دکال څلور واړه موسمه لکه
څلورسياسي سيالان په توده سيالۍ دکايناتو ډګر ته په دې غرض راووتل ، چي د انسانانو
پر ذهنونو او ذوقونو خپل ځانونه ومني او د زړونو په هيواد کي دپادشاهۍ مقام تر
لاسه کړي، چي دهمدغه پلان دپلي کېدو لپاره دوبى (اوړى) دمچانو، غوماشو او غومبسو
الوتکي؛ د مېږتنو، لړمانو او غونډلانو، شوبلې؛ د سمسارو او مارانو اوږده اوږده ټېلري
او دزوروري ګرمۍ ګوريلايي لښکر له ځان سره راوست اوپه شنه زور يې خپل ځان پر خلکو
وروتپه،چي زړونه اوذوقونه يې دنه منلوپه غرض لا تر اوسه بېړنۍ مظاهرې او لاريونونه
کوي٠
مني(خزان
)له راتللوسره سم دښکلاګانو او رنګينيو په وژلو لاس پوري کړ اولکه وحشي چنګېز دښکلو ښکلو ګلانو اوښايسته ښايسته شنو پاڼو جنازې
يې رواني کړې؛ ونو او بوټو ته يې دخړو خاورو رنګ ورکړ اود مساوات غوښتونکي په توګه
يې ټوله نړۍ يوډول خړه پړه کړه خو زړونواوذوقونو ته يې لاره ونه مونده٠
ژمى له بادونو،بارانونو،واورو،ژليو او له سختي يخنۍ
سره راغى. که څه هم خلکو د ټينګار په توګه تاوده کالي،څادرونه،کمبلي اوبړستني
واغوستې، خوخپلي غېږي يې ورته خلاصي نه کړې٠ پسرلي(بهار)
په خپل راتګ سره دښتو ته رنګيني لوپټې ډالۍکړې؛پرغرو او رغو يې ګلونه وشيندل،وني
اوبوټي يې ګلغونچې کړې اوانسانانوته يې دمينې، محبت، رنګونو، خوندونو، جوش اوجذبو پيغامونه له ځان سره راوړل.
خلکو،چي
دپسرلي په زړه پوري اوګټورکارونه وليدل،نو دښکلا انځورګرانو (شاعرانو اوليکوالانو)
په خپلو ليکنو ولمانځه؛سيندونه ورته له خوشحالۍ په نڅاسول، طوطيانو او بلبلانو
ورته دهرکلي په سندرو پيل وکړ،زړونو اوذوقونو د منښت رايې ورکړې، پسرلى پاچاسو اوپه
خپلو سيالانويې ومنله، چي ((انسان داحسان تابع دى)) او ((په زور کلي نه کېـږي)).
شهزاده”شيرين
زوى
:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي
:: تړاو:
جالب
 يو بزګر وو چي د تړون له مخي به يې پر کلچه پلورنکي يو
کيلو کوچ خرڅول.
يوه ورځ کلچه پلورنکي دا کوچ وتلل، نو ويې ليدل چي له کيلو کم دي، بزګر يې محکمې ته را
کش کړ.
قاضي له بزګره وپوښتل چي داندازه کولو کومه طريقه لرې؟
بزګر وويل چي قاضي صاحب زه يو ساده بنده يم، دقيق څه
نه لرم، خو يوه ساده تله لرم.
قاضي وپوښتل : نو بيا کوچ څنګه تلې؟
بزګر ځواب ورکړ
صاحب له ډيره پخوا زما او دکلچه پلورونکي
جوړه داسي وه، چي زه به له تا يو کيلو کيک اخلم او يو کيلو کوچ به درکوم، نو هره
ورځ چي دى ماته يو کيلو کيک را کوي، زه
همدا کيک دتلي په يوه پله کي او برابر کوچ په بله پله کي ږدم ، نو که اوس دى وايي چي ماته دي ته کم کوچ ورکړيدي نو دا د هغه کيک برابر کوچ دي، ده به ماته کم کيک
راکړي وي چي نن کوچ کم بولي .
