درې خبري د بریالیتوب لار تړي: نه پوهېږم، نه یې سم کولای، نه کېږي.درې لغتونه مو د بریالیتوب پر تخت کښېنوي:زه کولای سم!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
د دریو سوري کوچنیانو درې زړه بوږنونکي جملې چي د بشر په تاریخ کي په تورو کرښو ثبت سوي دي.
🔴یو کوچني چي د ژوند وروستۍ سلګۍ ئې وهلې؛ ویل: "له دې ټولو حالاتو به خپل خدای خبرکړم!"
🔴په داسي حال کي چي سخت بمبار شروع وو، یوې کوچنۍ نجلۍ د تیښتي په وخت کي په ژړغوني انداز وویل: "کاکا! د خدای په خاطر زما عکاسي مه کوه بې حجابه یم!"
🔴: یو کوچنی چي ژړا ستغ کړی وو، په غریو نیولي ږغ ئې ویل: "زما خدایه! غواړم مړ سم، موږ ولي ډوډۍ نه لرو؟! ما وجنت ته واستوه، چي هلته ډوډۍ وخورم!"
#د_قانع_ژباړه
د ټول بشریت د ریښتیني خپلواکۍ په هیله!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
:: تړاو:
پند
له یو عالم څخه ئې وپوښتل: ولي د خلکو د عیبونو په اړه څه نه وایې؟ عالم ورته وویل: "تر اوسه د خپلو عیبونو په شمېرلو لګیا یم، نو د نورو و عیبونو ته به مي څه فکر سي."مطلب: موږ اول د نورو عیبونه شمېرو وروسته خپل عیبونه. خپل عیب مو د ولو مینځ د بل عیب د کلو مینځ دئ.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
:: تړاو:
پند
احمد له خپل ملګري، عبدالله څخه پوښتنه وکړه.ستا په فکر ایا دا سم کار دئ، چي د دعا کولو په وخت کي دي سګریټ وڅکول سي؟عبدالله ورته وویل: دا پوښتنه ولي له استاد څخه نه کوې؟احمد، استاد ته ورغلئ او پوښتنه ئې ځیني وکړه:ښاغلی استاد، کله چي دعا کوم، کولای سم سګرېټ هم وڅکوم؟ استاد ورته وویل: یا زویه، د دعا په وخت کي سګریټ څکول ښه کار نه دئ، دا له عبادت سره بې ادبي ده. احمد د استاد جواب له خپل ملګری عبدالله سره شریک کړ. عبدالله ورته وویل: تعجب مه کوه، تا پوښتنه سمه نه ده مطرح کړې، صبر زه به پوښتنه ځیني وکړم. عبدالله و استاد ته ورغلئ او پوښتنه ئې ځیني وکړه: د سګرېټ څکولو په وخت کي کولای سم چي دعا وکړم؟ استاد په ډېره مینه ناکه لهجه ورته وویل: هو زویه، بلکل کولای سې!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
:: تړاو:
پند
د علامه اقبال دا رباعي څو مشهورو شاعرانو پښتوته ژباړلي ده . ستاسو د کم يوه ژباړه خوښه ده ؟
علامه اقبال
غلامم جز رضای تو نجویم جز آن راهی که فرمودى نپویم ولیکن گر به این نادان بگویی خرى را اسب تازی گو نگویم
امير حمزه شينوارى
زه غلام یمه، غلام ستا د رضا یم ځان به بې ستا د ښودلې لار نه بیایم ولي ته که ما ناپوهه ته ووایې چي ته خر ته، تازي ووایه، نه وایم؟
عبدالباري جهاني
زه غلام یم ستا بې خوښي بل مطلب لرلای نه سم یوه لار دي را ښودلې ، زه پر بله تللای نه سم
دا منم چي زه نادان یم، مگر دا به سپینه وایو بل دي هر امر منمه، خره ته آس ویلای نه سم
عبدالمالک همت
مریی دا ستا د وره یمه خوښي دي لټوم چي ته یې راته وایې تل پر هغه لاره ځم خو خره ته به هیڅکله نیلی آس ونه وایم جانانه د زړه سره دا خبر دي نه منم
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
مقابله
سپی پر بام ولاړ وو او تر بام لاندي روان زمری ته ئې بد رد او ښکنځل کول. زمري ورته وویل: دا ته نه یې، چي و ماته ناوړه خبري او ښکنځل کوې؛ بلکه دا ستا لوړ مقام او ځای دئ، چي ما ښکنځي. ښایي له دغه مقامه چي ته نور پر سپکوې را کښته سې او پر هغه څه چي ته باور لرې له منځه ولاړ سي، هغه وخت به نو یوازي ته او هغه چي تا سپک کړي دي، سره پاته سئ.
#د_قدرت_او_مقام_په_وخت_کي_انسان_واوسه!
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
:: تړاو:
پند
وني ټولي مري، خو ځیني وني لکړي سي او د خلکو لاسګرکي سي. ځیني د تبر لاستی سي او خپل نسل وهي. ځیني بیا د خپل ټبر د سوځولو لپاره د اورلګیت خاشې سي. او ځیني بیا د پوهي خپرولو په هدف ځان د ټولګۍ توره تخته کړي.
#انسانان_هم_کټ_مټ_د_وني_په_څېر_دي!
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
یو پاچا خوب ولیدئ، چي ټوله غاښونه ئې ولوېږي! پاچا د خوب له تعبیر کونکو څخه د خوب د معنی پوښتنه وکړه. اول نفر ورته وویل: د خوب تعبیر دی دادئ، چي ته به د خپلو ټولو دوستانو مرګ په خپلو سترګو ووینې. پاچا له دې تعبیره کرکه وسوه. امر ئې وکړ، چي دا سړی مړ کړئ. دوهم تعبیر کوونکي ورته وویل: د خوب معنی دي داده، چي ستا عمر به ستا تر ټولو دوستانو ډېر وي. پاچا په دې تعبیرخوشحاله سو او دې سړي ته ئې جایزه ورکړه.
