د حماقت او جهالت له پاره نه کومه مدرسه سته او نه کوم کتاب ورته ليکل سوی دئ، خو نړۍ له جاهلانو ډکه ده؛

د انسانيت له پاره تر حساب تېر ښوونځي او کتابونه ليکل سوي؛ خو بيا هم د انسانيت نېستي ده.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

ښه دعا هغه ده، چي د زړه له اخلاصه وسي او د زړه اخلاص هغه وخت راځي، چي دعا کوونکی د دعا په مقصد او معنی پوه وي؛

که سوره فاتحه چي بهترينه دعا ده، د زړه له اخلاصه ووايو، الله عز وجل به مو په هر ځای کي بريالي لري.

{ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ(1) الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ (2) الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ (3) مٰلِكِ يَوْمِ الدِّينِ (4) إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (5)

اهْدِنَا الصِّرٰطَ الْمُسْتَقِيمَ (6) صِرٰطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّآلِّينَ (7)

#آمين



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

يوه ويل: ژوند ډېر بدمرغه دئ، تر دې چي د ګل ښاخ لا اغزي لري؛

بل ويل: ژوند څومره ښکلی دئ، تر دې چي له اغزو ډک ښاخ لا ګل لري.

#هدفــ: لوی والي په فکر کولو کي دئ، نه د شيانو په ظاهري ليدلو کي!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

په نړۍ کي دوه ډوله لوږي سته؛ يو د نس(ګېډي) لوږه، بل د پوهي؛

هغه ملت چي د نس په لوږه اخته وي، هغه هيڅکله د پوهي د لوږي احساس نه سي کولای!



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

يوې ښځي له يو حقوقپوه څخه وپوښتل: تر کله به و سړيو ته د دوهم واده کولو اجازه ورکوئ؟!

حقوقپوه ورته وويل: تر هغو چي ښځي دا زده کړي، چي هيڅکله به له هغه سړي سره واده نه کوي، چي دوهمه ښځه لري!

#هدفــ: هيڅکله به د خوښۍ ژوند ونه وينئ، تر څو چي ځان له فکري غلاميه خلاص نه کړئ!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۴۰۰/۰۶/۲۷

«په سياست کي هيڅ شی تصادفي نه دئ! هره پېښه چي کېږي، بېله شکه چي دا به يو پلان سوی پروګرام وي!»



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۲/۱۰

اسلام معنی سلامتيا، عدل او انسانیت؛

په کم ځای کي چي امن، عدل او انسانیت نه وو، پوه سه چي هلته اسلام سم نه دئ حاکم سوی.



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۲۹

شرمښ ته مي وويل: ژوند کول را وښیه.

ويل: والوزه!

ومي ویل: که والوزم، پښې مي ماتېږي.

ویل: زه دي نیسم.

والوتم، خو ولوېدم، پښې مي ماتي سوې.

ویل: اول درس؛ په هیچا باور مه کوه!

 



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۳

یو ځای می ولوستل، وایي د یوې وني غټېدو ته هیڅوک توجه نه کوي، خو کله چي چپه سي، د چپه کېدو ږغ ته ئې بیا د ټولو پام وي؛

ټولنه هم همداسي ده، پر پرمختګ دي ړانده او کاڼه وي، خو ناکامۍ ته دي بیا هر یو د زړه په سترګو ګوري.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

یو سړي له خدایه د ګل او بورا(پروانې) غوښتنه وکړه؛ خو خدای په عوض کي چنجی او اغزن بوټی ورکړ؛ سړی خواشینی سو، ویل خدایه زه لکه چي نه یم درباندي ګران، زما غوښتنه دي را پوره نه کړه.

څو ورځی تېري سوې، له چنجي څخه ښکلې بورا او له بوټي څخه ښایسته ګل راووت؛ سړی ډېر خوشحاله سو.

#هدفــ: کم شی چی ستا له غوښتني ناسم درکول سو، ناراضي او خپګان مه کوه؛ باور ولره، چي د نن اغزي د سبا ګلونه دي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

پاڼي د ژړېدو په وخت کي لوېږي؛

او میوه د پخېدو...!

