هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

سخت ګزار به وخورې له افغانه څه

ورک به دي نښان سي له جهانه څه

ته چي اور ته لاس ور وړې لمبه به سې

روغ به پاته نه سې له طوفانه څه

ځاله‌ د بازانو، د زمریانو کور

ښکار په ډېر همت وړي له ميدانه څه

هر چا که په بد نظر ور وکتل

تندر به پرې راسي له اسمانه څه

ته دي له خپل پلاره څخه و پوښته

ژر به دي پښېمان کړي بد ګمانه څه

کور د ميرويس خان او احمدخان دئ دا

هر څه ئې واضح دي له عنوانه څه

دلته هر زلمی دئ لکه غر ولاړ

نه دئ چا مات کړی له زمانه څه


تړاو: حماسه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

دا ترانه مي لس کاله مخکي د کوچنيانو له پاره ليکلې وه

ترانه

دغه کـــور د اریایانو دا ټاټــــوبی د افغان

پکښي مېشت درانه قومونه ښایسته دئ پرې جهان

کندهار د قندو هار دئ، د سياست او ادب مېنه

د نیکه، بابا پلازمېنه، رب دې نه کړي را خزان

د هلمند ځوانان دي ښکلي، زابليان تاريخ منلي

فراهیان مو د سر سترګي، غزنيچيان تازه ګلان

د نیمروز زلمي ښاغلي، میداني وردګ غښتلي

هراتيان د تاريخ څلي، تل دي وي کابل شاهان

بادغیس ته مو سلام دئ، د بامیان تاريخ روښان دئ

دي بلخيان مو د تن وینه، ښه ځوانان دي پر روزګان

پکتیکا کور د جرګو دئ، کندوز کور د مېړنو دئ

د کونړ له سردرو څه، زر سلامه پر جوزجان

ښکلی خوست مو غيرتمند دئ، لوی لوګر مو هنرمند دئ

پکتیاوال مو مېړني دي، په ښو یاد دي وي بغلان

د پنجشېر مستو سیندو ته، د فاریاب و پرګنو ته

ننګرهار د علم ځاله، د اسیا بام بدخشان

سمنګان کي پر تنګي، پورته کېږو پر نیلي

سرپل ته به ور درومو، اتڼ خوند کړي پر لغمان

د غوري تاریخ به یاد کړو، پر تخار به زړګی ښاد کړو

کاپیسا کي به دمه سو، ژوند به وکړو پر پروان

نورستان مو ډېر زېبا دئ، ټول هیواد مو په رڼا دئ

څو چی دا ځمکه اسمان وي، دا هیواد به وي ودان

د افغان په نامه ياد يو، له ختیځه تر لویدیځه

په یوه ږغ باندي پاڅېږو، استقلال مو دئ نښان

جوړو به کور و کلی، په تعلیم تحصیل ښاغلی

قانع وايي بريالي يو، که رهبر مو وو قرآن


تړاو: ترانه
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ خپرندوی

د کندهار ښار د شمال په ۴۰ کیلو میتري کي د شاه وليکوټ په ولسوالۍ کې د دالې بند د هيواد له لويو بندونو څخه يو دئ، چي د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو کرهڼيزي مځکي په خړوبېږي.

ددې بند د جوړېدو کار په ۱۹۵۲م.کال د ظاهرشاه په واکمنۍ کي د شامحمود د صدراعظمۍ په وروستي کال شروع او په ۱۹۵۳م. کال د شهيد داؤد خان د صدراعظمۍ په اوايلو کي پای ته ورسېد. دا بند چي له خاورو جوړ سوی ۵۵ متره لوړوالی او ۵۳۵ متره اوږوالی لري. په مجموعي ډول ۳۱۴ میلیون مترمکعبه اوبه زېرمه کوي.

#خلک_د_دالې_بند_ته_ولي_خوشحالي_کوي

اوبه د الله لوی نعمت دئ د اوبو برکت دئ، چي د ځمکي پر مخ انسانان او حيوانان ژوند کوي؛ الله عزوجل د سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء په ۳۰ايات کي فرمايي: وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء کُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ.

له اوبو څه مو هر ژوندى شى پيدا کړ.

په رشتيا سره چي اوبه ژوند دئ او پر موږ ددې ستر نعمت د شکر اداينه لازمه ده.

د دالې د بند پارچاوې خورا تکي شنې اوبه لري او په خورا جوش سره بهېږي؛ څو دقيقې ناسته او ورته کتل زړه ته خوښي ور بخښي.

