دي زړې کیسې راوړي
یو څه
تر تا پوهیږمه په کار د خرابات
تر څو
به تور او سپین د ګناهونو راته ښیې
ما
ږیره سپینه کړې ده پر لار د خرابات
پښتون
غیرت مي نن له خپله جیله ځي دوږخ ته
له
غاړي څنګه وباسم زنار د خرابات
چي نه
اورې د جام له کنګرو د حق سندري
زاهده
نا محرم یې د اسرار د خرابات
راځه
چي دي ریشتیا کم د خوبونو تعبیرونه
شب قدر
مي لیدلی پر بازار د خرابات
احرام
یې قبول سوی وي د خُم پر مستو شونډو
رندان
مي دي لیدلي په سهار د خرابات
تازه
مي کړې له سره جهاني د عمر پاڼې
په
کړوپه ملا مي ولیکل اشعار د خرابات
د جون
د میاشتي شپږ ویشتمه ۲۰۱۳ ویرجینیا
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
د جهاني جهان

چي د زړه سوده مي په تا کېږي نه په دارو نه په دوعا کېږي
نور درته سوال د خولګۍ نه کومه زړګیه، نوره مي حیا کېږي
هغه را ګوري، بیا په مړاوي نظر یوه زلزله لکه چي بیا کېږي
شونډو ته خوله اوبه اوبه شي زما چي محبت ته مي هوا کېږي
د نن فساد، پر نن اثر کوي خو اصلي تاثیر یې په سبا کېږي
تیاره نو څه ده، د رڼا تشه ده اصلي ګیله خو له رڼا کېږي
چي چېرته زه یمه، پوښتنه وکړه هلته دي ذکر خامخا کېږي مجيد قرار
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار
موسم بدل
دی ښایي تللي مرغان بېرته راسي
وخپل وطن ته دکډوالو کاروان بېرته راسي
ستاولونه ولونه زلفي وباسم له خپله خیاله
یوساعت پس که ګورم دغه ماران بېرته راسي
بېلتونه دا ځل دي نوعمردومره لنډسه چي زه
په لمن اوښکي وچوم اوجانان بېرته راسي
چرته که کاڼی او تندی بیاسره وجنګېدل
منځ ته به زخم دګواښ کړني په شان بېرته راسي
دروېشه داسي به ونه سي چي زموږهدیرې
سپین ږیري وګرځوي ټول او ځوانان بېرته راسي
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار دروېش
ســلام پــــه سترګو اخلو او سلام کوو پـــــه ستوګو
د ښــکلو ښـــکلو سترګو احــــترام کوو پـــــه سترګو
په زړه کښي چي څه غم دى دا دى ټول سترګو جوړ کړى
نـو نـــه بـــه ګورو چا ته نور پـــه پام کوو پــــه
سترګو
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
څلوريزه
مینه منم وفا منم ماته انسان ښکلی دی
دانسانیت لباس
کي ولله چي جهان ښکلی دی
زه د بشر د ژوندن حق ته احترام
لرمه
دورورولۍ او
محبت داشین اسمان ښکلی دی
دمرګ اوژوبلي اوازمړوای صداقت وای هر
خوا
په
دا لڼډ عمر کي د ژوندکول ارمان ښکلی دی
کاشکې چي جوړه شي په سوله کي دمیني
دنیا
هري لیلاته
خواکي ناست دزړه جانان ښکلی دی
که دا نړۍ ګلاب ګلاب سپرلی سپرلی شي
چیرته
حفیظ ملیار ته
خو دا خپل افغانستان ښکلی دی
حفيظ ماليار
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
هيواد
نثاراحمد صالح د کندهار ځوان شاعر روڼ اندی او ځوان سياستوال دی، د انار ګل په دوديزه مشاعره کي يې د پاکستان پر ضد د ګوشتې ((شهید محمدقاسم)) ته ډېر په زړه پوری شعر ووایه ، د ټولي مشاعرې خوند يوه خوا وو او دصالح شعر او ډیکلمه بله خوا وه نن د قاسم د روح نڅا وینئ؟؟