ددې دواړو د خوب تعبیر یو ډول وو، خو توپیر ئې په ویلو او بیانولو کي وو.
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
:: تړاو:
پند
وخت او زمان کله کله خلک بدلوي، مګر ډېر وختونه خلک نه بدلوي، بلکي د هغوى اصلي څېرې ښکاره کوي.
#وراشه
:: تړاو:
وراشه
زه زهـــــــير يار امــــــــير ژوندمي دئ غم کي ګـير خوند او رنــګ دي په ويـــر ټوله ژونــــد يم شبګـــير ته پاچــــــا زه حقـــــير يم مريــــــد ته مي پــــير ستازلـــــفان زماځنځــــير يم ژونـــــدى بې تدبــــــير زه قانــــــــع ستا اســــير
پښتو څانګه، کندهار پوهنتون د زمري لسمه ١٣٩٤ل
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
:: تړاو:
د زړه خبري
بازکاکا له کلي و صحرا ته ووت، د راتګ په وخت کي ورباندي شپه راغله. د شپې په تاریکه کي یو حیوان حمله پر وکړه.له سختي جګړې وروسته پر حیوان بر لاسی سو او مړ ئې کړ.بازکاکا چي د حیوان پوست ته وکتل خوښ ئې سو، حیوان ئې پر اوږه را واخیست مخ د کلي پر خوا روان سو.کلي ته چي ورسېدئ، ګاونډي ئې د بام له سره بازکاکا ولیدئ، نارې ئې کړې: «هلی خلکو، باز کاکا زمری ښکار کړی دئ!»بازکاکا چي د زمري نوم واورېد لړزه پر راغله، ولوېد او بې هوښه سو. کله چي پر سد راغلئ، خلکو پوښتنه ځیني وکړه: «ولي بې هوښه سوې؟» بازکاکا وویل: « ما فکر کاوه، دا حیوان چي پر مایې حمله کړې، یو سپی دئ!» باز بېچاره فکر کاوه چي یو سپي حمله پر کړې ده، که چیري دی پوهېدلی وای، چی زمری دئ، نو حتما به لړزه پر راتله او په ډېر احتمال به د زمري خوراک وای. مطلب: که د یوې لوي ستونزي له نامه و بېرېدې، مخکي له دې چي له ستونزي سره مبارزه وکړې، له پښو به دي وغورځوي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
:: تړاو:
پند
#مهرباني_مینه_او_انسانیت
مخکي له دې چي خپل اولادونه د علم په وسله سمبال کړئ؛اول باید مهرباني، مینه او انسانیت ور زده کړئ؛ ځکه چي د مهربانه انسان خطر تر نامهربانه عالم او دانشمند لږ دئ!
#ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
خدایه، و هغه چاته چي دي عقل ورکړی دئ، نو څه شي دي نه دي ورکړي؟ او هغه چاته چي دي عقل نه دئ ورکړی،نو څه شي دي ورکړي دي؟
#یاربه_عقل
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
پند
شېخ و یوې بدلمني ښځي ته وویل: اې مستي ښځي، همیشه د نورو د هوسونو قرباني یې! ښځي ورته وویل: اې شیخه! هر څنګه چي مي بولې، هغسي یمه ایا ته چي څنګه ځان ښیې، هغسي یې؟
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
:: تړاو:
پند
ښه ملګری د کتاب په څېر دئ؛ سوځل یې یوازي څو ثانیې وخت نیسي، خو لیکل یې کلونه غواړي. #وراشه
:: تړاو:
وراشه
•بې ضرورته هری خواته کتل!•بې فکره پوښتنه جوابول! •د هغه کس په مخ کي ډېری خبری کول، چی هغه تر ده پوه وي!
#وراشَه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
وراشه
استاد د درس په پيل کي د اوبو ډک ګيلاس په لاس کي پورته کړ، د زده کونکو څخه يې وپوښتل: ستاسو په نظر په دې ګيلاس کي څومره اوبه دي؟زده کونکو جواب ورکړ: ٥٠ ګرامه ، ١٠٠ ګرامه، ١٥٠ ګرامه... .ښوونکي وويل: زه هم د تللو پرته پرې نه پوهېږم، چي څومره وزن به لري، خو زما پوښتنه داده، که زه د اوبو ډک ګيلاس د څو دقيقو لپاره همداسي په لاس کي ونيسم، څه به پېښه سي؟زده کونکو ورته وويل: چي هيڅ پېښه به ونه سي. استاد وپوښتل: که يې يو ساعت نور هم په لاس کي همداسي ونيسم، څه به وسي؟ يو زده کونکي وويل: چي لاس به دي لږ لږ درد پيدا کړي. استاد وويل: ښه سمه ده، که ګيلاس ټوله ورځ همداسي په لاس کي ونيسم، څه به وسي؟ يو بل زده کونکي په شوخۍ ورته وويل: لاس به دي بې حسه سي، عضلې به دي سخت درد پيدا کړي او کېداى سي فلج سي، خبره به تر ډاکتر او روغتونه ورسېږي. ټولو زده کونکو په کړس کړس وخندل... . استاد وويل: ډېر ښه! مګر په دغه وخت کي به د ګيلاس اوبو څه تغير وکړي ، که نه؟ زده کونکو ورته وويل: نه آ ښه، نو څه شي پر عضلاتو د درد او فشار سبب کېږي ؟ په مقابل کي يې زه به بايد څه وکړم؟ زده کونکي ګنګس سول. يو زده کونکي ورته وويل: د اوبو ګيلاس! ګيلاس پر مځکه وغورځوه! استاد وويل: دقيقاً ! د ژوند ستونزي همداسي دي. که يې چيري د څه وخت لپاره په ذهن کي وساتئ، کومه ستونزه نه پېښوي. که مو ډېر فکر پکښي کاوه ، کېداى سي دردونه درته پيدا کړي. اوکه مو بيخي ډېر فکر پکښي بند و؛ تاسو به فلج کړي او نور به د هيڅ کار کولو توان ونه لرئ. د ژوند په ستونزو کي فکر کول مهم دي؛ مګر مهم تر دې دادئ، چي د و رځي په پاى کي او مخکي له خوبه ټوله غمونه او ستونزي پر مځکه وغورځوئ، په دې ډول به د فشار لاندي نه راځئ. هره ورځ سهار د نوي فکر او قوي ارادې سره راکښېنئ او پر ځان باور پيدا کړئ، چي هره ستونزه راځي رادي سي. او همدا شېبه ټول غمونه او ستونزي پر مځکه و غورځوئ، ژوند همدا دئ. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