د کندهار، هلمند، روزګان، زابل، غزني، فراه؛ چمن ګلستان، پښين، کوټي او نورو سيمو خلک ئې سيل ته راځي؛ مېلې کوې.

الله عز وجل دي مو هيواد او اولس همېشه خوشحاله، سوکاله او پرمختللی لري.

آمين


تړاو: کندهار
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

داله پارچاو سوه!

نن د حمل۱۶مه د پنج شنبې په ماښام د‌ دالې کاسه په خير سره ډکه او پارچاو سوه؛ که څه هم سږ کال کاسه د تېر کال په پرتله څو ورځي وروسته را پارچاو سوه، خو بيا هم باغوانان، کښکتر او عام خلک ډېر په خوشحاله دي.

#داله_چيري_ده_او_چا_جوړه_کړې_ده

د کندهار ښار د شمال په ۴۰ کیلو میتري شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د دالې بند د هيواد له لويو بندونو څخه يو دئ، چي د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو کرهڼيزي مځکي خړوبوي.

ددې بند د جوړېدو کار په ۱۹۵۲م.کال د ظاهرشاه په واکمنۍ کي د شامحمود د صدراعظمۍ په وروستي کال شروع او په ۱۹۵۳م. کال د شهيد داؤد خان د صدراعظمۍ په اوايلو کي پای ته ورسېد. دا بند چي له خاورو جوړ سوی ۵۵ متره لوړوالی او ۵۳۵ متره اوږوالی لري. په مجموعي ډول ۳۱۴ میلیون مترمکعبه اوبه زېرمه کوي.

#خلک_د_دالې_بند_ته_ولي_خوشحالي_کوي

اوبه د الله لوی نعمت دئ د اوبو برکت دئ، چي د ځمکي پر مخ انسانان او حيوانان ژوند کوي؛ الله عزوجل د سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء په ۳۰ايات کي فرمايي: وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء کُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ.

له اوبو څه مو هر ژوندى شى پيدا کړ.

په رشتيا سره چي اوبه ژوند دئ او پر موږ ددې ستر نعمت د شکر اداينه لازمه ده.

د دالې د بند پارچاوې خورا تکي شنې اوبه لري او په خورا جوش سره بهېږي؛ څو دقيقې ناسته او ورته کتل زړه ته خوښي ور بخښي.

د کندهار، هلمند، روزګان، زابل، غزني، فراه؛ چمن ګلستان، پښين، کوټي او نورو سيمو خلک ئې سيل ته راځي؛ مېلې کوې.

الله دي په هيواد کي د ميني ورورولۍ او خوشحالۍ فضا هميشه خپره لري.


تړاو: داله, کندهار
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۱۸ خپرندوی

د کندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ د دالې بند د جوړېدو کار په ۱۹۵۲م.کال د ظاهرشاه په واکمنۍ کي د شامحمود د صدراعظمۍ په وروستي کال شروع او په ۱۹۵۳م. کال د شهيد داؤد خان د صدراعظمۍ په اوايلو کي پای ته ورسېد.

داله په همهغه وخت کي هم يوه سرسبزه سيمه وه، کله چي حکومت د امريکا په مرسته د دالې بند جوړاوه، د خلکو له ډول ډول غبرګونو سره مخ سو، تر دې چي ښځمنو په داله پسي بدلي جوړي کړې، ځينو ددې کار ستاينه کوله او ځينو ئې غندنه کوله؛ دا بدلي اوس ډېر لږ د خلکو په ياد کي پاته دي، چي يوه بدله ئې په دې ډول ده.

غرقه دي داله کړه چي دي رود کئ رابسته

پاچا مو ظاهرخان دئ بند تړي په امريکه

دا دونه غر ئې سوری کئ، بيا ئې ورکړه دربچه

پاچا مو ظاهرخان دئ بند تړي په امريکه

راغله ماشینان پکښي ناست هزاره ګيان

چتي پيتي پزي له يوه مخه بينيان

سخت دي تر ډبره چي دوی کار کاوه په شپه

پاچا مو ظاهرخان دئ بند تړي په امريکه

که ددې بدلې نوره برخه که ستاسي او يا ستاسي د مشرانو په ياد وي، دلته ئې وليکئ.


