له شرابوکــه مفتــي ژبه لنــده کــړه
په هغه دم به منصورغوندي په دار سي
***
چي ديار د ميني بار ئې پــر شـا واخيســت
الف وار قامت ئې خم په شان د دال سي
***
پورته کښته بـه د دار پــه هــوا ګــرځــي
چي منصور غوندي د عشق پرسمند سپور دئ
***
لکه زوړ دسلوکـالــو هســي خــم وي
چي هجران ورباندي کړی ډېر ستم وي
***
دم په دم نارې وهم لکــه دربــاب
چي اشنای مي بشر پټ کړ په نقاب
***
مخ ېي هسي بې حسابه ښايسته وو
لکه مياشت دڅورلسمي پــر سمــا
***
چي پلو له مخه پورته کړي ليلا
مستانه لکه مجنون سم په ژړا
خال دي هسي پرتندي باندي زيب کاندي
لکه ناست بادشاه پرتخت بــانــدي تنهــا
***
زړه مي ستا د عشق په اور سره بريان دئ
رنګ ئې ستاله غمه زيړ لکه زعفران دئ
***
چي به ستاله مخه پرته بل سر ګوري
دواړه سترګي ئې اعما غوندي ړندې کړې
***
دستار واچوه له سره سرتور کښېنه
لکه شيخ پر لوېده د دستار مه سه
***
راسه راسه پياله نوش کړه په نوروز
دبلبل په دود خروش کـړه په نــوروز
دمجنون په شان به سـوې ناره وکړم
که ليلا مخ راښکاره کـه پـه نــوروز
وه ډکه پياله نوش کـړه لـه شـرابــو
سرمنصورغوندي په دار کړه په نوروز
شاعر: عبدالرحيم هوتک
تړاو: منتخب
Afghan Afghani Converter