که د (پر) پر ځاى (په) و کارول سي نو التباس او ګډوډى پېښوي
ستا په لور (ښځينه اولاد) خوښ يم، ستا پر لور (طرف، خوا) خوښ يم د احمد په لور(ښځينه اولاد) ئې مه وړه، د احمد پر لور (طرف، خوا) ئې مه وړه
د الله پر لور= إلى الله - سم دئ
د الله په لور= ابنة الله (العياذ بالله) ناسم دئ
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر
له رنګه تور، په زړګي سپين دئ جرس ځکه د پيغلو لونګين دئ جرس
د محبت په ټال کي ځانکي همېش مينه ويشي د ميني سين دئ جرس
د علم کان، د پوهي غر غوندي دئ په شاعرۍ کي سپين نګين دئ جرس
د تورو شپو په وړاندي سپين سهار دئ د جنګيالي په شان متين دئ جرس
د قناعت په سر مايه بډاى دئ نن د قانع پر زړه لورين دئ جرس
د وري ١٧مه ١٣٩٤ پښتو څانګه، کندهار پوهنتون
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
انتيک پلورنکى د يو کليوال کور ته ورغلئ.د کليوال په کور کي يې يوه ډېره قيمتي او ارزښتمنه پياله وليده، چي هلته په ګوښه کي پرته ده او پيشي اوبه پکښي چیښي.انتيک پلورونکي فکر وکړ، که د کليوال څخه د پيالې د قيمت پوښتنه وکړم، په هدف به مي پوه سي او پرپياله به لوړه بيه کښېږدي؛ نوځکه ئې و کليوال ته وويل: کاکاجانه!څومره ښايسته پيشي لرې، دا پيشي پر ما نه خرڅوې؟کليوال ورته وويل په څو يې غواړې؟ ويل: په زر روپۍ کليوال پيشي د انتيک پلورونکي په غيږه کي ورکړه، ويل پر تاپوري دي د خير سي. انتيک پلورونکى مخکي له دې چي له کور څخه ئې ووزي، په ډېره ارامي سره وويل: کاکاجانه، کېداى سي چي دا د اوبو پياله هم ورسره واخلم، تر څو داپيشي په لاره کي راته تږې نه سي. کليوال ورته وويل ستا جار سم ما په همدې رکم تر اوسه ٥ پيشياني خرڅي کړي، پياله د خرڅولو نه ده...! مطلب: که چیري ته د یوچا په تېر ایستلو بریالی سوې، نو دا فکر مه کوه چي هغه شخص کم عقل دی، په دې پوه سه چي هغه شخص پرتا دومره باور وکړ، چي ته یې وړ نه وې
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
يوه ښځه د خپلي مور په فاتحه کي د يو داسي ځوان سره مخ سوه، چي مخ کي يې هغه ځوان هيڅ نه و ليدلى. ښځه د ځوان په ليدلو سره سمدستي پر مينه سوه، او هغه يې د خپل ژوند روح وګاڼه.ښځي هوښ او حواس له لاسه ورکړل او ددې سړي په فکرو کي دوني ډوبه سوه، چي نه يې د هغه څه نوم وپوښتئ ، نه يې د ځاى پته او نه يې هم د ټليفون نمبرځيني واخيست .څو ورځي تيري سوې ښځي د هغه ځوان په ليدلو پسي سرګردانه وه، چي يوه ورځ يې د ځوان په لټه خپله خور ووژل.ستاسو په فکر دې ښځي ولي خپله خور ووژل؟ښه فکر وکړئ بيا جواب وواياست!جواب يې دادئ: هغې ښځي فکر کاوه ، چي کېداى سي د خپلي خور د فاتحې په مراسمو کي هغه ځوان بيا ګډون وکړي او دايې وويني.جواب سم دئ، که نه؟حتماً به يې د همدې هدف لپاره خپله خور وژلې وي؟که تاسو هم دې پوښتني ته همداسي جواب ورکړى وي، نو په ډير باور تاسو په رواني يا psychopath ناروغي اخته ياست.يو امريکايې ارواپوه پر دې تېسټ ډير کار کړى او هغه چا چي دا ډول جواب يې ورکړى تر څېړني لاندي نيولي، په زړه پوري داده چي هغو کسانو هم همداسي جواب ورکړى چي وژونکي سريالونه يې تماشا کول. پايله: هيله ده چي د وژنکو سريالو له ليدني ډډه وکړئ، که نه وي تاسو به هم يو وخت د وژونکو سريالونو لوبغاړي سئ، خپل ژوند ته له سره کتنه وکړئ او ښه لار ځانته غوره کړئ.#دقانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
اصلا کوچنى په هرڅه پوهېږييوه بډاى سړي غوښتل چي خپل زوى ته وښيي چي په نړۍ کي ډېر فقير او بې وزله خلک سته. نو يې زوى د ښاره څخه ليري يو کلي ته بوت،تر څو د هغه سيمي غربت او مسکيني په وويني؛ روان سول.په کلي د يو غريب سړي په کور کي مېلمانه سول، د څو شپو مېلمستيا وروسته کله چي د ښار پر خوا روان سول؛ سړي د خپل زوى څه وپوښتل: زويه زموږ دسفر په اړه څه فکر کوې؟زوى يې ورته وويل پلار جانه ډېر ښه سفر وو! زويه څه شي دي په دې سفر کي وليدل او زده کړل؟ زوى تر څه فکر کولو وروسته وويل: بلي بابا، ما وليدل چي موږ په کور کي يو سپى لرو هغوى څلور سپي درلودل. موږ په کور کي يوه کوچنۍ داوبو فواره لرو، هغوى ډک د اوبو سيند درلود. موپه کور کي څو څراغونه او قنديلان لرو خو هغوى د ستورو ډک ځلېدونکى اسمان درلود. زموږ کور ډېر کوچنى او په څو لوړو ديوالونو محدود دئ، خو د هغوى باغ بيخي ډېر لوى او پراخ وو. پلار يې د زوى له خبرو سخت متاثره او حيران سو. زوى پلار ته دمنني په ډول وويل: مننه باباجانه چي ماته دي دا را وښوول چي موږ څومره فقيران او هغوى څومره خانان دي!