تړاو: د تاریخ خبري
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۰/۰۷/۰۸ خپرندوی

ارګ په لغت کې د يوې لويې کلاپه مېنځ کې کوچنې کلا ته وايی چې د برجونو درلودونکی وی ، په اصطلاح کې د فرمان ورکوونکی داوسېدو ځای ته وايی له همدې کبله هغه ځای ته ويل کيږی چې په هغه کې دښار ، ولايت يا هيواد مشر واوسېږی او له هغه ځايه چارې اداره کړې . پخوا دغه مفهموم په افغانستان کې د دوو ځايو نو لپاره کاريده ، يو يی مخکې دافغان اوانګليس له دوهمې جګړې نه اوبل يی وروسته له دغې جګړې نه . دانګريزانو دپوځ دتيری يوه ناوړه پايله په افغانستان کې داوه چې دکابل دبالاحصار ودانې يا دافغان باچاهانو کلکه کلا او دچهلستون لرغونی ماڼۍ دانګريزی واکدار رابرتس په حکم سره وران شول .اوله دغو سترو اولرغونو ماڼيو نه چی دسدوزايانو په وخت کې دباچا داوسيدو له ځايه برسيره يو زر داوسېدو کورونه ، بازار اوڅو نومولې کلا ګانې په کې وی له خاورو پرته بل څه پاتې نه شول. دانګريزانو دپوځ حضور داځل اوږد شو اوکله چې دغو ځواکونو افغانستان پريښود او دچارو واګې يی عبدالرحمن خان ته وروسپارلې نو دباچا داوسېدو يا د ارګ په نامه کوم ځای په کابل کې وجود نه درلود بنا پردې عبدالرحمن خان وروسته له دې چې په کابل کې ميشت شو اوخپل ځای يی وټاکه نو کندهاری اوکابلی مهندسان او معماران يی راوغوښتل څو دشيرپور ترڅنګ يعنی دهغه وخت دکابل په شمالی اوشمال ختيزه برخه کې دارګ دجوړولو کار پيل کړی له همدې کبله عبدالرحمن خان په دغه سيمه کې دوه سوه جريبه ځمکه بېله کړه او امريی وکړ څو چې دبڼ په مېنځ کې دشاهی ارګ ماڼۍ ودانه شی. د مهندسانو دغه ډله دسيدياقوت شاه څرخی په مشری چی دامير نږدی او دباور وړ کس و او وروسته په قلعی بيګی هم مشهور شو دهغې ورځې دمعماری دفنونو سره سم دارګ کلا دکنګره لرونکو اوتير کشو ديوالونو سره جوړه کړه او دديوالونو په شاوخوا کې يی يو خندق داوبو لپاره وويست ، دغه راز يی د ارګ دکلا دديوالونو په څلورو کونجونو کې څلو ر برجونه چی دتوپونو اونورو دفاعی وسايلو لپاره يی تيرکشونه درلودل جوړ کړل. سلام خانه چی په هغه کې دجشنونو او اخترونو مراسم ترسره کيدل هم دختيزو دروازو په خواکې جوړه شوه اوپه همدې ودانۍ کې دلومړی ځل لپاره دافغانستان د ملی شورا غونډه جوړه شوه. دغه رازدسلطنتی کلا دځانګړو معماری اصولو پربنسټ نورې ودانې هم په ارګ کې دننه جوړې شوې دهغو له ډلې نه دباچا ددفتر لپاره ودانۍ ، ځانګړی ځای دباچا دکورنۍ ا وميرمنو لپاره چې حرم سرای به يی ورته ويل ، د ارګ دکارکونکو لپاره کوټې، دنقدوپيسو اوګران بيه توکو دساتنې لپاره دشاهی خزانې ځای ، کوتی باغچه ، دوسلې ديپو، دباچا دساتونکو ځای ، دزندانيانو دساتنې لپاره شاهی محبس ، پخلنځۍ او دخوراکی توکو لپاره دزيرمې کولو ځای يادولی شو.

نورې ودانۍ

دارګ د ودانۍ ترڅنګ چې دودانولو کاريی دعبدالرحمن خان په وخت کې بشپړ شو راوروسته وختو کې هم ځېنۍ ودانۍ جوړی شوی چې په هغه ډله کې لاندې ودانۍ دی:

ددلګشا ماڼۍ

دغه قصر دامير حبيب الله خان په وخت کې جوړشو چی دارګ له ښکلو قصرونو څخه دی چې دراګ په سوېل ختيزه برخه کې دبڼ په مېنځ کې واقع دی اوپه هغه کې دافغانستان دباچا دفتر وو باچا به په همدې ځای کی له ميلمنو په تيره بهرنيانو نه هرکلۍ کاوه.