ما ستاد روح د خوښۍ چیغي د نژدې ولیدې ستاجنازه کي مي په سترګو فرشتې ولیدې د خوشالي توري ځلا چي دي ښکاره کړه لمرته د پنجابک سترګي شوکوره سوې ما مړې ولیدې ------------- ستاد قدم په ایښولو کهکشان لړزېدئ ته په ګوشته کي خو له وهمه دي جهان لړزېدئ د رحماني قوت په زورباندي مغرور جانانه له افغاني زوره دي نن ټول پاکستان لړزېدئ ــــــــــــــــــــــــــ زه درسره یم د دښمن مور لره عارجوړ که په شیش محل کي پر دالخورو یو سنګسارجوړکه دا د انګریز د عشق نطفه رحم کي وسوځوه پر کیاني، شجاع پاشاه باندي ناتار جوړ که ـــــــــــــــــــــ
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
ادب او سياست
اسلم
لوڼ د سپوږميز دولسمي پېړۍ په نيمايي کي د کندهار په باميزو کوڅه کي زېږېدلی
دی او د ۷۸
کالو په عمر په ۱۳۳۲سپوږمیز
کال کې مړ سوی دی

ستا
له لاسه تل جفا سترګه د لمر وړي
د
شفق په ژړا ویني هر سحر وړي
معشوقې
دي په عالم کي شپې رسوا کړې
سپوږمۍ
شمعه ستا د حسن در پر در وړي
هغه
ستاد خولې خبري دي دلبره
چي
په خولو کي د خوبانو ګل شکر وړي
له
باڼو دي د مینو بڼه ولاړه
چي
و هر زړه ته تیره د عشق نشتر وړي
زما
د خیال د مرغه ځاله ده سر بره
ستا
د عشق پر کنګرو باندې شهپر وړي
چي
تاجداره دي په مینه شي محتاجه
ستا
له کبره به اسلم خاورې پر سر وړي
اسلم لوڼ
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار

نړۍ ته
نړۍ چپ شه نړۍ غوږ شه
نړۍ واوره
بيا يو سوي انقلاب ته
دې زړه شوی
د خونخوارو يهودانو
غم دې وکړه
بيا د سرو وينو سېلاب
ته دې زړه شوی
ما به پېژنې که نه خو
زه پښتون يم
زه د دې خاورې بچی
يمه افغان يم
د نړۍ په مظلومانو مې
زړه سوځي
اخر زړه زما د غوښې
دی انسان يم
نړۍ څه کا خو ددوه وو
جنګول کا
دنړۍ په کومکونو چې
ازاد شي
هغه خلک شي له ټولو
وروسته پاتې
همغه ولس په ټولو کې
برباد شي
دا مړه نړۍ له وږو څه
خبر ده
زمونږ چم کې نه غنم
او نه جوار شته
دا همدوی وو چې هلمند
يي کنډواله کړ
بيا هم وايي په دې
سيمه کې کوکنار شته
چې زمونږه په تندو
باندې راوري
د ړندو د لاسو کاڼي
دې ړانده شي
زمونږ زرکې ستا له
وېرې مستي نه کا
ستاسو زرکې ستاسو
زاڼي دې ړانده شي
ياره سره سيلۍ د کلي
نه چاپېر ده
د مرغيو ځالې نشته
ګودر ړنګ دی
تا اتلس پسرلي په اور
کې تېر کړه
په والله اوس دې د
اور په شانه رنګ دی
ماشومانو د ټوپکو چل
زده کړی
د قلم له تورو ليکو
خبر نه دي
نړېوال د بشريت سندرې
وايي
خو زمونږ د خوارو
کړيکو خبر نه دي
ما شمله له سره ليرې
کړه وطنه
ستا د پاکې ازادۍ
تاريخ مې خرڅ کړ
د مېوند په نوم مې
سمې لوبې وکړې
د زړورې ملالۍ تاريخ
مې خرڅ کړ
ما سنګر ته امتحان د
وينو ورکړ
زه په دغه ازموينه کې
ناکام شوم
ما پردي له تانه وشړل
وطنه
خو اوس بېرته د پردو
خلکو غلام شوم
دا اولس خو داسې نه
و نړېوالو
دلته سوله دلته مينه
په څپو وه
پر څټونو مو پردي
توغونه نه وو
زمونږ تن کې زمونږ
وينه په څپو وه
خو اوس دومره پرمختګ
وطن ته راغی
پلار ګټلي تاريخونه
مو برباد شو
دغه څومره نيکمرغي ده
وطنوالو
مونږ ازاد شو ،مونږ
ازاد شو ،مونږ ازاد شو
سميع الله تړون
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
هيواد
_______یی راته وییل_____
ږغېږه
وږمه یې
رنګینه...
