کله چي ګيلاس ته تر اندازې زياتي اوبه ورواچوې، اوبه له ګيلاسه تويېږې؛

په دې کي ګيلاس ملامت نه دئ، ملامت ته یې، چي تر اندازې ډېري اوبه ور اچوې!

#هدفــ: کم اصل ته تر حد زيات عزت او درنښت ورکول، خپل ځان سپکول او وخت ضائع کول دي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹


د رياضي ښوونکي و خپلو زده کوونکو ته تر پر تخته وليکل:
9*1=7
9*2=18
9*3=27
9*4=36
9*5=45
9*6=54
کله چي ئې معادلې وليکلې، زده کوونکو ته ئې مخ ور واړاوه؛ له زده کوونکو څه بې اختیاره وخندل سول؛
استاد وويل: ولي مو وخندل؟
يو زده کوونکي اشاره وکړه، ويل اوله معادله مو غلطه ليکلې ده!
ښوونکي ورته وويل: ما قصداً اوله معادله غلطه وليکل، چي تاسو ته نن يو مهم درس درکړم؛ دنيا به ستاسو سره همداسي چلند کوي، لکه چي تاسو چي يې وينئ؛ ما پنځه معادلې سمي ليکلي، خو تاسو هغو ته هيڅ اهميت ورنه کړ، ولي زما پر يوه تېروتنه مو قضاوت وکړ او ومو خندل؛
دنيا ستاسو د بريالیتوبو او ښو کارو په خاطر ستاسو ستاینه او مننه نه کوي، بلکي په يوه کوچنۍ تېروتنه مو ملامتوي.
#هدفــ: د نورو د منفي قضاوت په وړاندي هيڅکله زغم له لاسه مه ورکوئ!
#د_قانع_ژباړه

:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

#انسان تر ټولو ناپوه مخلوق دئ، ځکه چي هره بدبختي له خپله لاسه ورپېښه ده؛ انشټين وايي: انسانانو اټم بم جوړ کړ، خو هيڅ موږک ځانته تلکه نه ده جوړه کړې.



:: اړونده موضوع: زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

د مار سر د نجار له ارې سره ولګېد، فکر ئې وکړ، چي ارې حمله راباندي وکړه، د غچ اخیستلو په هدف ئې پر اره سخت ګزار وکړ، نور هم زخمي سو، غوصه ئې لا ډېره سوه؛ په ټول قوت سره ئې ځان پر اره را پېچئ، خو اره ئې ماته نه کړه، بلکي ځان ئې پکښي بايلودئ.

#هدفــ: بې ځايه قهر او غوصه مو نه یوازي هدف ته نه رسوي، بلکي د لويي ناکامۍ سبب مه هم ګرځي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

د زړه خبره و زړګي ته پټ له زړه کومه

دنيا دوه مخې ده، په چا اعتبار نه کومه

بېلتون دي هسي را سره دئ لکه روح د وجود

د‌ دم په څېر دیدن د سترګو په رپ زه کومه

هر يو غليم پخپله خوښه په نوبت راولو

وير او ماتم پر خپل کاله باندي بیا څه کومه

لکه د لمر او سپوږمۍ داسي زندګي تېروو

په جدايي کي هسي مينه ډېره ښه کومه

چي د مرګونو کښتګر پکښي ريبي سرونه

په ويــنو لــژنـده پټـيو بانــدي تله کومه

چي ئې خدمت د خپلي خاوري وي په حقه کړی

داسي خادم ته پټ دعا، سلام په خوله کومه

د هر موسم جلا خوندونه وي جلا خاطرې

په دغه عکس کي کیسه د خوږمن ړه* کومه

*ړه=زړه، پېښورۍ اصلاح

د سلواغې۴مه۱۳۹۹



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

لقمان حكيم و خپل زوی ته وويل: زويه؛ که په دې پوهېږې، چي خبره دي د سپينو زرو ارزښت لري، پر دې هم باور ولره، چي چوپتيا دي د‌سرو زرو ارزښت لري.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

ملنګ يو بډای ته وويل: زما او ستا پلار خو آدم او مور مو حوا ده، نو په دې اساس موږ سره وروڼه يو؛ ته چي څونده شتمني لرې، بايد د ورور په څېر برخه راکړې.

بډای نوکر ته وويل: ملنګ ته يوه روپي ورکه!

ملنګ ورته وويل: خانه په وېش کي مساوي برخه ولي نه راکوې؟

بډای ورته ويل: چپ سه، که اوس دا نور وروڼه در خبر سول، دا يوه روپي هم نه در رسېږي!

#هدف‍ــ: هر يو د خپل عقل په اندازه فکر کوي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

دا خوب يې لو پرده ده، په ويښتيا کي سره وژني

پښتون د شپې پيره وي، په رڼا کي سره وژني

د تورو واری نه کوي، نه ډز د تور ټوپک کړي

د دوو سترګو په جنګ کي، په خندا کي سره وژني

بابا او د حوا له عشقه، دا جهان ودان سو

زامنو مېنه ړنګه کړه، دنيا کي سره وژني

شٙکوَه مي له فلکه او تقديره څخه نه ده

احساس او وجدان دواړه، په جفا کي سره وژني

د شمعي او پتنګ ياري ټاکلې له ازله

له يو بله جارېږي، په خطا کي سره وژني

نه هغه يهوديان دي او نه دغه کافران دي

د بل په اشارو او په فتوا کي سره وژني

حاکم د میکدې دئ، هم قاضي د ميخانې دئ

جامونه قاتلان دي، په نڅا کي سره وژني

نه ښکلی سوې پخپله، نه د ښکلو امتي سوې

قانع بدرنګه ښه يې، دوی ښکلا کي سره وژني

د جدي ۲۵مه ۱۳۹۹ل.