د ستوري ماڼۍ

دغه ماڼۍ دارګ لویدیزې لورته ودانه شوې خو بیا وروسته دبهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوې چې دادی ددغه وزارت څانګې اوس هلته په کې کاروکوی.

لومړۍ نمبر ماڼۍ

دغه ماڼۍ د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې دشهزاده احمدشاه داوسېدو لپاره جوړه شو ه چې بیا وروسته دمحمد داود خان دولسمشری په وخت کې دسیاسی میلمستون په توګه ترې کار اخستل کیده . دمحمد داود خان دور دکمونست ګوند دمشرانو دنیول کیدو سره سم د 1357 کال دغوایی دمیاشتې په 7 نېټه دارګ دګل خانې په ماڼۍ کې دکابینې بیړنۍ غونډه جوړه شوه ، ددولس بجو شاوخوا کې ناببره دکودتا کوونکو ټانکونه دارګ لورته روان شول وروسته له یوې ورځې ځمکنیو او هوایی ګواښونو دګلخانې ماڼۍ ته دامام الدین دسرتیرو په ننوتو سره او دداودخان اودهغه دکورنۍ په شهادت رسولو سره دارګ دورانیدو بهیر هم پیل شو.

دوهم نمبر ماڼۍ

دببرک کارمل په دوران کې ددوهم نمبر ماڼۍ په نامه یوه ودانۍ جوړه شوه څو چې کارمل له خپلې کورنۍ سره په کې میشت شی خو داکار تمام نشو اودکمونست ګوند بل واکدار نجیب بیا دخپلو ساتونکو داوسېدو لپاره دهغې کار بشپړ کړ. دطالبانو دوره : دطالبانو په وخت دیوڅه مودې لپاره په ارګ کې دوزیرانو غونډې جوړېدې په همدې دوره کې طالبانو یو جومات ددلګشا ماڼۍ ته څېرمه ودان کړ. دبدوی ژوندانه په څېر هغوی دجمهوری ریاست دفتر په توشکو فرش کړ اوټولې چارې به یی په کیناستو ترسره کولې . دهغوی په دوره کې دارګ ونې پری شوی او له لرګو نه یی د سوځیدو دتوکو لپاره کار واخستل شو . هغوی دغه راز میزونه اوڅوکۍ هم ماتې کړی او دتودولو لپاره به یی کار ترې اخست نو ارګ په دې موده کې دیو متروکه ځای په توګه پاتې شو.

دحامد کرزی دور

سره له دې چې دراګ ډیربنسټونه دجګړو له کبله وران شول خو د جلالتماب حامد کرزی په راتلو سره هغه پراختیاوی چې په ارګ کې راغلې په لاندې ډول دی:

1- دارګ داحاطې ددیوالونو جوړول؛

2- دسلام خانې ماڼې جوړول اومجهزول؛

3- دسلام خانې مخې ته دشنې سیمی ، پارک اوسنتی چای خانې جوړول؛

4- دتشریفاتو ډګر جوړول؛

5- ددلګشا ماڼې بیارغاونه ؛

6- دجومات ، ژیړقصر، اوپنځه ګونو برجونو داوسپنیز بام جوړول ؛

7- دکانالیزاسیون جوړول؛

8- دجنګی وره جوړول؛

9- ددوهم نمبر ماڼۍ جوړول؛

10- دارګ دلارو پخول.

ډبرینه ماڼۍ( قصر سنګی)

دغه ځای دګلخانې ماڼۍ په څنګ کې دی لومړی دامیر دمرسته کوونکو اومشاروینو لپاره جوړ شوی وو خو د وخت په تېرېدو سره او دهرې دورې داړتیا وو مطابق دبېلا بېلو موخو لپاره وکارول شوه. دحامد کرزی په وخت کې دډبرینې ماڼۍ بیارغاول او ودانیدل په دوه پوړونو کې په مدرنه توګه ترسره شول چې دغه ماڼۍ دامنیت شورا ودانۍ دشمال لویدیز برج سره تړی ، په دې ودانۍ کې دجمهور ریس ددفتر دریس اود نورو اړونده ریاستونو دفترونه میشت دی. څو چې دګل خانې ماڼۍ ته هم تګ اوراتګ آسانه وی. دسنګی قصر په لومړی پوړ کې یو لوی سالون جوړ شوی چې دولسمشر دوګړنیزو ملاقاتونو ، ډوډۍ خووړلو، مطبوعاتی کنفرانسونو لپاره کار ترې اخستل کېږی. سره له دی چې دجمهوری ریاست دودانیو جوړل دولسمشر په لومړیتوبونو کې نه ول او دی په دی اند وو چی دارګ بیا رغاول به دهیواد دنورو برخو تربیا رغاونې وروسته ترسره کړی خو ددی ځای ورانیو دولسمشر ددفتر کار کوونکی له ستونزو سره مخ کړی وو اوله بهرنیو مېلمنو اومشرانو نه چی هروخت ارګ ته راځی ښه هرکلی نه شو کیدلای اوتشریفاتی چارې له ستونزو سره مخ وی نو تصمیم ونیول شو چی دارګ دځینو برخو دبیارغاونې چارې دی ترسره شی.