وګوره چي ته څنګه لوېږې؛

د ژړي پاڼي په څېر، که د سرې مڼې...!

👤 ﮐﻨﻔﺴﯿﻮﺱ



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

کور په څلورو

ښځو ښایسته وي،

هیڅ وخت

دي کور

له دې څلورو

ښځو

نه خالي کېږي؛

لکه:

مور،

خور،

مېرمن

او لور



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، اولسي ادب
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۱/۱۱

په روسیه کي تازه انقلاب سوی وو، انقلابي بلشوکیانو د مخکنۍ تزاري واکمانانو ټولي کورنۍ قتل عام کړې.
یو سړي د مسکو ښار په سره میدان کي کاغذي اعلامیې خپرولې، دا سړی امنیتي کسانو ونیو؛ تر پلټنو وروسته متوجه سول چي ټولي اعلامیې سپين کاغذونه دي.
له سړي څخه ئې پوښتنه وکړه، ولي دي سپيني پاڼي وېشلې، ولي دي څه نه دي پر لیکلي؟
سړی ورته وویل: د لیکلو له پاره نور څه پاته نه دي، هر څه د لمر په څېر روښانه دي...!

#هدفــ: په افغانستان کي څلوېښت کلني جګړې موږ ته ټول دوستان او دښمنان را وپېژندل، نور دې ته اړتیا نسته چي سیاسیون دي موږ ته د تور او سپین، شرقي او غربي، ښی اړخو او کیڼ اړخو نغارې و ږغوي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۵/۲۱

کور په څلورو ښځو ښایسته وي، هیڅ وخت دي کور له دې څلورو ښځو نه خالي کېږي؛ لکه: مور، خور، مېرمن او لور



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۵/۲۱

 

داسي خالق لرو چي د ښه کار پر اراده اجر را کوي، خو د ګناه پر اراده تر هغه وخته سزا نه راکوي، څو چي مو عملاً ګناه کړې نه وي؛ تر دې جالبه لا دا چي تر ګناه کولو وروسته د ګناه پر پښېمانۍ هم بیرته اجر راکوي.
سبحان الله موږ څونده ناشکره بنده ګان یو!



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۵/۲۱

ویل ئې: څنګه یې؟
ومي ویل: هغه به څنګه وي، چي د دریاب په منځ کي ئې کښتۍ ماته سي او هر یو د کښتۍ پر تخته یوازي پاته سي؟
ویل ئې: ډېر سخت حالت دئ!
ومي ویل: حال مي همداسي دئ.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۴/۰۳

له یو شیخ څخه ئې وپوښتل: تر څو به د اولس پر اوږو سپور یې، کله به ځیني کښته کېږې!!؟؟
شیخ ورته وویل: تر هغه وخته چي خلک پر خرافاتو باور لري او خرافات ئې د ژوند برخه وي، تر هغو به پر دوی زما دم او جادو چلېږي.
#هدفــ: علم او خرافات یو د بل په ضد دي؛ چېري چي علم وي، هلته به خرافات نه وي، چیری چي خرافات وي، هلته به علم نه وي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۲/۰۶

په اروپا کي پنځه سوه کاله مخکي د طاعون ناروغي د رنسانس د راتګ سبب سوه.
د طاعون ناروغۍ تر خپرېدو مخکي خلکو فکر کاوه، چي کلیسا اومسیحي روحانیون شفاء ورکونکي دي؛ خو دطاعون له راتګ سره خلکو په خپلو سترګو ولیدل، چي د مسیحي روحانینو مقدسي اوبه او دمونه ناروغان نسي ژغورلای؛ بلکي خپله روحانیون هم د طاعون په ناروغي اخته او مړه کېږي...
د کلیسا چي څه په توان کي ول، هغه یې وکړه، څو د طاعون مرض له منځه یوسي؛ د پیشانو له وژلو څخه را نیولې د یهودو تر وژلو پوري، خو هیڅ نتیجه ئې ونه لیده.
دا موضوع ددې سبب سوه چي خلک له خرافاتو او توهماتو څخه لیري سي او د رنسانس زرین پېر ته مخه کړي.