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
سعدي رح د ګلستان په اووم باب کي د تربيت په برخه کي راوړييو صحرايي مي وليدئ، چي و خپل زوى ته يې ويل: یا بُنَّی اِنَّک مسئولٌ یومَ القیامةِ ماذا اکتَسَبتَ و لا یُقالُ بِمَن انتَسبتَ. يعني اې زويه د قيامت په ورځ ستا څه دا پوښتنه نه کېږي، چي په خټه څوک يې؟ د خپلو کړنو او اعمالو جواب به وايي.کعبه شريفه د تور وريښمين پوښ په سبب نه، بلکي د شرف او کمال په وجه مچېږي.په قيامت نسته داسي پوښتنه چي د چا زوى يې د کوم وطنهمېزان ولاړ عدل چلېږي خوشبخت هغه دئ چي نيک عمل وي
#د_قانع_ژباړه د غبرګولي ٩مه ١٣٩
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
و لوګري ته د لور په جوړولو
استاکار خولې توى کړي ښه يې ځان دئ ستړى کړى موسم بيا د لو راغلى استاکار په خوارۍ بوخت دئ د غنمو فصل سوى ..... زلمي بيا شمله تاو کړې په فصلو ګډ دى لوګرى د ژړي غنمو وږي پاخه سوي پېغله ګرځي په کښتونو د بابا او ورور مرستياله سږنى فصل ډېر ډک دئ ټول راضي دي له باداره .... پېغله دې ته هوسېږي د ورورک واده به وسي د ورور جان ناوې به راوړي هم به دا په مراد رسي .... په وطن کي سږ فصلونو ته اميد دئ چي به ښه حاصل ور وکړي زلمي پيغلي دي خوشحاله ولورونه به پوره سي پېغله ځان سره بوڼېږي د ورورک تر واده وروسته بابا هم مجبوره کېږي چي د زوم کور ور ودان کړي پېغله دې ته خوشحالېږي ..... په دې مست ښکلي موسم کي دا هوسۍ غوندي ګرځېږي بې اختياره ږغ کړي پورته ژړ فصلونه په ګډا کړي لو دئ د غنمو ياره لو دئ دغنمو ياره ګېډۍ راواچوه بنګړي راغلي دينه ياره لو! قانع- د غبرګولي ١٠مه ١٣٩٤
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
غزلزار
سقراط يو سړى وليد چي ډېر نارامه او په غوسه دئ؛ پوښتنه يې ځيني وکړه: ولي داسي په قهر يې؟ سړي ورته وويل: په لاره کي مي يو پخوانى ملګرى وليد، سلام مي ور واچاوه، جواب يې رانه کړ او بې پروا را څخه تېر سو. دده ددې کړني څخه ډېر متاثره سوم، زهير يې کړم.
سقراط ورته وويل نو ولي زهير سوې؟ سړي په تعجب ورته وويل: معلومه خبره ده، چي دده دا کړنه سمه او انساني نه وه. سقراط ورته وويل: که په لاره کي يو څوک ووينې، چي پر مځکه پروت دئ ، د درد او ناجوړۍ څخه زورېږي، ايا په ليدو يې ته نه زهيرېږې او زړه دي نه پر سوځي؟ سړي ورته وويل: حتماً! په ليدلو يې خوابدى کېږم، د هر چا پر ناروغ زړه سوځي. سقراط و پوښتل: د زړسوي سره، څه احساس درته پيدا کېږي، له ناروغ سره بايد څه وکړي؟ سړي جواب ورکړ: په زړه کي مي ورسره د ميني، مهربانۍ او شفقت احساس پيدا کېږي او تر خپله وسه کوښښ کوم، چي ډاکتر ته يې بوځم او ياهم درمل ورته راوړم. سقراط ورته وويل: دا کار دي ددې لپاره کاوه چي هغه دي مريض ګڼئ. ايا انسان يوازي جسماً ناروغه کېږي؟ ايا هغه څوک چي فکراً او ذهناً جوړ نه وي، رواني ناروغ نه دئ؟ که څوک روحي او فکري ناروغ نه وي، هيڅ وخت له هغه څخه بده کړنه او بد عمل نه تر سره کېږي. فکري اوذهني ناروغ ته (ناپوه) وايي، پر دې ناروغ بايد زړسوى وکړو او عقلي ډاکتر ته يې معرفي کړو . نو و هيچا ته زړه مه تنګوه، په زړه کي کينه مه ورسره پيدا کوه او د خپل زړه ارامي له لاسه مه ورکوه. هر وخت چي څوک درسره بد کوي، پوه سه په همهغه وخت کي دى ناروغ دئ. #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
:: تړاو:
پند
مېشتي قافلې به د سړيو وې اوس ورځیني پاته دي په شمار خلک
روح مي ستا له روحه سره ګډ ګڼه دوه وجوده نه پرېږدي اغیار خلک
هغه چي وماته یې په جار ویل نن مي نه مړېږي هیڅ په ویار (١) خلک
اې لېونۍ، څنګه ځیني راغللې ها کلي کي مینه کړي، سنګسار خلک
سپین کفن ئې سپین وجود پټ کړی وو دید تې انتظار ول په کتار خلک
ستا قانع خو ځکه په رینګټ ژړل ياد ته چي يې راغلل ستا دښار خلک
(١)ويار: غيبت
اغلي خاطرې فيضي خور تر دې بيت لاندي في البديهه مشاعره جوړې کړې وه.