نغمه یې
تیارو له
ځلا يې
د سترګو
رڼا یې
او ټوله
ښکلا یې
وریږه
شمال یې
خندېږه
غنچه یې
ده ژوند
قصه یې
ته ماله
پوره یې
نن
_______ دا وایی_____
په غم کښي
اموخته وم
کم عقله
ډیر زه وم
ځواني کي
نشه وم
ته غم یې
ژړا یې
بې موله
سودا یې
وحشت یې
تیاره یې
خوشحال به
جدا شم
چي بیا په
خندا شم
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
درد

خلق خوښ په خوب اوده وي دى بې خوبه
د پالنګ د پاسه خوب وي پرې محال
پټ په پټه وبله اوړي تر صباحه
د ښه لفظ، د ښه مضمون په اتصال
چي د شعر فکر ورشي په مجلس کي
نور عالم خندا هوس کا دى ملال
کله کله يې مخ پټ شي په ډېر فکر
چي په ده د لېونتوب شي احتمال.
دانايي، علم، حکمت په کي زياتېږي
څوک چي ښه وکا د شعر استعمال
د هر بحر يې په شمار واړه حرفونه
په تقطيع سره يې جمع انفصال.
شعر کار د هر فاسق د فاجر نه دى
نه د هر يوه وږسترګي د کنګال
شعر کار يا د سالک يا د مالک دى
د عاشق دى، د دردمن دى، د ابدال.
د هغه شاعر دانې وشه په ژبه
چي د شعر دردانې پلوري په مال.
قصيدې لرم غرا له هره بابه
په حکمت، په نصيحت کي مالامال
په تعريف د دلبرانو غزلونه
په صفت د سترګو،وروځو،زلفو،خال
رباعي ده ، که قطعه، که مثنوي ده
همګي واړه ګوهر دي در و لال
په فارسي ژبه که نور تر ما بهتر دي
په پښتو ژبه مي مه غواړه مثال
طبيعت مي عطائې ، نه د تحصيل دى
که خبر يم د املا په استعمال.
بندوبست د پښتو شعر ما پيدا کړه
ګڼه شعر د پښتو وو غيرسال
نه يې وزن، نه تقطيع، نه يې عروض وو
دوه مصراع يې د خفيف بحر، دوه طال
د غزل نه يې مطلع، نه يې مقطع وه
نه صفت، نه يې تشبيه، نه يې مثال
مګر زه يې چي ګويا په شاعرۍ کړم
پښتانه يې پوهول ايزد تعال
په دا بندوبست به نور تر ما بهتر شي
پس له ما چي کا د شعر قيل وقال.
ګلستان زما د ميني شګفته شو
پرې وهي شيدا بلبله پر و بال
ګلدستې يې لور په لور په ملک خورې شوې
تر کابله، تر کشميره ، تر بنګال
هر مضون ته چي د زړه توجه وکړم
طبيعت يې راکوي په استعجال
د الهام غوندي خبر وي چي رادرومي
چي زما په زړه نزول کا لايزال
درست ديوان مي لکه باغ د علم ګنج دى
په کي هر رنګه ګلونه، هر نهال.
په غزل، په رباعي مي زړه مين دى
چي مداح يم د دلبرو د جمال.