دلته څوک پړ
دئ؟
هغه کلچه
پلورنکى ! پاملرنه: په منافقت او دوکه
کي شخص نه پوهيږي چي بل غولوي او که ځان. دا متل بيخي بر ځاى دئ چي د رښتيني انسان ملګرى خداى دئ حسن بصري(رض) فرمايي: درواغجن له ټولو نه اول ځان رسوا کوي
خوشحال خټک وايي چي درواغ له خولې وباسي کله خوله ده چي رښتيا له خولې وباسي خوله هغه ده
لونګين
خور مي که سينه باندي نيازبين مي کړه
ستا د دنګي غاړي لونګين مي کړه
خيال يمه په تورو کي مي ونغاړه
خوږ مي که، غزل يمه، رنګين مي کړه
غېږ کي مي ځای درکړ، ګناه ګار شومه
لوټ مي که ، کابل مي که ، ناورين مي کړه
نن مي په خوږو کتلو ولمانځه
شک يمه، ګومان يمه، يقين مي کړه
خود به يې ديوانو سره ګالمه
تا ويل ښاپېرۍ د چين ماچين مي کړه
ومي خندوه د سرو لمبو منځ کي
پورته مي کړه خال د ورين جبين مي کړه
لال يم خو دوخت ګردو وهلي يم
ومي مښه ،توريمه تک سپين مي کړه
ماته سېپارې د ميني ولوله
راشه د سپيڅلي عشق په دين مي کړه
کېږده ما د زړه په پرهرونو کي
څانګه مي کړه ، ګل مي کړه، را شين مي کړه
تاند مي کړه اشنا د ژوند چېنه يمه
شور مي که څپې د اباسين مي کړه
آجمل آند
١٣٧٧/١/١١ جلال کوټ
:: اړونده موضوع:
غزلزار
د ترکيې د خبري اژانس په حواله دنړۍ د ځينو ولسمشرانو مياشتى معاش د ډالر په حساب
امريکا بارک اوباما ٤ لکه ډالره  روسيه: ديميتري مدودوف ١١٢ زره ډالره انګلستان: ډيوډ کامرون ٢٢١ زره ډالره
 فرانسه: فرانسواولانډ ٣١١ زره ډالره
 المان: انګيلا مرکل دوه لکه اويا زره ډالره  اتريش: هينر فيشر ٣٩٣ زره ډالره  ايرلينډ: انډاکيني دوه لکه ٤٦ زره ډالره 
ډنمارک: هله ټورينګ اشميټ دوه لکه ٤٦ زره ډالره
 اسټرليا: ژوليا ګيلارډ ٥ لکه ٢١ زره ډالره
حامد کرزى ٥٢٥دالره چين: جين پينګ ٣٩ زره ډالره

:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي
يو رياضي پوه د نر او ښځي په اړه په زړه
پوري نظريه ورکړې ده
که ښځه يا نر د ښو اخلاقو څښتن وي مساوي
کيږي په (١) عدد سره.
که يې ښايست هم ورسره درلودئ نو يو صفر
ورسره يو ځاى کيږي مساوي کيږي په (١٠) سره.
که شتمن او پيسه داره و، نو يو بل صفر هم
ورسره يو ځاى کيږي مساوي کيږي په (١٠٠) سره.
که دښه نسب او
خاندان څه وه يو بل صفر هم ور سره ملګرى کيږي چي مساوي کيږي په (١٠٠٠) سره.
ولي که يې اول
عدد (١)چي د اخلاقو دى د لاسه ورکړي د صفرو پرته به هيڅ هم ونه لري نور هيڅ هم نه دى
او د انسانيت ارزښت هم نه لري.
پاملرنه: په
ځان کي ښه اخلاق پيدا کړئ ځکه چي دښو اخلاقو لرونکى د ښه وجدان څښتن وي . ستر خوشحال
خان څه ښه وايي:
ښايسته سترګي هغه چي با حيا وي
بې حيا سترګي
به څه کړې چي زيبا وي
:: تړاو:
درنې خبري
په نړۍ کي ښايسته الوتکي 





:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي
د انسان جالب او حير انوونکى تصوير 
:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي
:: تړاو:
جالب

د واده شپه
په
تيره زمانه كي يونجار وو چي په ملك كي دقحطۍ او وچكالۍ له امله مجبوره سوخپل
كوراوکلى پريږدي ديوې ګولې ډوډۍ دګټلو د پاره بايد يو بل چيري مسافرت وكړي. هغه وو
چي خپله بستره يې و تړله اود سفرموزې يې په پښوكړې دكوره څخه يي د خداى په اماني
وكړه او رهي سو.