کلـي کي پـیدانسـول دښارخلــک ګرځـــم لټومه اوس دکــار خلــــک
ماهم پورته پيتونه ورته وليکل
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه
یو مسکین سړی د تازه میوې دوکان ته ودرېد او دوکاندار ته یې وویل:د الله (ج ) په نامه یو څه راکه!دوکاندار دې مسکین ته په ځیر ځیر سره وکتل او بیا یې ورته یو وروست خراب ام ورکړ.دغه مسکین سړی ام واخیست او د لږ وخت لپاره په ژور فکر کي ډوب سو؛ بیا یې د جېب څه ۲۰ شل روپۍ را ویستې او دوکاندار ته یې وویل: چي د ۲۰ شل روپیو ام راکه. دوکاندار ورته دوه ۲ دانې بهترین ام په یوه پلاستیکي خلطه کي ورکړل. دغه مسکین په یوه لاس کي هغه خراب ام ونیول او په بل لاس کي یې هغه د ښو امو پلاستیک ونیو او د آسمان پر لوریې وکتل ويې ویل: آی الله (ج) وګوره -- تاته یې څه درکړل - او ما ته یې څه راکړل! زموږ د ګران پیغمبر(ص) مبارکه وينا ده په تاسو کي تر هغه وخته پوري کامل مسلمان نه دئ ترڅو چي هغه د خپلي خوښيرشی د الله (ج) په لاره کي قربان نه کړي لږ فکر وکړئ - آیا موږ د الله په (ج) په نامه خپل بهترین شیان ورکوو؟ #د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
يو سړي په ښار كي روژه خوړله پوليسو ونيوئ، وقاضي ته ئې وروستئ؛ كه گوري چي قاضي د كباب په خوړلو بوخت دئ، و پوليس ته ئې وويل دې سړي څه گناه كړې ده، چي رادي وستئ؟پوليس ورته وويل: قاضي صاحب دې سړي د روژې په مياشت كي په يوه كوڅه كي وچه ډوډۍ خوړله، رامي وستئ چي ستا سره كباب وخوري.
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
هغه څوک چي له يو شي څخه و بېرېږي، له هغه څخه تښتيمګر که څوک له الله څخه وبېرېږي، الله ته پناه ور وړي. ارسطو#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
دواړو ملګرو فکر کاوه، چي که يو او بل ته د پخلايني لاس ورکړي، نو خپل غرور او لويي به ورته پېغور ورکړي.مګر يوه ورځ يوه ملګري خپل غرور تر پښو لاندي کړ، د خپل ملګري په ښخولو کي ئې ګډون وکړ او هغه بل ملګري خپل غرور له ځان سره قبر ته يو وړ .مطلب: مخکي له دې چي مرګ مو غرور درمات کړي په ژوند کي عاجزي وکړئ او يو له بل سره مينه وکړئ.
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
د شيخ بهايي څه ئې پوښتنه وکړه، چي ډېري سختۍ راباندي تېرېږي، څه وکم؟شيخ ورته وويل: خپله وايي، چي ډېري سختۍ راباندي تېرېږي؛ د الله شکر دئ، چي تېرېږي که نه تېرېدلاى څه به دي کول.
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
د جګړې له ډګره تازه حال (طنز)همدا اوس خورا سخته جګړه روانه ده. دا جګړه د نړۍ په ټولو سیمو کي د نفسي غوښتنو، شیطاني افعالو، بدو کړونو او ناوړه اعمالو د تصفیې په هدف په شدت سره روانه ده. ویل کېږي چي په دې جګړه کي تر اوسه ۱۷ پېشلمیان ختم سوي دي او ۱۶ روژې په بشپړه توګه نیول سوي او د ۱۷مي روژې د نیولو لپاره د نړۍ په میلونونو مسلمانان د صبح صادق له پیل سره را خوځېدلي دي.خبر زیاتوي په دې جګړه ټول مسلمانان د منظم پلان له مخي مبارزه کوي. هر ماخستن د تراوح ادا کولو وروسته د راتلونکي ورځي د جګړې لپاره استراحت کوي او سبا ته ځانونه چمتو کوي. په روانه جګړه کي شر خوښونکي عناصر؛ لکه: شیطانان او منافقین خورا سخت ځپل سوي دي. د مخامخ مقابلې توان ئې له لاسه ورکړی، اوس یوازي د چریکي حملو له لاري پر ځینو سوست کمانو مسلمانو حملې کوي.دا حملې اکثره په تشنابونو،پسخانو، بانډارځایونو، د چارواکو پر دفترونو، او ځینو امنیتي پوستو کي پر میشتو کمزورو مسلمانانو تر سره کېږي. د جګړې یو طرف مسلمانان او بل طرف ئې شیطانان او شیطان خېل دي، کفار هم د شیطانانو په ملګریتوب کي ښکېل دي. د جګړې د ډګر یو تن مسلمان جنګیالي (روژاتي) خپل مورال خورا قوي وښودئ او وئې ویل چي تر راتلونکو ۱٣ یا ۱٤ ورځو پوري به روژه په بشپړه توګه ونیسو او اختر ته به ور ورسېږو. کله چي اختر ته ورسېدو بیا به نو د خوشحالۍ جشنونه جوړېږي. زموږ خبریال حالاتو په کتلو سره دا وړاندوینه کوي، چي سوبه د مسلمانانو په برخه ده. د خبر خپرول د منابع په یادولو سره جواز لري
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
یو ځوان و یو سپين ږيري بوډا ته وويل: ماته نصيحت وکړه! سپين ږيري ورته وويل: قران ولوله؛ مخکي له دې چي، قران پر تاوويل سي! لمونځ وکړه؛ مخکي له دې چي، تاته لمونځ درکول سي! د نورو له تجربو څخه ګټه واخله؛ مخکي له دې چي، ته د نورو لپاره تجربه سې!