زه مداح د هيچا نه يم بې د کښليو
د نور چا په صفت نه لرم يو قال
زه څه، خداى په کښلي مخ باندي مين دى
ګوره احسن القصص په استدلال
نه مي طمع له چا ده چي مدح گوى شوى
نه مي چا سره لباس شته، نه ټيټال
که د هجوي له غندني درته وايم
فردوسي مې په دا کار کي نه دى سيال
فردوسي لري څو بيته له محموده
زه لرم د اورنګزېب د ذم جوال
چي د دور شاهنشاه د ذم لايق شو
د غندني ګڼه هر يو آق سقال
ما هم هېڅ تقصير په ذم د چا و نه کړ
د اورنګزېب بادشاه په غاړه دا وبال
په دوران يې درست جهان سره ګډوډ شو
ته به وايې زمانه شوه د دجال
خدايه، هومره مهلت ورکړې په دنيا کي
چي کاږه کارونه سم کاندې خوشحال
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
د توري او قلم بابا
رښتيا هم وايم، خوشالي د ملت هم
غواړمه
عجب ساده يمه لا سر سلامت هم غواړمه
كه ستورى نه يم د اسمان تمنا هم نه
كوم
كه يم ګلاب نو بيا د خاورو قربت هم
غواړمه
د تورو سترګو په خبره دي ښه وپوهېدم
خو د سرو شونډو له جانبه دي ست هم
غواړمه
زه چي راغلى ومه، تا ته مي سپارلى و
زړه
نن زه هم ځم او هغه خپل امانت هم
غواړمه
په سترګو خوند، په ګوتو درد راټولوم
دروېشه
ګل ته كه ځم نو د اغزي نزدې كت هم
غواړمه دروېش درانى
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار دروېش
استاد عبدالرحمن پژواک د قاضي عبدالله زوى په ١٢٩٨ هجري لمريز کال کي دې نړۍ ته سترګي وغوړولې. پژواک د افغانستان يو نوموتى شاعر، عالم او سياست پوه و. استاد پژواک ، د ١٣٧٤هجري لمريز کال دغبرګولي په ١٨مه د پنجشنبې په سهار ،
د١٩٩٥زيږديز کال د جون د مياشتي ٨مه چي داسلامي نړۍ له وير او ماتم يعنې
دعاشورا له ورځې سره سمون خوري، د شپږ اويا کلنۍ په عمر له دې فاني نړۍ څخه
سترګي پټي کړې . _ انا لله و انا اليه راجعون)
د
حمام لُنګ
په
ظاهر کي ډېر خیالي دي دا وګړي
په
باطن کي زښت خالي دي دا وګړي
په
عمل کي ئې بری موندلی ندی
په
وینا کي بریالي دي دا وګړي
نه
ئې نوم شته نه ئې نښه خپل وطن کي
امریکا
کي نومیالي دي دا وګړي
د
پردي په غلامۍ کي رقابت کړي
ټینګ
ولاړ په خپل سیالي دي دا وګړي
تَبَعه
د امریکې شول دا بې ننګه
ګوره
هسې ننګیالي دي دا وګړي
په
دنیا کي خو شتمن او مستان ګرځي
خو
محشر کي ډېوالي دي دا وګړي
واړه
واک ئې د پردي خو په وطن کي
مدعي
د واکمني دي دا وګړي
لکه
لُنګ دي د حمام واړه "پژواکه!"
د
هر تن د ځان کالي دي دا وګړي
استاد عبدالرحمن پژواک
د "بانوی بلخ" له
مجموعې څخه
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
پژواک
دل
پښتون دلدار پښتون ریبار پښتون
عشق پښتون نظر پښتون پرهار پښتون
ننګ دی که غیرت دی په همدې کي دی
شان پښتون ټوپک پښتون دستار پښتون
...
تل به ئې په زړه کي احترام کوم
دود پښتون دستور پښتون رفتار پښتون
جنګ، جهاد مېړانه د پښتون مانا
پښت پښتون منصور پښتون هم دار پښتون
سر ښندل بایلل ئې دي په خټه کي
ننګ پښتون فرهنګ پښتون انګار پښتون
هرڅه ښکلي ښکلي په پښتو کي دي
خیال پښتون احساس پښتون قرار پښتون
نه خوښوم پرته له پښتون مینه
ته پښتون هغه پښتون ټول آر پښتون
تل به ئې بازار د مینې ګرم وي
سیند پښتون منګی پښتون نګار پښتون
خوند کوي فقط له پښتنې سره
ټیک پښتون، پیزوان پښتون او هار پښتون