#خرافات



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، زما خبري، جالبي پيښي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۲/۰۶

تر دې عبادت چي ناست په مسجد کي یې، خو چُرت او فکر دي په څپليو کي بند وي، چي څوک ئې غلا نه کړي؛ هغه عبادت ښه دئ، چي پر بیابان یې وکړې، خو شُغل او فکر دي یوازي او یوازي له الله سره وي.



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما ژباړي، زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۲/۰۶

یو نفر په میکده کي مري، بل په کعبه کي!
ښایي اول نفر د نصیحت کولو له پاره تللی وي او دوهم د څپلیو غلا کولو له پاره؛ نو نه ښايي چي د خلکو په اړه د خپل فکر او غوښتني له مخي قضاوت وکړو..!



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

له هیچا څخه ګیله او شکایت مه کوئ، زموږ عملونه پر موږ حاکمان دي؛ په پټو سترګو هدف ته نه سو رسېدلای، سترګي روڼي کړئ!



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

د ګیلاس اوبه که وچیښې خلاصېږي، که یې پرېږدي وچېږي؛ ژوند هم همداسی دئ، په کار هم تېرېږي په وزګارتیاهم!
ښه ژوند هغه دئ، چي د چا په ښه ور سي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

که دي د بل عزت د ځان عزت او د بل توهین د ځان توهین وګاڼه، پوه سه چي د انسانیت لاروی یې.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

پسونه ټول عمر له شرمښ(لېوه) څخه بېرېږي، خو په اخر کي د ساتونکي(شپانه) تر چړې تېر سي.
پر خپلو ظاهري خواخوږو ډېر باور مه کوئ؛ ځکه چي ډېر وخت اور له خپلي لمني اخیستل کېږي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

په دوو دلیلونو پر ځينو خلکو باور نه سم کولای؛
۱-نــه یې پېژنم، چي څنګه خلک دي!
۲-ښه یې پېژنم، چي څنګه خلک دي!!



:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

پر هغه چا چي یونس ع تر اوبو لاندي، نوح ع د اوبو پر سر او یوسف ع په ژور څاه کي د اوبو پر غاړه ساتلای سي؛
باور ولره!
پر هغه چا چي د لکړي په یوه ټک سره د نیل سیند وچولای سي او په همدې لکړه له وچي ډبري څه د اوبو دولس چینې روانولای سي؛
باور ولره!
پر هغه چا چي فرعون په اوبو او قارون په خاورو کي غرقولای سي؛ خو ابراهیم د اور په منځ کي ساتلای رسي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

موږ د بل و عیب ته قاضيان او خپل عیب ته مدافع وکیلان یو!
رحمان بابا څه ښه وايي
که یو جو دانه عیب وینې په بل کي - هغه یو جو دانه عیب به یې لوی غر کړې
که دي خپله ګناه لویه لکه غر وي- په حیله حیله به غر د مچ وزر کړې



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

پیسې د شپږم حس په څېر دي، که درسره نه وې، پنځه نور حواس دي هم سم کار نه کوي...!

✍ #ویلیم_سمرسټ_موم



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

د🔥اور🔥لمبه او د انسان غوسه😠 یوه شېبه وي؛ په پای کي اور ته ایرې او انسان ته پښېماني😂 پاتېږي.



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

که د افغانانو له وینو د باران څاڅکي جوړېدلای، پر نړۍ به هیڅ کله وچکالي نه وای راغلې!



:: اړونده موضوع: زما خبري
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

له خدایه غوښتنه "شجاعت" دئ؛ که یې درکړه "رحمت" دئ، که یې در نه کړه "حکمت" دئ.
له خلګو غوښتنه "ذلت" دئ؛ که یې درکړه "احسان" دئ؛ که یې در نه کړه "خفګان" دئ.