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

له خپلي مېرمني سره هره ورځ د لسو دقیقو لپاره پر يوې اختلاف نظر موضوع بحث وکئ؛ بې وېري او بې غوسې، په ډېر راحت سره و ږغېږئ.

که مو تر منځ کومه ستونزه را نه غله، نو تاسو يوه بريالۍ جوړه ياست؛ که مو خبره خپګان ته تلله، تاسو په ګډ ژوند کي ستونزي لرئ، ښایي چي ژر تر ژره ځان اصلاح کئ.

#کورنۍ_ارواپوهنه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

وايي افریقا ته ئې د بشري خواخوږۍ په اساس درمل ولېږل، خو دې درملو يوه ستونزه درلوده؛ پر درملو ليکل سوي وو، له غذا وروسته خوړل کېږي!

افريقايان اصلاً د غذا له کمښت سره مخ ول!

 



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

#خرافات جالبه ده وئې لولئ!

وايي په هند کي د انګلستان سفير په موټر کي روان وو، يو هندی ځوان ئې وليد، چي غوا په لغتو وهي؛ (غوا هندوانو ته ډېره مقدسه ده.)

سفير ژر له موټره را کښته سو، غوا ته ئې ور وځغستل د غوا په مچولو ئې شروع وکړه؛ په دې وخت کي غوا بولي وکړې، سفير ژر د غوا په متيازو ځان او لاسونه پرېولل.

تماشي هنديانو چي و غوا ته د انګرېز دا درنښت وليد، ژر ورغلل، غوا ته پر سجده سول او هغه هندي ځوان ته چي غوا ئې په لغتو وهلې وه، سخته سزا ورکړه.

له سفیره خپل ملګري په حيرانتيا سره پوښتنه وکړه: ولي دي داسي وکړه!؟

سفير ورته وويل: ددې پوه هندي ځوان يوې لغتي د هند فرهنګ پنځوس کاله مخ ته کاوه؛ خو ما ئې په دې کړنه سره د پرمختګ مخه ونيوله.

#هدفــ: جهالت او خرافات د يوې ټولني د پاته والي او شاتګ تر ټولو لوی لاملونه دي؛ هغه خلک د ټولني د پرمختګ لوی سخت دښمنان دي، چي په ټولنه کي جهالت او خرافات په کلتور کي شاملوي، وده ورکوي او پالي ئې!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

#تولستوی وايي: کله چي يو مجلس ته ورځې، ستا معرفت ستا لباس کوي؛ خو کله چي له مجلسه ځې، ستا معرفت ستا له افکار او ستا خبري کوي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

یو پوه وایي، د خوشحالۍ لپاره يو بانه پيدا که؛ کېدای سي، خوښي دي عمر در ډېر نه کړي، د خوشحالۍ ډک ژوند خو به درباندي تېر سي!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

يو عالم د نصیحت په ډول وويل: تاسو به په روغتون کي ناروغان ليدلي وي، چي هر یوه ته د هغه د ناروغۍ مطابق خواړه ورکول کېږي؛ یوه ته غوښي، وریجي او میوه مقرره وي؛ بل ته يوازي وریجي، بل ته يوازي ميوه، بل ته ساده ښوروا، بل ته يوازي اوبه او بل ناروغ ته هيڅ شی نه ورکول کېږي؛ جالبه داده چي هيڅ ناروغ ددې پرهېزدانې شکایت نه کوي او نه ئې ردوي؛ خو کله چي الله ج انسانانو ته د هغه د ژوند مطابق رزق مقرروي، د انسان شور، فریاد او غوغا تر اسمانه رسېږي.

#هدفــ: پر دې باور ولرئ،چي د الله ج ورکړه له حکمته ډکه او پر حساب بناء ده!

په حرص که مخ دځمکي کړې پاره

رابه نه وړې ترنصیب زیاته ذره

په حرص پسي ډېر مه ځغله هوښیار شه

په اسره ، اسره سړی شي مسخره



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

اسلام معنی سلامتيا، عدل او انسانیت؛

په کم ځای کي چي امن، عدل او انسانیت نه وو، پوه سه چي هلته اسلام سم نه دئ حاکم سوی.



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

په منځنيو پېړيو کي کلیسا د خرافاتو د خپرولو منبع وه؛ يو ځل کلیسا اعلان وکړ، چي پيشي شیطانه ده، ټولي مړې کئ، چي د شیطان له شره خلاص سئ.

د کلیسا په امر د پيشيانو په وژلو سره موږکان ډېرېدل، چي په نتیجه کي د طاعون ناروغي خپره سوه او په میلونونو انسانان ئې مړه کړه.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۳

د موچي د اوبو له کټوري سره د يو نفر پښه و موښته؛ موچي په قهر له خپل کاره سر راپورته کړ؛ سترګي نه لرې، تر پښو مي لاندي کيې، څه پېښه ده، څه کیسه ده، چي لګه درګه مو جوړه کړې ده!

