سړي ته حال راغئ، چي ښځه دي سېل يو وړه؛ سړي ويل، ما هميشه ويلي، چي باران د الله رحمت دئ!



:: اړونده موضوع: اولسي ادب
:: تړاو: خندا
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۶

+18 بې ادبي معاف

يو مجرد ته چا ويلي وه، چي په امريکا کي نو بل رکم عياشي ده، چي دا محض ورغلې، بس چي څونده دي زړه غواړي کوه يې.

مجرد صاحب هم د امريکا ټکيټ واخيست، کله چي الوتکه په امريکا کي کښته سوه، پیلوټ ږغ وکړ، چي الوتکه کښته سوه، نور مو نو کمربندونه خلاص کئ.

له مجرد څخه له خوشحاليه ناره وسوه، ويل لکه چي له خيره سره شروع سوه!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: خندا
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۴/۰۳

وایی یو صحرایي د ښار په یو پاکه ساحه کي د حاجت پر رفع کولو کښېنستئ، چي ناڅاپه درې عسکر ورته ودرېدل او سړی یې لاس تړلی قومندانۍ ته روان کئ.
پر لاري یې ورته وویل، که موږ ته کباب را رانیسې، ایله به دي کړو!
صحرایی بېچاره د ځان د خلاصون په موخه کباب ور رانیوئ؛ عسکرو خورا په خوند سره کباب خوړئ.
صحرایی ډېر په حیرانۍ سره ورته کتله.
یو عسکر سترګي پر راغټي کړې، ولي داسي حیران راته ګورې، تا تر اوسه عسکر نه دي لیدلي؟
سړي ورته وویل عسکر مي لیدلی دي، خو دې ته حیران یم که زه بولو نه وای نیولی، نو تاسو به څه شي خوړل!



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو: خندا
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

قاضی: واده دي کړی دئ؟
مجرم: هو!
قاضی: له چا سره؟
مجرم: له یوې ښځي سره(په محکمه کي د خلکو خندا)
قاضي: تاسو په محکمه رشخند وهئ؟
مجرم :یا ، یا صاحب داسي نه ده.
قاضی: بیا نو ولي وایي چي له ښځي سره مي واده کړی؟
مجرم: خو رشتیا مي له ښځي سره واده کړی!
قاضي: تا څوک لیدلئ، چي له نارینه سره یې واده کړی وي؟
مجرم : هو!
قاضي: څوک دئ؟
مجرم : زما مېرمن، هغې له یو نارینه سره واده کړی دئ.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: خندا
ن :
ت : ۱۳۹۸/۰۸/۱۸

وايي چي دملانصرالدين نه چا پوښتنه وکړه چي ولي دي واده ونه کړ؟

ملا ورته وويل چي په واده پسي هند ته لاړم هلته مي ښکلي نجوني ډيري پيدا کړې خو دعقل نه خلاصي وې ، ولاړم عراق ته هلته مي عقلمندي او هوښياري ميرمني ډيري پيدا کړې خو ښايسته نه وې بيا مي مصر ته سفر وکړ هلته مي داسي ښځه پيدا کړه چي هم ښاسيته او هم هوښياره وه خو بيا مي هم واده ورسره ونه کړ.

هغه نفر ورنه په ډېره تلوسه پوښتنه وکړه نو ولي دي ونه کړ؟؟؟؟

ملا ورته وويل چي هغه ښځه هم د داسي اوصافو لرونکي پسې ګرځيده چي ما غوښتل خو هغه څه په ما کي نه وه!

هدف: ريښتيا يې ويلي چي هيڅوک هم له ځانه نه دى پوره



:: اړونده موضوع: اولسي ادب، وراشې او کنايې
:: تړاو: خندا
ن :
ت : ۱۳۹۰/۰۹/۱۵

تر واده مخکي: تر سرې غرمې بيدېدل

تر واده وروسته: تر ملا مخکي ويښيدل

پايله: مسجد پالل

* * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *

تر واده مخکي: بې اجازې په سفر نلل

تر واده وروسته: وسلماني ته تلل هم اجازه غوښتل

پايله: حساس ژوند

* * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *

تر واده مخکي: تر ټولو ښه خوراک بېله احسانه

تر واده وروسته: سوځلې ډوډۍ داحسانه سره

پايله: د ژرندي په شان معده لرل

* * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *

تر واده مخکي: ښايسته استراحت اوخوشحاله ژوند

تر واده وروسته: سخت کار او ستومانه ژوند

پايله: کړاو ګالل

* * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *

تر واده مخکي: دتفريحي ځايو ته تلل

تر واده وروسته: دخسرګنۍ کورته تلل

پايله: راپورتر

* * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *

تر واده مخکي: انګريزي ويل فوتبال کول

تر واده وروسته: کوچنيان ارامول درملتون پېژندل

پايله: زړ سوى پيدا کول

* * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *

تر واده مخکي: دپلار نه پيسې اخيستل

تر واده وروسته: ميرمني ته پيسې ورکول

پايله: بانکداري يادول

* * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *

تر واده مخکي: وسېنما او ستوديم ته په صف کي دريدل

تر واده وروسته: و قصاب او نانواى ته په نوبت دريدل

پايله: نوبت مراعتول

* * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *

تر واده مخکي: په رخصتيو کي په ميله تلل

تر واده وروسته: په رخصتيو کي کور صفاکول

پايله: ښاروال خوشالول

* * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *

تر واده مخکي: دميني او حماسي شعرو ليکل

تر واده وروسته: د قفس د مرغه داستان ليکل

پايله: دخپلواکۍ ارزښت پيژندل

* * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *

تر واده مخکي: په تليفون کي په ساعتو بانډار

تر واده وروسته: په مبايل کي په ثانيو خبري

پايله: دخپلي روغتيا خيال کول

* * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * * *

تر واده مخکي: هر وخت ميلمستياوي کول

تر واده وروسته: په اختر کي يوه شپه ميلمستيا برابرول

پايله: دود پر ځاي کول



:: اړونده موضوع: اولسي ادب، سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو: خندا
ن :
ت : ۱۳۹۰/۰۸/۲۴

دوه تنه په اعدام محكوم سوي وه، كله چي دوى د اعدام ځاى ته راوستل سول، نو يو نفر ئې د اعدام پر تخته ودراوه او په غاړه كي ئې

رسۍ ور بنده كړه، كله چي يې تخته كښته كړه، نو رسۍ وشلېده اعدامي لاندي چي هلته اوبه وې ولوېدى، نو خلكو چكچكي كړې، چي خداى پر ورحمېدئ او له جزا څخه خلاص سو، ده هم اوبازي وكړه او د اوبو څخه راووت.

كله چي د دوهم اعدامي وار راورسېدى هغه يې هم د اعدام ځاى ته راووست نو هلته و هغه جلاد ته زارۍ كوي، چي د خداى پار

مي در وړى دي، كوچنيان لرم دغه رسۍ ښه كلكه غاړي ته راواچوه چي زما اوبازي نه ده زده.



:: اړونده موضوع: سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو: خندا
ن :
ت : ۱۳۸۷/۰۶/۱۰

مېرمن خپل خاوند ته وايي: مبارك دي سه! په كور كي به درې تنه سو.
-  خاوند په خوشحالۍ: کوچنى پر لار ي دئ؟؟

-  مېرمن: نه سر دي وخوري، مور مي راروانه ده چي له موږ سره واوسېږي.

 



:: اړونده موضوع: سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو: خندا
ن :
ت : ۱۳۸۵/۱۱/۲۰
 
اعلان.

.:: کلیک ::.