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

مېږه(پسه) په کال کي یو ځل لنګېږي او یو اولاد زېږوي، سپۍ په کال کي دوه ځله لنګېږي، هر ځل لږ تر لږه شپږ اولاده زېږوي؛ په طبعي توګه باید دسپو له ګلې سره دوه پسونه ملګري وای، خو برعکس د پسو له رمې سره دوه سپي ملګري وي؛ خدای د پسو په ذات کی برکت ایښی او د سپو له ذاته یې برکت اخیستی.
حلال مال که لږ هم وي برکت لري، حرام مال که څه هم ډېر وي، خو برکت نه لري.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

مېږه(پسه) په کال کي یو ځل لنګېږي او یو اولاد زېږوي، سپۍ په کال کي دوه ځله لنګېږي، هر ځل لږ تر لږه شپږ اولاده زېږوي؛ په طبعي توګه باید دسپو له ګلې سره دوه پسونه ملګري وای، خو برعکس د پسو له رمې سره دوه سپي ملګري وي؛ خدای د پسو په ذات کی برکت ایښی او د سپو له ذاته یې برکت اخیستی.
حلال مال که لږ هم وي برکت لري، حرام مال که څه هم ډېر وي، خو برکت نه لري.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

د سکندر مقدوني(؟) د ژوند درې وروستنۍ خبري
۱: زما جنازه دي ډاکتران یوسي، چي خلک خبر سي، د مرګ مخه هیڅوک نه سي نیولای.
۲:ټولي طلاوي مي د جنازې په لاره کي وشیندئ، څو خلک پوه سي، چي شتمنۍ هم له مرګه ونه ژغورلم.
۳:لاسونه مي له تابوته د باندي را وباسئ، څو ټول ئې وویني، چی خالي لاسونه ولاړم.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

نه پوهېږم چي خلک ولي په ډکه خوله خبري کول بې ادبي ګڼي، خو په خالي مغز بیا خبري کول بې ادبي نه بولي.

#اورسن_ویلز۱۹۱۵_۱۹۸۵



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

په څلور کلنۍ کي مي پلار ټینګه چپلاخه راکړه ستونی مي را ډک سو، خو ومي نه ژړل، په اوه کلنۍ کي ئې په تانده لښته ووهلم، بدن مي ډیر درد وکړ، خو دې درد ته هم ټینګ سوم، بیا مي هم ونه ژړل
په لس کلنۍ کي نور د پلار له وهلو او ډبولو سره عادت سوی وم هر څومره چي به ئې ووهلم،ووهلم ژړا مي نه ورته را تله 
په پینځلس کلنۍ کي به په هره وړه خبر په غوسه کېده، په لاس کي چي به ئې هرڅه وه په هغو به ئې وویشتم، بیا مي هم نه ژړل.
په شل کلنۍ کي ئي هم ووهلم، له پلار سره مي بیا هم مینه وه هغه بیا هم د تل په څېر همدومره را باندي ګران و.
تیره ورځ چي زه پینځه دیرش کلن وم پلار مي بیا ووهلم، دا ځل مي زړه را ډک سو، ستونی مي غریو ونیو ومي ژړل ، ومي ژړل دومره مي وژړل چي اوښکي مي په ګریبان را تويي سوې، له دي امله نه چي پلار مي ولي ووهلم، بلکي په دې مي وژړل چي د پلار په لړزیدلو لاسو نو کي هغه د تیر په شان زور نه وو پاتي



:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۳/۲۹



د هوا خبري
وايي چي یو خان کره سندرغاړي سندري ویلې. نو په هره سندره به خان ورته ویل چي لس لکه دي سوې. شل لکه دي سوې. هغه بنگله درنه قربان. دا موټر درنه قربان. سندرغاړی خوشاله و، چي لاړم دخیره میلونر سوم. سهار چي هنرمندان کورته روانیدل. نو سندرغاړی خان ته ورغلئ چي خان صاحب ماښام چي دي وعدې کړي وې هغه اوس پوره کړه.

خان ورته وويل د څه شي وعدې؟

 سندرغاړی ورته وايي .هغه ما چي سندري ویلې او تاسو موټر او بنگلې راکولې. خان ورته وخندل. 
تا هم بادول کول .ما هم بادول وکړل..