سړي په خورا خوشالي ورغبرګه کړه: احمدشاه مرهټی وهلی، هندوستان ئې فتحه کړی دئ، جشن لمانځو!!!

موچي په ډېره بې پروايي ورته وويل: د زرغونې زوی اوس دونه سو، چي هندوستان ونیسی، دورې ئې وله، ماته يې ډېر باله باله مه کوه!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۳

پلار و خپل زوی ته د اولي کليزي په ورځ وليکل:

زوی جانه د پسرلي، دوبي، مني او ژمي موسمونه دي وليدل؛ له دې وروسته هر څه تکراري دي، بېله يوی میني او مهربانۍ!

#نیما_یوشیج



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۳

نشه په قتل د خپل قام ماتوو

خمار د سرو وینو په جام ماتوو

تسبیح په لاس په خوله ثنا د يو رب

په زړه کي مینه د رام رام ماتوو

زموږ ادعا ده له ازل غلطه

خپل انساني حدود په پام ماتوو

شانه د سترګو ئې پر مخ تېروو

په بڼو زلفي لکه لام ماتوو

څومره ساده څومره عظیم خلک یو

لو دښمني په يوه سلام ماتوو

سهار توبه له سرو شرابو کوو

د می کدې پيالې په شام ماتوو

قانع

ده بوري، کابل ۱۳۹۹/۹/۱۸ل.



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۳

د خزان طلایي پاڼي، ستا د زلفو په څېر ژړي

د پرون سبزه يې هېره، نن له ژونده باسي زړي

میکده ده ړنګه سوې، خیام لاس تر زني ناست دئ

می فروش دئ دو بایللی، په لاسو کې د قید پړي

ستا پر سرو سکروټو شونډو، دم په دم زما سفر دئ

بوسه‌اخلم ایره کېږم، باد مي کړي پورته لوخړي

نن هلال یې سبا بدر، له سپوږمیه تروږمۍ سې

کرشمو دي لمر سوځلی، تا خوښۍ دي ځني وړي

نڅاګره غلې ناسته، د نغمې اواز خاموش دئ

شیخ شراب او رباب دواړه، و غلمانو ته ور کړي

نه د وصل تلوسه کي، نه د هجر اندېښنه کي

له هر آهه سره درومي، د خوږمن زړګي بڅري

قانع

۹۹.۹.۹ 



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۳

شرمښ ته مي وويل: ژوند کول را وښیه.

ويل: والوزه!

ومي ویل: که والوزم، پښې مي ماتېږي.

ویل: زه دي نیسم.

والوتم، خو ولوېدم، پښې مي ماتي سوې.

ویل: اول درس؛ په هیچا باور مه کوه!

 



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۳

د دوبي په ګرم موسم کي د مالګي په يو کان کي کارګه ځاله جوړه کړې وه؛ ددې کان سره نژدې په غره کي يوه چوغکه اوسېدله؛ یوه ورځ چوغکه په مالګه اړه سوه، کارغه ته ورغله، ويل: کارګه لالا لږ مالګه خو راکه!

کارګه ورته وویل: مالګه نه درکوم، که زه و هر چاته مالګه ورکم، ټول کان به خلاص سي.

چوغکه نااميده ځني روانه سوه؛ موسم تېر سو، ژمی راغئ، بارانونه وسول، د مالګي کان ویلي سو، د کارګه ځاله هم اوبو یو وړه.

کارګه مجبوره سو، د چوغکي کور ته ئې پناه یوړه؛ د کور په دروازه کي ورته ودرېدئ، ویل: چوغکي انا د کور په دروازه کي به ځای را نه کړې!

چوغکي ورته وویل: کارګه راغئ، کارګه په تبۍ تور راغئ، د مالګي ئې پېغور راغئ، راځه سپیه کارګه!

لږ ګړی وروسته کارګه بيا پر چوغکي ږغ وکئ، ویل چوغکي انا د کور په منځ کي به

ځای را نه کړې!

چوغکي ورته وویل: کارګه راغئ، کارګه په تبۍ تور راغئ، د مالګي ئې پېغور راغئ، راځه سپیه کارګه!

کارګه چي لږ پر ارامه سو، بیا ئې چوغکي ته وویل: چوغکي انا دا ستا و بل کړي اور ته در نژدې سم، ډېر لوند یم، چي لږ وچ سم!

چوغکي ورته وویل: کارګه راغئ، کارګه په تبۍ تور راغئ، د مالګي ئې پېغور راغئ، راځه سپیه کارګه!

#هدفــ: هدف ئې نو تاسو ولیکئ!

#فوکلوریکه_کیسه



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۳

یو سړي د تحقیر په نیت یو مېږی په ګوتو کي ټینګ ونیوئ؛

مېږي پر وخندل، ویل: اې مغرور انسانه تکبر مه کوه، په قبر کي زما او د نورو له پاره ډېر خورک نه یې!

#هدفــ: د واک او قدرت په وخت کي خپل ځان مه ورکوه، سبا ته فکر کوه!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۳

یو ځوان ناروغه وو، اشتهاء ئې نه وه، هیڅ شي ته ئې زړه نه ښه کېده، معدې ئې شی نه قبلاوه.

