هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۳/۳۱ خپرندوی

چي د زړه سوده مي په تا کېږي

نه په دارو نه په دوعا کېږي

نور درته سوال د خولګۍ نه کومه
زړګیه، نوره مي حیا کېږي

هغه را ګوري، بیا په مړاوي نظر
یوه زلزله لکه چي بیا کېږي

شونډو ته خوله اوبه اوبه شي زما
چي محبت ته مي هوا کېږي

د نن فساد، پر نن اثر کوي خو
اصلي تاثیر یې په سبا کېږي

تیاره نو څه ده، د رڼا تشه ده
اصلي ګیله خو له رڼا کېږي

چي چېرته زه یمه، پوښتنه وکړه
هلته دي ذکر خامخا کېږي

مجيد قرار


تړاو: غزلزار
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