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
تل دي ستايمه دلبره، روح پروره په خوبانو کي سروره، منوره
ستا سينه کي دي اوبه زما غمونه دا مو دي د ژوند ثمره، سمندره
د بم درز سره يوه چغه د خير وکړي هغه بوره مور اوتره، مکرره
د ځوانۍ خوب يې پوره نه کړ بيده سو وخته! ستا له دې ضرره، ستمګره
غاښ پر شونډه يې تکيه کړ سترګه پټه ويل مه سې له نظر ه، شمله وره
د وطن په ابادۍ کي بې ډالۍ کړم زه قانع خپله ککره، بېخطره
١٣٩٤ چنګاښ ١٩ مه د روژې ٢٣مه
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
وخت ارزښت لري، تاسو:
د يوکال ارزښت له هغه زده کونکي څه وپوښتئ، چي د کال په وروستۍ ازموينه کي ناکامه سوى وي. د يوې مياشتي ارزښت له هغه مېرمني څه وپوښتئ، چي نه مياشتنى کوچنى ئې نقصان کړى وي. د يوې اونۍ ارزښت د چاپي اونيزي له مسئول څخه وپوښتئ. د يو ساعت ارزښت له هغو مينو څخه وپوښتئ، چي د يوبل د ليدلو په تمه وي. د يوې دقيقې ارزښت له هغه چا څه وپوښتئ، چي د ريل ګاډۍ څخه پاته سوى وي. د يوې ثانيې ارزښت له هغه چا څه وپوښتئ ، چي په يوه لحظه کي د يوې مرګوني پيښي څخه ژغورل سوى وي. د يوې ميلي ثانيې ارزښت د ځغاستي د سيالۍ له هغه لوبغاړي څه وپوښتئ، چي د المپيک په سياليو کي ئې د سپينو زرو مډال تر لاسه کړى وي.
:: اړونده موضوع:
زما خبري
هغه لار چي مو ساتلى پرې کاروان دئ د ژوندون د رڼاګانو ستر کيهان دئ ناخلف د زمانې پرې ګذر کاندي حاجت نسته و عيان ته څه بيان دئ
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه
که د شرموښانو (لېوانو) و مېلمستيا ته ځې، سپى دي له ځانه سره ملګرى کړه.
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
چي کوچنى وم، و لويو خلکو ته به مي کتل، کله چي به مي ليدل، چي څونه لوى لوى خلک دي؛ بېرېدم!لوى سوم، بيا هم انسانانو ته ګورم اوس بيا راته ځيني ځيني خلک ډېر کوچني معلومېږي؛ بيا هم بېرېږم!
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
هيڅ کله له کم عقل او احمق سره بحث مه کوئ. دوى ستاسو پوهه د خپلي سويې مطابق راټېټوي او بيا په خپلو تجربو تاسو ته ماته درکوي. (مارک توين)
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
پـوه، ناپـوه پېژني، ځکه چي يو وخت دى هم ناپـوه و؛ خو ناپـوه، پـوه نه سي پېژندلاى، ځکه چي هيڅ وخت دى پـوه نه و. (افلاطون)
#دقانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
سړي په ډېري حيرانتيا و ښکلو کورونو او ښايسته ماڼيو ته کتل. خپل ملګري ته ئې وويل: کله چي دا ماڼۍ او پيسې وېشل کېدلې موږ چيري وو؟ملګري ئې دى تر لاس ونيو او نژدې روغتون ته ئې ور وست؛ ورته وئې ويل: کله چي دا ناروغۍ او آفتونه وېشل کېدل موږ چيري وو؟خدايه شکر دئ چي چاته دي ورکړي او چاته دي نه دي ورکړي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
هينداري مه ماتوئ، څېرې مو اصلاح کړئ!مولانا صاحب په مثنوي کي راوړي:وايي يو خر دعا وکړه، چي څښتن ئې مړ سي، تر څو د خرتوبۍ له ستړي ژونده په امان سي.څښتن ئې د خره په غوښتنه پوه سو، ويل:اې خره! زما تر مرګ وروسته به تا بل څوک رانيسي، بل څوک به دي څښتن سي، د خپل ځان د خلاصون لپاره دعا وکړه، چي له خرتوبۍ څخه ځان ازاد سې.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
د قران کريم په دې ايت کي (مَا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِن قَلبَينِ فِي جَوفِه) علمي اعجازپه يو علمي کنفرانس کي د پوهنتون استاد د قران کريم پر اعجاز او بلاغت خبري کولې؛ ويل که په قران کي يوه کلمه بېځايه سي او يا ئې پر ځاى بله کلمه راوړل سي، معنى ئې ناقصه او سم مفهوم نه ترې اخيستل کېږي. استاد د خپلو خبرو د تائيد لپاره د قران کريم څخه ډېر مثالونه راوړل. ناببره يو تن محصل چي د بې دينۍ په رنځ اخته و، ودرېدئ وئې ويل: استاده زه ستاسو خبري نه منم! په قران کي ډېري داسي کلمې راغلي دي، چي کارول ئې په هغه ځاى کي هيڅ لازم نه دي؛ لکه د قران په دې ايات کي ( مَا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِن قَلبَينِ فِي جَوفِه...) احزاب سورت ٤ ايات. ژباړه: الله تعالى د نارينه په سينه کي دوه زړونه نه دي ايښي. دې بې دېنه ځوان پسي زياته کړه: هيڅ بشر دوه زړونه نه لري، ولي په قران کي راغلي دي، چي د نارينه په سينه کي دوه زړونه نسته، د ((لرجل)) لفظ پر ځاى بايد داسي راغلي واى(( ما جعل الله لبشر...)) يعني د نارينه لفظ بايد نه واى ياد سوى. په تالار کي چوپتيا خپره سوه، ټول و استاد ته متوجه سول، چي استاد څنګه جواب ورکوي! له بله اړخه د ځوان دليل هم پر ځاى و. زموږ په بدن کي تر يو زيات زړونه نسته د نر او ښځي بدن بې توپيره دئ، نو بيا ولي په قران کي د (( رجل)) لفظ راغلى دئ؟ استاد په ژور فکر کي ډوب سو، ول که دې ځوان ته سم او مدلل جواب ورنه کړل سي، کېداى سي ډېر نور محصلين ئې پر طرف سي او خداى مه کړه په زړونو کي ئې د قران کريم د ايتونو په اړه شک پيدا سي . تر لږ ځنډ وروسته استاد په ډېر جرئت سره جواب ورکړ، وئې ويل: په رښتيا هم همداسي ده... يوازي نارينه دئ چي په هيڅ صورت ئې په بدن کي دوه زړونه نه يو ځاى کېږي، مګر هرکله چي ښځه بارداره ( حامله ) سي، په نس کي ئې دوه زړونه موجود سي، يو د مور او بل ئې د ولاد چي په نس کي ئې دئ. په دې وخت کي ټول محصلين سره وغوړېدل او د استاد جواب ئې په خوښيو بدرګه کړ. نتيجه: په قران کي هيڅ داسي کلمه نه ده راغلې، چي په هغه کي دي يو حکمت رباني موجود نه وي. بېله شکه چي د قران کريم د هري کلمې او هر لفظ بدلول، د ايات په معنى او مفهوم کي د نقصان او خلل سبب کېږي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
د لوى مفسير شيخ الحديث عالم او متقي شخصيت حضرت مولانا محمد عبيدالله ايوبي (رح) ژوند ته لنډه کتنهمولانامحمد عبیدالله ایوبي، کندهاري، نقشبندي، سلیمانخېلي، سني، حنیفی مذهبه او په طریقت کي د نقشبنديې طريقې پيرو و.مولوي عبیدالله د ملا محمد ایوب زوى،د ملا شمس الدین لمسى د محمدکریم کړوسى او د سکندر کودى دئ.نوموړى د پنج شنبې په ورځ د ماپښین تر لمانځه وروسته د ذالقعدې پر ۱۵ مه د (۱۳۴۳ هـ. ق) دکندهار ولايت د پاشمول په کلي کي زېږېدلى دئ.شيخ الحديث او مفسير لوى عالم مولوى عبيدالله ايوبي لومړنۍ زده کړي د خپل پلار ارواښاد مولوى محمد ايوب څخه تر سره کړي دي، وروسته پاکستان او هندوستان هيوادونو ته د زده کړو لپاره تللى دئ. د پرلپسې زحمت او زيار ګاللو څخه وروسته د خپل عمر په ٢٥ کلنۍ کي د فضيلت پګړۍ ور پر سرکړل سوه. وروسته ئې تدريس پيل کړ. د کندهار ولايت د سنځري په کلي کي ١٢ کلونو ډېر وخت تدريس وکړ، په همدې جريان کي ئې د کندهار دکدني د سيمي د مشهور شيخ کامل مولوى عبدالغني مشهور په بابک لاس نيوى وکړ او د نقشبنديې طريقې پيرو سو. څه وخت وروسته کندهار ښار ته راغلئ او د ملاعلم اخند په کلي کي ئې ١٣ کاله طالب العلمان و روزل. د ١٣٥٧ د غويي د کرغېړني کودتا سره سم مولوى ايوبي صاحب مهاجرت ته اړ سو او د ډېرو نورو منورينو او مشايخو په څېر ده هم هيواد پرېښود، د پاکستان هيواد د کويټي ښار ته ولاړ. مولوى ايوبي صاحب د تدريس تر څنګ ډېر کتابونه تصنيف کړل، چي مشهور هغه ئې په ١٨ ټوکه د قران مجيد تفسير (تفسير ايوبي) دئ، ډېر نور کتابونه ئې و پښتو ته را وژباړل او تر ٤٠ پر ډېرو کتابونو ئې حاشيې او تعليقات وليکل. مولوى ايوبي صاحب د ژوند ډېره برخه په تدريس او د شاګردانو په روزنه تېره کړه. د ژوند وروستي ٣٥ کلونه ئې د پاکستان د کويټي په ښار کي په تدريس پاى ته ورسول . په هيڅ سياسي جريان او ګوند کي ئې وظيفه وانه خيستل او بې پرې پاته سو. شيخ الحديث مولانا ايوبي صاحب څخه ٦ لوڼي او ٦ زامون پاته سوي، زامن ئې هم د علم په ګېڼه پسولل سوي اود ښه شخصيت څښتنان دي. لوى عالم او متقي شخصيت مولوي محمد عبيدالله ايوبي حنيفي نقشبندي سليمانخېلي د ١٤٣٦ ه ق کال د شوال مياشتي پر ١٣ مه نېټه په داسي کي د اجل داعي ته لبيک ووايه، چي په زرګونو شاګردان او په لکونو مسلمانان ئې د تدريس ، علمي مسايلو بيانولو او تصنيفونو څخه مستفيد سول. انا لله و انا اليه راجعون.