طبیب ورته وویل عسل وخوره؛ ځوان ویل، نه ئې خورم، بېرېږم هسي نه زړه مي را بد کي.

طبیب ول ویې خوره، مه بېرېږه زه درسره یم.

ځوان عسل وخوړل، معده ئې ښه سوه، رک روغ سو.

طبیب ورته وویل: پوهېږې، ولي دي معدې عسل ومنل او ژر ئې هضم کړل؟

ځوان ویل: نه، نه پوهېږم!

طبیب ویل: عسل یوازینی طبعي خوراک دئ، چي ستا تر هضمیت مخکي یو ځل مچمچۍ هضم کړي دي، ځکه نو ستا پر معده ښه ولګېدل او د معدې دوا دي سوه؛ که ته غواړې، چي خلک ستا خبره ومني او رد ئې نه کړي، نو هڅه وکړه، چي مخکي تر خبري کولو اول خپله خبره د مچۍ د عسلو په څېر په خپل مغز کي هضم که، بیا ئې پر ژبه راوړه!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۳

په نوره نړۍ کي په هرو لسو کوچنیانو کي یو هوښیار او نهه کمعقله زېږي، خو زموږ په هیواد کي په هرو لسو کي نهه هوښیار او یو کمعقل زېږي.

نو بیا ولي نړۍ دونه پر مختللې او موږ شاته پاته یو؟

هغوی ځکه پر مختللي دي، چي د نهو کمعقلانو پر سر یو هوښیار مقرروي، موږ ځکه شاته یو، چي د یوه کمعقل پر سر نهه هوښیاران مقرروو.

#هدفــ:په ډېرو قصابانو کي غوا مردارېږي!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، اولسي ادب
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۳

یو پاچا زمری ساتلی وو، په اوونۍ کي ئې یو پسه په خورک ور کاوه؛ پاچا ته خبر راغی، چي د زمري ساتونکی هر وخت د پسه یو ورون غلا کوي.

د پاچا په امر د زمري پر ساتونکي دوهم نفر د څارونکي په توګه وګمارل سو؛ څه وخت وروسته ساتونکی او څارونکی سره جوړ سول، د پسه یو ورون یوه او بل ورون ئې بل غلا کاوه، زړه او اینه ئې هم په ګډه سره خوړل.

پاچا چي له دې نوي غلا خبر سو، له درباره ئې یو بل باوري نفر د څارونکي په توګه ورولېږئ، د زمري پر ساتونکي دوه تنه څارونکي مقرر سول؛ نوی څارونکی د دوی په اندازه دوه برابره حصه اخـیستل، ځکه چي ځانګړی صلاحیت ئې درلود.

څه وخت وروسته پاچا ته خبر ورکړل سو، چي زمری له لوږي مري!

پاچا چي پلټنه وکړه، پوه سو چي دوی درې سره غله دي، د پسه ټول اندامونه دوی وړي، زمري ته یوازي د پسه لم ور اچوئ؛ درې واړه ئې لیري کړل، ویل اول وار مي لا اشتباه وکړه، یو غل تر درو غلو ډېر ښه دئ.

#هدفــ: ددې کیسې هدف خورا واضح دئ، غواړم چي له تاسو ئې هدف ووینم.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

یو کوچنی د سلمان دوکان ته ورغی؛ سلمان خپل مشتري ته پټ په غوږ کي وویل، دا کوچنی ډېر کم عقل دئ، وګوره زه یې اوس کم عقلي درته ثابتوم؛ وروسته ئې په یوه لاس کي یو ډالر په بل لاس کي ئې ۲۵سینټه ونیول، و کوچني ته ئې وویل: کم یو غواړې؟

کوچني ۲۵ سینټه واخیستل، له دوکانه ووت.

مشتري چي ورېښتان جوړ کړل، له دوکانه راووتئ، هلک ئې ولیدئ؛ ورته وئې ویل: ته ولي هر ځل ۲۵ سینټه اخلي، ولي یو ډالر نه اخلې؟

هلک ورته وویل: که یو ډالر ځني واخلم، لوبه پای ته رسېږي!

#هدفــ: موږ فکر کوو، چي افغانستان د امپراطوریو هدیره ده، خو هغوی بیا وایي چي په نړۍ کي یوازینی د جنګ میدان همدا دئ، چي ښه تمرینات پر کېږي.

#دقانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

د بشریت په تاریخ کي د جنازې تر ټولو لوی مراسم د مصرۍ سندرغاړي ام کلثوم وه.

ام کلثوم په نړۍ کي یوازینۍ ښځه وه، چي هره شپه تر کنسرټ وروسته شتمنه او سهار تر خوب وروسته غریبه وه؛ ځکه چي په شپه کي ګټلي پیسې به ئې سهار د مصر پر غریبانو وېشلې او دې ته به هیڅ نه پاتېدل.

ام کلثوم څلور لسیزي مخکي په مصر کي وفات سوه، په جنازه کي تر څلوېښت لکو ډېرو خلکو ګډون کړی وو، د نړۍ په میلونو انسانانو ئې پر مړینه د غم اوښکي توی کړې.