پورته شه ساقي د میو جام ډک کړه
غم پښتون هوس پښتون خمار پښتون
وخت د نو بهار دی غږ ترې پورته کړه
ساز پښتون آواز پښتون بهار پښتون
دا به زما تقوا همیش ملګرې وي
شعر پښتون قلم پښتون شعار پښتون
له مصطفى پسرلي څه په مننه
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
د ليکوال له فيس بوکه
دا
وني، بوټي، واوري او ګلونه مي وطن دى
دا غرونه مي هډوکي دي دا خاوره مي بدن
دى
بېشکه چي بې وسه يم خو نه داسي ورک نه
يم
په موټي کي مي اوس هم خپله خاوره خپل
وطن دى
ته څوک يې؟څه دې نوم دى؟څه به ته
څه به دي زور وي
ددې خاوري د زور خو؛ نه دهلي او نه
لندن دى
داته څه يې دا ستا د ځانه څه طمع پيدا
شوه
زمونږ خو هغه ځان دى چي په دې خاوره
مين دى
که لاس دي ورله ور وړو د زور به يې
خبر شې
ګرېوان د پښتون مه ګوره که هر څومره
خيرن دى
خبر يې چي په دې وطن کي سر لرې سردار
يې
دا سمه پښتونخواه ده دلته هر څوک قدر
من دى
د ميني په وخت مينه وي د توري په وخت
توره
بس دا زما د قام د هري نري پېغلي فن
دى
نور نه کښېني ورځي د مغل خېلو خبر
اخلي
خوشحال راپاڅېدلى دى شلولى يې کفن دى
نه، نه زړه په غلطه يې په دې سړي
تېروځي
نه داسړى زه پېژنمه دى خو دروغجن دى
چي هرڅه يمه، يم نه دروغژن نه منافق
يم
چي کوم داغ مي په زړه دى هغه داغ مي
په لمن دى
د ډېرو پسرلو په دعا جوړ نه شو صابره
هم هغسې خوږېږي هغه زخم دى زولن دى ارواښاد صاحب شاه صابر
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
ارواښاد صابر

د يوې نوم ورکي پېغلي د زړه ږغ
عمر مي بس
دغه و
چي تير په دغه رنګ شولو
يو خوا عشق يي
يوارمان کي
يو، جنون کي
يو لټون کي
بس په تا پسي جانانه
زما په خيال کي ته وې
زما په خوب کي ته وې
زما په زړه ، زما ځيګر زما احساس کي ته وې
نو ځکه ما درپسې
لاري سار کړلې
تياري رڼا کړلې
شپې مي سبا کړلې
په دې لټون کي ګله
کله خندلي مي دي
کله ژړلي مي دي
د وسوسو په ټال کي
کله ځنګلي مي دي
ستا په تلاښ کي جانه
ما خپل ژوندون وبايلو
سترګي نظر ، سترګي ځيګر مي بايلود
ژړ ماځيګر ، ستړی ماښام او سپين سهر مي بايلو
خو اخير ومي موندې
داسي ښکاره سوه راته
چي ته هم زما په تمه
په انتظار وې زما
خو
تاته چي ما وکتل
سترګو دي سوال وکړ
چي
اې د ښايست ملوکې
تر اوسه چيرته وې ته
تر اوسه چيرته وې ته
تر اوسه چيرته وې ته
بيا لږ حيرانه سولې
لږ پريشانه سولې
چي ددې تيارو لارو نه
ددې اوږدو لارو نه
څنګه راتيره سولې
څنګه راتيره سولې
ما ويل خدای غني باچا دی
اوريدونکی د هر چا دی
که ژوند غواړي لږ دمه وکړه
دا غه نن شپه دلته وکړه
وای چي لوی الله
لوی الله لوي يې دربار دی
درکوي يې درکوي يې
درکوي يې درکوي يې
ما ويل تنده مي شپه ماته
ټول غمونه مي شوه شاته
اوس به ټول عمر خنديزم
نور به چيري نه ژړيړم
نور به چيري نه ژړيږم
نور به چيري نه ژړيږم
خو
چي ځان ته مي لږ پام سو
نو وماته جوړ ماښام و
د مستۍ په ميکده کي
خالي شوی زما جام و
زما سترګي سوې بې نوره
شونډي يخي بې سروره
خوشحالي لاړه پناه سوه
د زړه خونه مي تالا سوه
نو
څنګه به تالره درځمه
څنګه به ستا ديدن کومه
څنګه به تا محسوسومه
څنګه به تا زه ښکلومه
اى زما د سترګو توره
اى زما د زړه کراره
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار
بیا راغـلـــی
پروطــــــن دی نوبهـــــــار
بیا نسیــــــم غـــــــوټۍ شیـــندلي پرگلزار
شپې ځـــــــولۍ دپرخي راوړي ترگلــونو
غــېږه ډکــــه له شبنــــم اخلي ســــــــهار
بیا
دغـــــــرو لمني مستي کــړې شپـېلیــو
بیا جوړه شـــــــــوله شپانه سره مالــــدار
بیا لښـــــــکر د مـــرغـکیـــو دی راغـلی
بیا بورا گل ته سیـنــه سپــــــړي په خــار
له
ســــــــړوبادونــوتـللي تـــــــوتکۍ دي
را ستنېـږي چی لښـــــــکر لښــکرپه وار
د شینکي آسمـــان سینه له زاڼوښـــــــکلې
غــاړگۍ کی ورته جـــــوړه هــــــرکـتار
له
باغــــــونو له ځنـــــگلونوپورته کېږي
د بلبــــلو ترانې هــــــــــزارهــــــــــــزار
بیا تشېــــــږي ډک جامـــونه د ســـرومیو
بیا دخــــم څنـــــگ ته پراته دي توبه گار
بیا
ســـــاقي دی له مستۍ څخـه زنگېــږي
بیــــا دزړولــــه کلي کــــــوچ وکړخـمار
بیا حمــــــید په شنه پیـاله کي می راوړي
پرشین زړه لري دســــــروشــونډوپرهار
بیا
خــــــــوشــال د پښتنو په تورو ویاړي
غــــوړېـدلی په اهــــاړکی لالــــــــه زار
د ســـــاقي له گوتــوســـره بڅــري اوري
له محفله عــــقـــل کوچ کــــــــوي په وار
له
مطــــــرب ســره شهـبازاورباب ناڅي
له نغمــــــو پاڅي لمبـــــــــې کــرارکرار
شیخــــه نن به له مستیو امـــان غـــواړې
چی زلمی ســــــاقي راغـلی دی پـر ښـار
ددښتـــــــولمني
سرې دي له غــــــاټولــو
ږغ دزرکوشــــورا پــــــورته له کهــسار
څه نارې دي څــه مستۍ دي څه آســــونه
څه سخي دی څه جنـډۍ ده څـه مــــــزار
گل
غــــــونډۍ ته ارغـــــوان دی راوتلی
بیا یې ناوې کړه سینـــــگاردچــــــاریکار
پردښتــــــونود پېغـــــلوټـــوځـــي
پلټــني
له امــــو تر اباسیـــن اوکنـــــــــدهــــــار
مبــارک دي
وي گلــــــونه د نارنجـــــــو
پرې ټولېــږي چی زلمي د ننــــــگرهــار
کلي کــــورته یې درنگ جامې اغــوستي
گل یې پوري دی په ســـــــرو په چنــــار
څه ســندري
څــه چاربیتي څه غـــــزلــي
څه مطــرب څه ملنگ جان څه یې اشعار
د کلات پرخـــړه خاوره لمبــې ناڅـــــــي
د بادام ونو سپــــــــــــړلــــی دی انـــگار
شگوفــویې له
سالودی رنگ دی اخیستی
که ســـــالو ته شگـوفــــو کړرنگ تیـــار
په لمـــن وهي پېغلوټي ســــــره گلونـــــه
په اوربل کی یې ټـــومبــي کتار کتــــــار
سره
غـــورځکه ده په زړه دارغنــداوکی
کنـــــدهــــــــارراوړي گلـــــــونـه د انار
د نارنــــج او د بادام پـه سیــــــــالي
وزي
را ایستـــلي یې ښــــاخـــونـه دي گلنــــار
له بېد مشکو
سره ځي کاروان د مشــــکو
ترختنه یې نسیــــــــــم وزي پــه ښــــکار
هره ونه یې پوښــــــــلې ده لـــه
گلــــــــو
لکه ښــکلي پېغــــلي نه غواړي ســینگار
در واري دي
ســـــم کــــوڅې د باتورانـو
غبرگي ستــــرگي دي ړندې سي د اغـیار
په پېــــړیو په دې غرونو دې دښـــتو
کي
شول لښـــکرد میــــرڅمنــــوتار پـــه تار
نه په برخه
یې سپــــــرلی شــــونه گلونه
نه یــــوه شېبه چـــــا کړی دی قــــــــرار
دا وطـــن په قــــــــــوالـه دی د
زمــــریو
په میــــراث یې پســـرلي وړي له پــــلار
ما ویل چی
بیــــا به دلتــه پســــــرلی وي