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
زموږ نېکمرغي په درو جملو کي نغښتې دهد پرون ورځي څخه زده کړه کول، د نن ورځي څخه ګټه اخسيتل او سبا ورځي ته هيله لرل.مګر موږ په نورو درو جملو خپل ژوند تباه کووپه پرون ورځ پسي ارمان کوو ، نن ورځ ضايع کوو او د سبا ورځي څخه بېرېږو.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
کوچنی وم تازه مي باسیکل زده کړی و.د جمعې ورځ وه، بازار خالي و د خرقې شریفي خوا ته ولاړم.د خرقې شریفي د زیارت څخه یوه ډله طالبان راوتل، په مخ کې جګ صوفي سړی چي توربخن غټ ترخضي اریش کالي ئې اغوستي، جرمنی بوټ یې په پښو، توره د پاج لنګوټه ئې پر سر ریبکاټ صدرۍ ئې په تن وه، را روان و.زه په ډېر فاتحانه انداز له خپل باسیکل سره چي نوی مي بازار ته را ایستلی و، له دروازې څخه په لږ فاصله کي ولاړ وم.دوی را ورسېدل بېله دې چي څوک پر ما د باسیکل د ایسته کولو ږغ وکړي، راورسېدل. همدې لومړي تن زما سره داسي چلند وکړ، لکه ما چي لاره په حقه سره بنده کړې وي، په ډېري ارامۍ سره د باسیکل مخ ته تېر سو. خدای شاهد دئ، چي دده ددې چلند څخه ډېر خوشحاله سوم. په زړه کي مي وویل دا سړي لکه چي زما د نوي باسیکل د زده کړي او خوشحالۍ څخه خبر و. تلوسه مي سوه، چي دا سړی و پېژنم. یو نفر ته مي وویل: ملا صاحب دا سړی څوک و؟ په تلواري ږغ یې راته ویل: (لوی ملاصاحب!) د لوی ملاصاحب د نامه پېژندنه خدایږو راته سخته وه. کور ته راغلم دا کیسه مي د کورنۍ و نورو غړو ته وکړه. چا راته وویل هغه خو ملامحمد عمر اخوند و، د جمعې د لمانځه څخه وروسته ولایت ته تلئ. #خاطره
:: اړونده موضوع:
زما خبري
:: تړاو:
خاطره
له شرمښ څخه د انسانيت هيله مه کوئ!له پُسه څه ئې و پوښتل که ته شرمښ (لېوه) واى، څه دي کول؟پسه وويل: ما شرمښان په وښو خوړولو عادتول، تر څو پر نورو بېګناه پسونو د حملې کولو څخه راګرځېدلي واى.له شرمښ څخه ئې پوښتنه وکړه، که ته پسه واى، څه به دي کول؟ول: ما پسونو ته دا ورښودل، چي څنګه د شا په دوو پښو شرموښان پر دا سر ووهي او مړه ئې کړي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
:: تړاو:
پند
کښتګر و موږک ته دام کښېښود. موږک چي دام وليد، و چرګ او پسه ته ئې خبر ورکړ.ټولو وويل: موږکه، دا ستونزه يوازي ستاده، په موږ هيڅ اړه نه لري!يو مار د کښتګر په تله(ترازو) کي ولوېد او پر لاس ئې وچيچئ.سمدلاسه ئې د کښتګر لپاره له چرګ څخه ښورا جوړه کړه، پسه ئې د ميلمنو لپاره حلال کړ. غوايى ئې د کښتګر د ارواه د خوښۍ په موخه خيرات کړ. په دې وخت کي موږک د دېوال له سوري څخه تماشا کول او د هغه ستونزي چي په نورو پوري اړه نه لري، فکر کاوه.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
هنري نثرونه
:: تړاو:
پند
پر زړګي باندي را اوري ستا خيالونه لکه ستوري
ستا مالت کي ګرځېدمه ماتم پروت وو پر هر لوري
شيخ له شيخه امان غواړي د خلوَت خبري نوري
د ګاونډ له مکر و چله نن مو ميندي سوې سرتوري
چي يې نوم ته هوسېږم هغو مېني کړې را توري
ژوند د اُنس له خوږ تعبيره د دوى ژوند د نفرت توري
له هغو به ځان قربان کړم چي انسان له قتله ژغوري
دا غرور به ئې عادت وي چي دا ښکلي نه راګوري
دادي خوى د پښتنې دئ دجلال او جمال خوري
که مي خواست رب ته منظور وو خپور به سي د امن سيوري
قانع خوب به دي ريښتيا سي خداى زموږ فرياد ته ګوري
د زمري ٢٦مه ۱۳۹۴ پښتو څانګه-کندهار پوهنتون
:: اړونده موضوع:
زما شعرونه،
غزلزار
:: تړاو:
د زړه خبري
د ورځني عادت سره سم مي د کوچنۍ جیبي راډیو سیخ کش کړ، د امریکا ږغ ماښامنۍ خبرونه مي تعقیب کړه. خبرونه څه بل ډول ول، تازه خبر!همدا اوس مو د بلي حملې خبر تر لاسه کړ!تازه حمله موږ ته ډېره نژدې ده!په زرګونو کسانو د وژلو وېره ده! او ...! د خبریالانو له هیجانه او وهمه ډک خبرونو مي د بدن ورېښتان شخ شخ کړل. القاعده او امریکا سره ښکر په ښکر سول سمدستي مي ناستو ملګرو ته وویل لکه چي د طالبانو د نظام سقوط پیل سو. دا ۱۴ کاله مخکي د سپتمبر د ۱۱مي نېټې د ماښام خاطره وه.
:: اړونده موضوع:
زما خبري
:: تړاو:
خاطره
|