اصلي نوم ئې فاطمه وه، پلار ئې یو روحاني شخصیت وو؛ دی پوهېدئ، چي لور ئې ښه ږغ لري، په هغې ئې قرآن کریم حفظ کړ.

فاطمې له کوچنیوالي تر ځوانیه د نارینه وو کالي اغوستل او د قرآن کریم په دیني مراسمو کي به ئې ګډون کاوه.

په ویډیو کي د جمال عبدالناصر سره مشهور لیکوال نجیب محفوظ هم لیدل کیږي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

یو چوپان وایي، زه کله نا کله د تفریح په نیت د پسونو د پنډغالي په دروازه کي یو کوچنی لرګی د پسه مخته داسي ونیسم، چي دی مجبور سي، چی تر لرګي وغورځي؛ وروسته چي څو پسونه یو په بل پسي وغورځي، زه لرګی ځني ایسته کړم، خو نور پسونه د مخکنیو تقلید کوي او بې له فکره پر همهغه ځای غورځي.

#هدفــ: ځیني انسانان بېله دې چي فکر وکړي، په مخکنیو خلکو پسي ځي او د هغو د ناسمو دودونو او ناوړه کارونو ښکار ګرځي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

دنیا د غوایي پر ښکر ولاړه ده!

زموږ په خلکو کي دا اصطلاح چي دنیا د غوایي پر ښکر ولاړه ده، ناسمه تعبیرېږي؛ دوی وایي چي غوایی تر ځمکي لاندي ولاړ دئ او پر یوه ښکر ئې دنیا تکیه ده، کله چي غوایی ستړی سي، نو دنیا له یوه ښکره دا بل ښکر ته واړوي، چي په دغه وخت کي په مځکه کي زلزلې رامنځ ته کېږی؛ دا ډيره ناسمه او پوچه عقیده ده او علماء کرام هم دا خبره ردوي.

دا اصطلاح کېدای سي، موږ ته له ډېري پخوا زمانې راپاته وي، هغه وخت چي کرهڼه او مالداري زموږ د ژوند یوازینی عاید وو؛ په غوایي به مو مځکي قلبه کولې او د غوایي له برکته به مو له کښته ښه حاصل اخیستئ؛ ځکه به ئې ویل، چي دنیا د غوایي پر ښکر ولاړه ده، یعنی که غوایی نه وای زموږ کرهڼه او ژوند به نه وای.

#ناسم_تعبیرونه



:: اړونده موضوع: زما خبري، اولسي ادب
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

د روسیې مشهور دیکتاتور سټالین په یوه جلسه کي غوښتنه وکړه، چي چرګ راوړئ؛ د چرګ له راوړلو سره ئې سم د لاسه له چرګه د بڼکو په ایستلو شروع وکړه.

چرګ له درده نارې وهلې، کوښښ ئې کاوه چي دده لاسه وتښتي، خو بریالی نه سو؛ ځکه چي د سټالین لاسونه د چرګ په مقابل کي ډېر قوي وه.

سټالین د چرګ ټولي بڼکي وکښلې، وروسته ئې ملګرو ته وویل: "اوس ګورئ چي څه پېښېږي!"

ده چرګ پر مځکه ایله کړ، او لږ څه غنم ئې ورته واچول، خپله ځیني لیري سو.

ملګرو ئې په ډېري حیرانتیا سره ولیدل، چي چرګ بیچاره په داسي حال کي په سټالین پسي روان دئ، چي تر بدن ئې ویني رواني او له درده کړېږي.

سټالین چي غنم په لاس د کوټې هر کونج ته تلئ، چرګ ورپسې وو، دی ئې تعقیباوه!

په دې وخت کي سټالین خپلو ملګرو ته وویل: ومو ولیدل چي چرګ د ټولو دردو په زغملو سره چي ما ورپېښ کړي ول، بیا هم په ما پسې روان وو؛ کم عقلان هم په داسي اسانۍ سره اداره کېږي!

#هدفــ: افغانان هم لکه د سټالین چرګ پنځوس کاله کېږي، چي نړۍ وال ئې بڼکي کاږي، خو کله چي غوړ هډوکی ورښکاره کړي، بیا هم په همدې دښمن پسي ځغلي!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

خاموشي غوغا ږوږ کي، نفرت مینه راته ښیي

تورتم توره تیاره کي، شپه سنګینه راته ښیي

له مړه جسده ږغ د الفلاح الفلاح راسي

په پټو سترګو تیته دنیا سپینه راته ښیي

رویبار او اغیار دواړه، دي چړې زما پر غاړه

د هجر په وصال کي، د یار تلینه راته ښیي

د ژوند اوږده سفر کي، ارمانونه پوره کېږي

د مرګ لنډه لحظه مي یار بدبینه راته ښیي

مستي ناسته خلوت کي، له زاهده پناه غواړي

خمار واعظ لګیا دئ، شیخ بې دینه راته ښیي

حدود د عقل کم دي، جهالت خپور پر دنیا دئ

انسان او وجدان دواړه، بې آینه راته ښیي

له خزان سره سم ځوان، بېهوده یاران سي لیري

بغاوت له خپل وجوده، لار زرینه راته ښیي

د عقرب۲مه۱۳۹۹ل.