بیا به رنگ د گلــــو نـه راکـــــــــوي لار
له خیبـــره تـر مــــالانه بـه وطــــــن
وي
له پنجــــشېره ترهلمنـــده کــــورد یـــــار
غـراو سمــه
هره لوېشت به یـوکهول وي
راتــــه زېــری دی راوړی نن رویبـــــار
وایی ږغ دی د ســـورنا او د ډولـــونـــــو
کجــاوې دي چې راځـي پر اوښــــــو بار
پــــه
یـــوه ناره اتـــــــــڼ تـه دي وتــــلي
ځوان بــوډا یـــــې گل ټــومبــلي پردستار
د ښـایستـــوپېغلانوشرنگ دی په دښتوکی
پراوربل یې دي بوتکۍ په غـــــاړه هــار
له
باغـــــــو راځي نغمـــــې د چـڼـچـڼـیـو
لـه ویالـوراځــــي ږغــونـــــه د آبشـــــار
له گـــــورم سره نارې د گـــــوروانانــــو
د آســـــونو له پښو پــــــــورته دی غــبار
ږغ راځي د
شهیــدانــــــو لـــــه جــنـډیـو
مبـــــارک دي وي نعـمـــت د کـــــردگار
زمـــــوږد وینوبرکت دی چی سپرلی دی
تروطــــن موکړل زلمي ســرونه جـــــار
اوس یې
وســــاتۍ زلمیـو بــــــوډاگانــــو
هم په وینوهـم په مټــــــو هـــــــم په زیار
هري لوېشتي یې له وینــــورنگ اخیستی
له ښـــــارگــــه دغـــــازي اود ســــــالار
مخ به
تــــوروي دخـزان په دې وطن کي
که پیــدا مـــــو مشــــــران کړل ایـمانـدار
هېـــــریې نه کی ســـره زخمـونه د زلمیو
پردې مځــکه د چـــا نه شــــــی منت بار
ددې
خــــاوري یوڅښتـــن دی یوملت دی
چی پردي نه کړی دخپـل قســمت واکدار
دې وطن کی چی اوسېــــږي یوافغان دی
نه غــــــــــلام پکښـــــي پیدا دی نه بادار
چی یې بېل
گڼي دښمــن دی ددې خاوري
یا یې بولۍ لېــــــــونی ، نه دی هــوښیار
مبارک مـــــــــو پســرلی شـــه
افـغانانــو
ترقیـــــــامتــه دي ژونـدی وي دا بهــــار
څوچي
ستـــوري دآسمان پرسینه ښکاري
چی زمــــان وي چی لا لمــرکـوي رفتار
د افغــــــــان ولـس بیــرغ به
لارپېـــــږي
لا به ســــرې ســــکروټـي پاشي پراغیار
قصیــــدې د جهــــــــــاني به ویـل کـېږی
پر سخی، پـرگل غــــونډۍ ،پر
شــــالمار
چی
زمان وي چی لا لمـــــــــر کــــــــــوي رفــــتار د
افغان اولس بیـــــــــــرغ بــــــــــه لا رپــــــېــــږي لا
بــــــه ســـــــرې سکـــــــــروټـي پاشي پر اغیار قصیدې
د جهاني بـــــــــــــه ویـــــــــل کـېـــــــــږی پر
ســــــــــخی، پــــــــر گل غونډۍ ،پر شالمار. ٢٠٠٥-١٥-٢ ویرجینیا
عبدالباري جهاني
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
پسرلى
د ارواښادي کريمې فيض زاده رسولي يو غزل : د سترګو فتنې --------------------------------------- دا دسترګو په كاسو كي چي فتنه وړې د زړه سر مي بيا په كومه بهانه وړې؟ چي د غبرګو سترګو تور دي نيمه خوا كړه څه حاجت دئ، چي پر شونډو نن خواږه وړې خپل ايمان دي په محراب كي وو، پلورلئ! چي نفس مي د پردو په اشاره وړې هغه (شان) دي تر چوخې لاندي برباد كړ په لستوڼي كي چي پټه پيمانه وړې زما له اوښكو هم وېرېږې، ښه پوهېږې ګرېوانه ته چي مي ګورې كناره وړې سر پر سترګو مي د دار مرګى قبول دئ دا رسۍ ته چي مي غاړه نذرانه وړې زما وينو هم بل قسم رنګ اخيستئ دا چاړه كه دي په وينو تكه سره وړې (۳۰- ۱ – ۱۳۷۱ ل .) کوئټهد خليل سروري نه په مننه
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار
