هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۳ خپرندوی

استاد عبدالرحمن پژواک د قاضي عبدالله زوى په ١٢٩٨ هجري لمريز کال کي دې نړۍ ته سترګي وغوړولې.

پژواک د افغانستان يو نوموتى شاعر، عالم او سياست پوه و.

استاد پژواک ، د ١٣٧٤هجري لمريز کال دغبرګولي په ١٨مه د پنجشنبې په سهار ، د١٩٩٥زيږديز کال د جون د مياشتي ٨مه چي داسلامي نړۍ له وير او ماتم يعنې دعاشورا له ورځې سره سمون خوري، د شپږ اويا کلنۍ په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې . _ انا لله و انا اليه راجعون)

 

د حمام لُنګ

په ظاهر کي ډېر خیالي دي دا وګړي
په باطن کي زښت خالي دي دا وګړي

په عمل کي ئې بری موندلی ندی
په وینا کي بریالي دي دا وګړي

نه ئې نوم شته نه ئې نښه خپل وطن کي
امریکا کي نومیالي دي دا وګړي

د پردي په غلامۍ کي رقابت کړي
ټینګ ولاړ په خپل سیالي دي دا وګړي

تَبَعه د امریکې شول دا بې ننګه
ګوره هسې ننګیالي دي دا وګړي

په دنیا کي خو شتمن او مستان ګرځي
خو محشر کي ډېوالي دي دا وګړي

واړه واک ئې د پردي خو په وطن کي
مدعي د واکمني دي دا وګړي

لکه لُنګ دي د حمام واړه "پژواکه!"
د هر تن د ځان کالي دي دا وګړي


استاد عبدالرحمن پژواک
د "بانوی بلخ" له مجموعې څخه


تړاو: پژواک
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