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

یوه ورځ یو موچي څپلۍ ګنډلې، ناڅاپه ئې په ګوته نېره ننوته، چغه ئې کړه، نېره ئې له ځانه لیري وغورځوله.

یو حکیم چي پر لاره تېرېدئ، دا کیسه ئې ولیدله؛ نېره ئې راواخیسته، بیرته ئې موچي ته ورکړه؛ ورته وئې ویل: له هغه درختي څه چي مېوه خورې، د هغې اغزي هم و زغمه؛ دا نېره ستا د رزق کیلي ده، څه پېښه سوه، چي یو ځل ئې لږ خوږ کړي، خو تا له ځانه لیري وغورځوله!

#هدفــ: له هغه ملګري څه چي تل ورسره خوشحالي یې، په لږ جرم ئې له ځانه مه بېګانه کوه.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

یو ملنګ لاستنګی سو، د یو شتمن کور ته ورغی، ویل: اورېدلي مي چي تاسو د خدای په لاره کي مال پر ځان نذر کړی او ملنګانو ته ئې ورکوئ، زه هم ملنګ یم.

شتمن ورته وویل: ما ړندو ته نذر ایښی، خو ته ړوند نه یې!

ملنګ تر لږ فکر وروسته وویل: اې شتمنه حقیقي ړوند زه یم، چي د خدای دربار مي پرېښی او تاته راغلی یم؛ دا ئې وویل روان سو.

شتمن له دې خبري سخت متاثره سو، په ملنګ پسي ور روان سو، چي یو څه شی ورکړي، خو ملنګ ونه منل.

#هدفــ: و هغه چاته د غلامۍ سر مه ټيتوه، چي هغه خپله د بل غلام وي، خو تا په غلامۍ هم نه قبلوي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

یو سړي غوښتل چي له خپلي ښځي ځان خلاص کي، د طلاق لپاره ئې یو پلمه ورته پیدا کول.

یوه ورځ ئې کور ته لس منه مالګه راوړه، و ښځي ته ئې وویل: ماښام ته په دې لس کیلو مالګه کي کتغ راپوخ که، خو پام چي په کتغ کي د مالګي خوند درڅه پیدا نه سي؛ که دي کتغ په مالګه وو، نوره طلاقه یې!

ښځي ماښام ته کتغ ورپوخ کړ، خو د مالګي هیڅ خوند پکښي نه وو؛ مېړه ئې حیران پاته سو.

ستاسو په نظر ښځي څه شي ورپاخه کړي دي؟



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، سرګرمۍ او انځورونه
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

یو واعظ په یو کلي کي نصیحت کاوه، یوه ښځه ئې د خبرو تر تاثیر لاندی راغله، د مېلمستيا بلنه ئې ورکړه؛ واعظ ئې مېلمستيا ومنله، د ښځي کور ته روان سو.

د کلي مشر چي خبر سو، ژر ئې واعظ ته ځان ورساوه، ویل: اې سړیه دا ښځه بدکاره ده، کورته مه ورسره ځه!

واعظ د کلي مشر ته وویل: یو لاس دي راکه!

مشر حیران سو، یو لاس ئې د واعظ په لاس کي ورکړ.

واعظ ورته وویل: اوس نو په یوه لاس پړک👏وکه!

مشر په تعحب سره وویل: هیڅوک نه سي کولای، چي په یوه لاس پړک وکړي.

واعظ وخندل، ورته وئې ویل: هیڅ ښځه هم نه سي کولای، چي په یوازي سر بدکاره سي، تر څو چي د کلي خلک په بدکاري کي ورسره ملګري نه سي.

#هدفــ: چارواکي هیڅ وخت فساد، رشوت او خیانت نه سي کولای، تر څو چي اولس ورسره ملګري نه سي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

موږ لکه پسونه؛ تر هغو به د خره تر رهبرۍ او د سپي تر لکۍ لاندي ژوند تېرو، چي د قصاب تر چړې رسېږو؛ که د خره او سپي په مقابل کي بغاوت کوو، د شرمښ په دام کي به لوېږو!

 



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، زما خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

کله چي د مچمچیو ملیکه ضعيفه یا ناجوړه سي او سمه دنده سرته نه سي رسولای، نو دا نوري مچمچۍ تصمیم نیسي، چي ملیکه له منځه یوسي؛ ددې کار له پاره دوی راټولېږي او پر ملیکه غېږ را ګرځوي؛ داسي چي د نوموړي له ډېري نفستنګیه ساه بنده او مړه سي؛ دې ته د مرګ غېږه وایي.

#هدفــ: هغه رهبران او مشران چي د ملت درد نه په دوا کېږي او وجود ئې اولس ته درد او غم وي، باید د مچمچیو د ملیکې په څېر په غېږ کي ونیول سي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

زه دي هېــــــرومــــه، د خوبو غوندي

یاد دي بیرته راسي، د خوشبو غوندي

نه د فلســـــــــــــفې او د منطق سړی

دام د عـــــــــقل نه ږدم، لیونو غوندي

زړه راتــه ځان خپل ګڼي، زې نه منم

ځي له هر ښایسته سره، پردو غوندي

اخ ظالمــــــــه ولـــي دي چـــپه کړله

ها دنـــګه ځــواني، د شاپیرو غوندي

دا عکس کي زوړ ښکارم، یو بل واخله

داســـي چي معلوم سم، د زلمو غوندي

میــنه دي اظهار که، پټ یې مه ساته

عشـــــق او محبت وکه، سړو غوندي

شونــډه ئې په غاښ کي ټینګه ونیول

کلک سترګک ئې وواهه، درخو غوندي

یاره له قانع څـــله پـــــوښتــــنه کړې

یوازی تېروي عمــــر، ژونـــدو غوندي

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ل.