ددی پروژې په تطبیق سره اوس ارګ اودجمهور ریس دفتر دمیلمنو دهرکلی لپاره اوهم دتشریفاتی چارو لپاره په یوه مناسب ځای بدل شوی سره له دې چی دنورو هیوادونو په پرتله لاهم کمۍ په کې لیدل کیږی.

منبع: دجمهوری ریاست د ویبپاني نه په مننه


تړاو: ارګ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۰/۰۲/۰۸ خپرندوی

شمال ختيځ افغانستان

د بدخشان ولايت

د بدخشان ولسوالۍ.

  • ارغنجخواه - پخوا د فيض آباد ولسوالۍ يوه برخه وه

  • ارگو - پخوا د فيض آباد ولسوالۍ يوه برخه وه

  • اشکاشم

  • بهارک

  • تگاب - پخوا د فيض آباد ولسوالۍ يوه برخه وه

  • تېشکان - پخوا د کشم ولسوالۍ يوه برخه وه

  • جورم

  • خاش - پخوا د جرم ولسوالۍ یوه برخه وه

  • خواهان

  • درایم - پخوا د فيض آباد ولسوالۍ يوه برخه وه

  • درواز بالا - پخوا د درواز ولسوالۍ يوه برخه وه

  • درواز

  • راغ

  • زېباک

  • شغنان

  • شهدا - پخوا د بهارک ولسوالۍ يوه برخه وه

  • شهربزرگ

  • شېکي - پخوا د فيض آباد ولسوالۍ يوه برخه وه

  • فيض آباد

  • کشم

  • کوران و منجان

  • کوف آب - پخوا د خواهان ولسوالۍ یوه برخه وه

  • کوهستان - پخوا د بهارک ولسوالۍ يوه برخه وه

  • واخان

  • وردوج - پخوا د بهارک ولسوالۍ يوه برخه وه

  • یاوان - پخوا د راغ ولسوالۍ يوه برخه وه

  • یفتال سفله - پخوا د فيض آباد ولسوالۍ يوه برخه وه

  • یمگان - پخوا د بهارک ولسوالۍ يوه برخه وه

د بغلان ولايت

د بغلان ولسوالۍ.

  • اندراب
  • برکه
  • بغلان - اوس د نوي بغلان د ولسوالۍ برخه ده
  • پل حصار - پخوا د اندارب ولسوالۍ برخه وه
  • پلخمري
  • تاله او برفک
  • خنجان
  • خواجه هجران - پخوا د اندراب ولسوالۍ برخه وه
  • خوست او فرنگ
  • ده صالح - پخوا د اندارب ولسوالۍ برخه وه
  • دهنه غوري
  • دوشي
  • فرنگ او غارو - پخواد خوست او فرنگ ولسوالۍ یوه برخه وه
  • گذرگاه نور -پخوا د خوست او فرنگ ولسوالۍ برخه وه
  • ناهرين
  • نوی بغلان

د کندوز ولايت

د کندوز ولسوالۍ.

  • ارچي
  • امام صيب
  • چاردره
  • خان آباد
  • علي آباد
  • قلا زال
  • کندوز

د تخار ولايت

د تخار ولايت ولسوالۍ

  • اشکامش
  • بنگي
  • بهارک - پخوا د تالقان د ولسوالۍ برخه وه
  • تالقان
  • چال
  • چاه آب
  • خواجه بهاوالدین - پخوا د ينگي قلا ولسوالۍ يوه برخه وه
  • خواجه غر
  • درقد
  • دشت قلعه - پخوا د خواجه غار ولسوالۍ يوه برخه وه
  • رستاق
  • فرخار
  • کلفگان
  • نمک آب - پخوا د تالقان ولسوالۍ يوه برخه وه
  • هزار سموچ - پخوا د تالقان ولسوالۍ يوه برخه وه
  • ورساج
  • ینگي کلا

تړاو: شمال ختيځ افغانستان
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