ستا سندرې هم هوا ته ولاړې زما خبري  هم. 
په مخه دي ښه 



:: اړونده موضوع: سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۳/۱۳

د حاجي ميروس نيکه او د احمدشاه بابا ويناوي د ارواښاد اديب شيخ( شيخ عبدالغفور خروټي) په نظم پېلي مرغلري دي هيله چي اروښاد اديب شيخ له دعا هېر نه کړئ.





:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۱/۱۹

http://axgig.com/images/00463800670758865885.jpg


سړى چي سهار له خوبه راپاڅيد، ګوري چي تبر يې ورک سوى.

پخپل ګاونډي شک پيدا سو چي کيداي سي دا به هغه غلا کړى وي، ددې لپاره چي خپل ګاونډى وڅاري ټوله ورځ يې دده حرکات او کړه وړه تر نظر لاندي نيولي و.

متوجه سو چي ګاونډى يې د غله په څېر حرکت کوي، د غله په ډول پر لاره ځي، ټولي کړني يې داسي دي لکه يو شى چي پټوي.

نور يې نو شک په يقين بدل سو تصميم يې ونيوئ چي کور ته ولاړ سي، کالي بدل کړي او قاضي ته شکايت وکړي.

کله چي کور ته ورسيد تبر يې پيدا کړ،

ميرمني يې ځاى پر ځاى کړى و.

سړى بيا له کوره راووت او ګاونډى يې بيا تر نظارت لاندي ونيوئ،

دده نظر او فکر بدل سو د ګاونډي ټول کړه وړه، حرکات،

خبري د يو شريف سړي په څير ورته ښکاريدلې.



پاملرنه:

هر څنګه چي ته ځان ته ګوري هماغسي يې،

که فکر کوې چي هميشه به ناکام او موخي ته به ونه رسيږي

دا ريښتيا ده  بريالى به هم نه سې،

که دي ښه فکر کاوه او همېشه دي مثبت اړخ څېړئ،

نو هيڅ کله به ناکام نه سې.

خپل د فکر ډول دي بدل کړه.

يو عالم څه ښه ويلي دي:

(ځان داسې کړه لکه سمندر چي څوک دي اسرار نه سي معلومولای،

ځان داسي کړه لکه اسمان چي څوک دي هيلي نه سي درولای،

داسي سه لکه مرغه چي کړه وړه دي څوک له ګواښ سره

نه سي مخ کولای، داسي سه لکه ونه چي رېښې دي

څوک نه سي پرې کولای او داسي سه لکه ډبره چي څوک دي

نه سي ماتولای. . .

او ستا د خير کارونه بايد د هغه چاپه څېر وي چي پر شګو روان وي،

ږغ يې نه اورېدل کيږي؛ خو نښي يې څرګندي وي.)



:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۱/۱۸
http://ups.night-skin.com/up-91-10/hask-ethics1.jpg

يو رياضي پوه د نر او ښځي په اړه په زړه پوري نظريه ورکړې ده

که ښځه يا نر د ښو اخلاقو څښتن وي مساوي کيږي په (١) عدد سره.

که يې ښايست هم ورسره درلودئ نو يو صفر ورسره يو ځاى کيږي  مساوي کيږي په (١٠) سره.

که شتمن او پيسه داره و، نو يو بل صفر هم ورسره يو ځاى کيږي مساوي کيږي په (١٠٠) سره.

که دښه نسب او خاندان څه وه يو بل صفر هم ور سره ملګرى کيږي چي مساوي کيږي په (١٠٠٠) سره.

ولي که يې اول عدد (١)چي د اخلاقو دى د لاسه ورکړي د صفرو پرته به هيڅ هم ونه لري نور هيڅ هم نه دى او د انسانيت ارزښت هم نه لري.

پاملرنه: په ځان کي ښه اخلاق پيدا کړئ ځکه چي دښو اخلاقو لرونکى د ښه وجدان څښتن وي .

ستر خوشحال خان څه ښه وايي:

ښايسته سترګي هغه چي با حيا وي

بې حيا سترګي به څه کړې چي زيبا وي



:: تړاو: درنې خبري
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۱/۲۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.