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

ګوډ تیمور د عثمانیانو پر هیواد حمله وکړه، عثمانیان ئې مات کړل، پاچا ئې ور بندي کړ.

تیمور و خپلي ماڼۍ ته د عثماني پاچا د راوستلو امر وکړ؛ کله چي ئې پاچا راوست، تېمور په خندا سو.

عثماني پاچا چي په یوه سترګه ړوند وو، و ګوډ تیمور ته ئې وویل: زما پر سترګه خاندې؟

تیمور ورته وویل: نه!

عثماني پاچا وویل: تاته نه ښایي چي پر ما وخاندې، زه هم ستا په څېر پاچا وم، دا چي ته کامیابه او زه ناکامه سوم، نو ولي ما د خپلو درباریانو په مخ کي تحقیروې!

ګوډ تیمور ورته وویل: نه، زه تاته احترام لرم، زما خندا ستا د سپکولو په نیت نه ده؛

عثماني پاچا ورته وویل: ښه، نو ولي خاندې؟

تیمور ول د هغو دوو هیوادو پر خلکو خاندم، چي سرنوشت ئې زما "ګوډ" او ستا "ړوند" په لاس کي لوېدلی دئ؛ دونه بدمرغه دي، چي خپل سرنوشت نه سي ټاکلای؛ ځکه چي دوی په دې عقیده دي چي نور خلک په دوی کي تغیر راوستلای سي، په همدې خاطر هیڅ وخت په ځان کي د تغیر راوستلو هڅه نه کوي.

#هدفــ:

خدای هم نه بدلوي حــــــال د هغه قوم

څوک چي خپل حالت بدل نکړي پخپله

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

یو پاچا پر لاره تېرېدئ، سړی ئې وليدئ چي سېرلی ئې له ځانه سره رهي کړی دئ؛

پوښتنه ئې ځیني وکړه، سېرلی دي په څو رانیوئ؟

سړي ورته وویل: کور مي درلودئ، هغه مي په دې سېرلي بدل کړ.

پاچا ورته وویل: کور دي ورکړ، سېرلی دي واخیستئ؟

سړي وویل: هو، ستا د پاچاهۍ په برکت به ئې پر کال په چرګ بدلوم!

#هدفــ: په هغه ټولنه کي چي له مشره برکت ټول سوی وي، له اولسه د برکت تمه لرل، لویه تېروتنه ده.

مخزن ‌الاسرار

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

یو ځای می ولوستل، وایي د یوې وني غټېدو ته هیڅوک توجه نه کوي، خو کله چي چپه سي، د چپه کېدو ږغ ته ئې بیا د ټولو پام وي؛

ټولنه هم همداسي ده، پر پرمختګ دي ړانده او کاڼه وي، خو ناکامۍ ته دي بیا هر یو د زړه په سترګو ګوري.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

ارجنټاینی "رابرت ډاوینسن زو" د ګلف لوبي مشهور اتل، کله چي ئې په یوه سیالي کي اتلولي ترلاسه کړه، یوې ښځي مخ ته ور وځغستل، ول زوی مي سخت ناروغه دئ، زما سره مرسته وکه، که نه وي زوی به مي مړ سي.

رابرت سمدستي په اتلولۍ کي ګټلي پیسې و دې ښځي ته ورکړې.

یوه اوونۍ وروسته رابرت ته یو نفر وویل:

ستاسو له پاره بد خبر دادئ، کومي ښځي چی له تاسو څخه د زوی د ژوند ژغورلو په پلمه پیسې اخیستي وې، هغه اصلاً واده نه لري، تاسو یې تېرایستلي یاست!

رابرت ډاوینسن په جواب کي ورته وویل:

دا خو ډېر ښه خبر دئ، شکر چي د هغې زوی ناروغ او د مرګ پر حال نه وو؛ خدایه شکر، خدایه شکر!

#هدفــ: نړۍ هغه خلک ښایسته کوي، بې اسرې مهرباني کوي.

خلک دي بد کړي زه به ښه کړم

زه خــــوشـــال یم، زمـــا دا زده

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

د هیواد علمي کادر اکاډیمیک شخصیت پوهنمل انجنیر بالاکرزي صاحب ته د زړه له تله مبارکي وایم، چي په پوره ديانت، علمیت، صداقت او اخلاص سره ئې یونیم کال د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه دنده اجراء کړه؛ ددې وزارت د کادري، اداري او تحصلي کورنۍ د غړي په توګه د دوی په کړي خدمت افتخار کوم؛ هغه کارونه چي دوی کړی، د لوړو زده کړو وزارت په تاریخ کي به په زرینو کرښو ثبت وی.

دا لنډکی نظم ورته سوغاتوم.