څۀ خواږۀ کاتۀ کوي
ميني له مي زړۀ کوي
څۀ د قهر اور کري
څۀ د غضب تلۀ کوي
عشق او صبر اور ، اوبۀ
هيڅ ګوزاره نۀ کوي
ستا پۀ غم غني زړونه
نور غمونه څۀ کوي
هر پرهر مي هاغسي
اور کوي اوبۀ کوي
څۀ هغه يو ښکلی به
چا، چا سره ښۀ کوي
هر څوک خو صابر نۀ وي
هر څوک ښکلي څۀ کوي
صاحب شاه صابر
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غزلزار
مناجات
لويه خدايه
درنه غواړم ، بيا خپلوک افغانستان مي
هغه غرونه پټ په واورو، هغه لعل د
بدخشان مي
شګوفې مي
دبادامو، ګل غونډۍ او ارغوان مي
سره ګلونه د انارو، کندهار غېږ
د جانان مي
بوى د ګلو د
نارنجو، ننګرهار ښکلي زلميان مي
له آمو تر ارغندابه، يوه کړيکه يوه
ميدان مي
خدايه داسي وطن
غواړم، چي مي خپل پکښي واکمن وي
چي قومونه سره خپل وي، د يوې ابۍ زامن
وي
داسي ملک در
څخه غواړم، چي مي خپلي وي پلټني
غرونه خپل، سيندونه خپل وي،
زموږ کيږدۍ وي پکښي پلني
چي په زړه د
توپانو کي، لکه غر هسي ولاړ وي
نه واورين ژمى ئې مات کي، نه ئې ويره
له اهاړ وي
چي مي کلي، چي
ښارونه، په پښتو راته ګړيږي
چي مي غرونه پښتو وايي، په سيندونو کي
بهيږي
چي په ليکم حماسې مي، د ازل د شمله
ورو
چي په اخلم جنازې مي، د نړۍ د زور ورو
چي ليلا پښتو
مي نه وي، زه د چا ښکلا به ستايم
زه به چاته نظم ليکم، زه به چاته غزل
وايم
کومه ژبه
به مي ستايي، د کيږديو دنګي ښکلي
کوم نسيم به راته راوړي، بوى د ګلو د
سنځلي
خدايه! پڅه خو
ئې مه کړې، د خوشال فولادي توره
تر قيامته درنه غواړم، پر اورنګ باندي
مور بوره
دې پېچومو، دې
دښتونو، توپانونه دي ليدلي
د پېړيو سرکښانو، پرې آسونه ځغلولي
له سکندره تر
فرنګه، مات ليچونه دي وتلي
پرهارونه ئې خوړلي، ککرۍ ئې رغړېدلي
نن که يو بل
سره وژني، خير دئ، پوه به سي نادان دئ
هى قربان ئې تر بګريو، زما اولس دئ،
زما جانان دئ
يوه ورځ به
داسي راسي، چي قومونه سره خپل وي
په يوه خوله به ږغېږي، يو به کور يو
به مورچل وي
ړندوي به غبرګي
سترګي، د لستوڼي د مارانو
نه به نوم د دُراني وي، نه به څرک وي
د غلجيانو
مونګ او موږ،
پختو، پښتو به په يوه ژبه ګړېږي
سېب، مڼه، ونه او درخته، سايه سيورى
به يو کېږي
نه به لاس د
مېړنيو، د خپل ورور په وينو سور وي
نه به وينو ته څوک تږى، د کاکا او د
تربور وي
نه مرمۍ به پر
کورونو، د خپلوانو اوروي څوک
نه قبرونه هديرې به، په تربرونو ډکوي
څوک
يو ملت ، يو به
بيرغ وي، يو به خداى، يو به ايمان وي
يو وطن ، يو به لښکر وي، يو قانون، يو
به پيمان وي
نه قلا به مو
ټانکونه، د پرديو سي ويشتلاى
نه واسکټ به د مرګي سي، څوک په ځان کي
اچولاى
دا وطن به وي د خپلو، دا به مېنه د
وروۍ وي
دا هيواد به وي د سولي، دا به کور د
خپلواکۍ وي
په يوه آواز به
وايو، ترانې د پخوانيو
په يوه ژبه به ستايو، کارنامې د
مېړنيو
دا قلا د مسجدي
ده، دلته کور د ايوب خان دئ
دا مقتل د شاه شجاع دئ، دا مورچل د
اکبر خان دئ
دا وطن د پښتنو
دئ، دا وطن دئ ، د تاجکو
دلته کور د هزاره دئ، دلته اور دئ، د
اوزبکو
له پېړيو دلته
اوسي، په پېړيو به اوسېږي
په ازل کي سره خپل وه، په قيامت به
جلا کېږي عبدالباري جهاني
١ جولاى ٢٠١١
ویرجینیا
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
د جهانيانو جهاني
|