ها چي فــکر ئې د نور غوندي ځلېږي

په ســـــــتاينه یې د زړه قــلم چلېږي

پیــــدا کــــړي خدای په زر رنګه وګړي

د یوه یوه صفت په زر کورو کي کېږي

ځیني پورته سي خپل ځان ورځني ورک سي

ځــیني تــخم سـي، وطـن په زرغـونېږي

هـــغه نسل خـپل تقدیر سي بدلولای

صــدقه چي ئې و خــلکو ته رسېږي

پر هـــــغه اولس به تــــوره شپه رڼا وي

چي تواب* غوندي کادرنونه پکښي زېږي

چي هیواد ته ئې د زړه ویني ورکړي

په ســــندرو او په ویر کي به یادېږي

*عبدالتواب بالاکرزی



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
:: تړاو: علمي څېرې
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

حاکم ته ئې سپکي سپوري وکړې، هغه هیڅ جواب ورنه کړ.

چا ورته وویل: حکیم صاحب ولي دي ددې ښکنځلو جواب ورنه کړ؟

حکیم ورته وویل: په هغه جنګ کي برخه نه اخلم، چي ګټونکی ئې تر بایلونکي بد معلومېږي.

#هدفـــ:له جاهل سره بحث جهالت دئ.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

حاضرجوابي خورا په زړه پوري له ظرافت او زراکته ډک فن دئ.

حاضرجوابي په هغه اشخاصو کي ډېره وي، چی د هوښيارتيا ضریب ئې لوړ وي؛ دا فن تر ډېره په علمي، سیاسي او ادبي شخصيتو کي پیدا کیږي، خو په انتبه(همطبعه) او ټوکماره خلکو کي بیا بیخي ډېر وي.

وینسټون چرچیل د انګلستان لومړي وزیر وو، وایي چي ډېر "حاضرجوابه" وو؛

"نانسي اسټور" د برتانیې د مشرانو جرګې لومړنۍ استازې وه؛ یوه ورځ ئې چرچیل ته ویلي ول: که ته زما مېړه وای، مابه تاته په چايو کي زهر درکړي وای!" چرچیل سمدستي جواب ورکړی وو، ول: که ته زما مېرمن وای، ستا له شره د خلاصون په خاطر مي هغه چای چیښلې.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

یو سړي د ستونزو او کړاونو له لاسه و یو حکيم ته ورغئ، له هغه څخه ئې وغوښتل چي د خلاصون لاره ور وښيي.

حکیم ادرس ورکړ، ویل دغه ځای ورسه، د هغه ځای اوسېدونکي هیڅ ستونزه نه لري،

کولای سې له هغوی څخه مرسته وغواړې.

سړي په ډېره حیرانتیا سره د ورکړي ادرس ځای ته ورغلئ؛ ګوري چي هغه ځای د مړو هدیره ده.

#هدفــ: یوازي مړي دي چي د دنیا پر مخ هیڅ ستونزه نه لري؛ ته چي ستونزي لرې، معنی ژوندی ئې، نو ولاړ سه له ستونزو سره مبارزه وکړه.

ارواښاد لایق وایي:

بې همت وي چي له ژونده شکایت کړي

لېـــــــوني وي چي د تېرو حکایت کړي

پــــهلوان وي چي د ژوند په معرکه کي

موانــــــــــــع لیري کوي او حرکت کړي

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

یاران ســوله دوه مخي

کــردار ئـې سو د لوخي

له خپلو چي جلا سوه

باد یـــو وړل لکه پُخي

ریښې ئې رسي زړه ته

ظاهـــره کوچنۍ زخي

په ګټه در شــریک وي

تاوان سره ئــــې کُخي

ازغـــــنه دنـــــیاګۍ کي

ژوند څنـګه وي ګل رخي

عاجــــز که ځې پر لاره

حارفان درپسـي ټوخي

قانع ۱۳۹۹/۶/۶ل.



:: اړونده موضوع: زما شعرونه
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

یوه ورځ د شرقي المان رهبر ‏اريش هونكر یوه ډله خلک ولیدل، چي د سړک پر غاړه کتار ولاړ دي؛

له موټره را کښته سو، د خلکو په صف کي ودرېد، پوښتنه ئې وکړه، ولي ولاړ یاست؟

خلکو ورته وویل: و بهر ته د تللو په تمه اجازې اخیستلو ته ولاړ یو، چی له هیواده ووځو.

د هونکر له درېدو سره سم په یوه ګړي کي د خلکو کتار هم وتړل سو؛ هونکر پوښتنه وکړه، دا خلک څه سول؟

یو نفر ورته وویل: کله چي تاسو غواړئ له هیواده ووځئ، نوره اړتیا نسته چي خلک دي له هیواد بهر ولاړ سي او وطن دي پرېږدي.

#هدفــ: اکثره وخت ټولنه د یو نفر له لاسه په خواريو او زحمت اخته وي، که هغه له منځه ولاړ سي، ټولنه پر کراره کېږي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

#ســم: آزادي، زاهد، زعيم.

#ناسم: اذادي، ذاهد، ذعیم.

#ســـم: ذخیره، ذات، ذهن.

#ناسـم: زخیره. زات، زهن.

 

 

 



:: اړونده موضوع: ژبه او ګرامر
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱


 
اعلان.

.:: کلیک ::.