يوه كلي ته ورسيدۍ
دځانه سره يي فكر وكړچي شپه به دلته تيره كړم اوسبا به حركت كوم . دلته په دې كلي
كي هم د ژوند ټول اړخونه په ټپه دريدلي وه
. يوخياط وو چي هغه هم غوښتل و يو بلي خواته سفر وكړي چانس ورته ياري
وكړه د يوه نه دوه ښه دي سره ملګري سوه او سهار دواړه رهي سول . پس له منزل وهلو
بيا هم د خپلي شپې د تيرولو د پاره په يوه كلي كي ډيره سول . ددې كلي خلكو هم ډيرښه
ژوند نه درلود، يو زرګر چي ډير لايق او دانسته وو د دې دوو مسافرو سره مخامخ سو
هغو ته يي وويل (( ماته احوال راغلى دى په پلاني ښاركي ډيره ښه مزدوري پيداكيږي
انشاء الله خلګ به زموږ سره كمك وكړي
)) سهارسو د دوو نه درې ښه دي سره ملګري سول او پخپل سفر يي پيل وكړ
څوشپې او ورځي يې منزل وكړ ډيرستړى سول په ګده يې سلا وكړه چي سبا به منزل نه كوي
شپه سوه درې واړه ويده سول ، نجار چي د خپلو ماشومانو په فكر كي ډوب دى خوب نه
ورتلى كرار ولاړ سو د خپلي لور په ياد يې د لرګي څخه يوه دانه نانځكه يعني يوه
دانه ناوكئ جوړه كړه بياراغۍ كرار پخپل ځاى كي پريوتى خياط هم د يوه اړخ څخه په بل
اړخ اوښتۍ ډيرخوب نه ورتلى را ويښ سو ناڅاپه يې سترګي پر نانځكي ولګېدې پوه سو چي
دا كار د نجار دئ سمدلاسه يې يوڅه ټكړې چي درلودې هغه يې قيچي او ناوكئ ته يې يوه
دانه كميس جوړكړ ،دى هم راغئ پريوتئ د سهارخوا وه زرګرد خو به راكښې نستۍ سترګي يې
پرناوكۍ ولګيدې دى هم پوه سو چي دې دوو نفرو خپل كمال ښكاره كړ زه پاته سوم زه هم
بايد څه ناڅه وكړم ده هم پخپل نوبت سره د سرو ياسپينو څخه يو اميل ورته جوړكړ اود
ناوكۍ په غاړه كي يې واچوۍ بيرته راغۍ او پخپل ځاى كي ويده سو، خيريوه شپه وه تيره
سوه سهار درې واړه د خوبه را ويښ سول چي ګوري يوه ډيره ښايسته پيغله په جامو او
زيور اّراسته ناسته ده هريوه ددې درو واړوڅخه غوښتل چي دا پيغله پخپل نامه كړي
كرار كرار دوستي په دښمني تبديليږي دعوه ده
.
سوالونه
1اوس تاسي وواياست دا
پيغله بايد دكوم كس حق وي ؟
2اسلامي
شريعت په دې باره كي څه ويلي دي ؟
3هغه
كس چي په زوره دا پيغله و ځانته غواړي حقه خبره ده ؟
جوابونه
1اسلام وايي بايد د پيغلي څخه پوښتنه وسي چي
ددې دروكسانو څخه كوم يوددې خوښ وي هغه دي وغواړي .
2دوه نفره به شاهدان سي او يونفربه زوم .
3هرهغه كس چي په زورسره دا پيغله ځانته غواړي
د اسلام د دين مخالفت كوي موږ شاهدان يو،پلار،اكا،ماما،وروراو ټول دوستان حاضر وي
د نكاح په وخت كي مګر بيا هم قاضي،مفتي ياملا امام دوه نفره شاهدان وناوي ته استوي
پوښتنه ترې كوي چي ستاد نفس او مهر وكيل څوك دۍ ؟ هغه وخت چي ناوي د خپلو قريبانو
څخه يوكس انتخاب كړي هغه كس بيا د انجلي وكيل ګرځي او د انجلۍ په عوض خبري كو كه
چيري دا انجلي پخپله ودې قاضي يا مفتي يا ملا امام ته حاضره سي هيڅ ممانعت د اسلام
د نقطه نظره نسته ، خودا چي په اسلام كي شرم ، حيا اود مور پلار احترام ضروري خبره
ده اوهيڅ موراو پلار د خپل اولاد په بده نه وي روا داره نوپه همدې خاطر انجلۍ
پخپله خوښه يوكس انتخابوي . ضرورنه ده چي هغه يې پلار وي يا نژدې دوست .
اودا خبره بايد د ياده څخه ونه باسو چي د
نكاح د تړلوڅخه مخ كي رضايت اود تفاهم خبري سوي وي په دې ورځ صرف انتهاي فيصله
كيږي .
په نتيجه كي ددې ناوي رضايت شرط دئ . بيله
رضايته نكاح نه تړل كيږي اونه يې څوك په زوره سره نكاح كولاى سي . ځكه په زورسره
نكاح تړل حرام دي .بلكه نكاح يې هم نه كيږي .
هغه كسان چي دا فكرلري چي ګواكي انجلۍ
دموراو پلار په رضا وركول كيږ ي د سره څخه غلطه ده ليکوال: احمد شاه پوپلزى
:: تړاو:
ښکلې کيسه
د سره فوځ د ماتي ورځ ٢٦ د سلواغې

خپل عمل چي سړی سپک کا
لکه خس هسي يې ورک کا
بد عمل لېونی سپی دی
چي حملې پخپل ګنډک کا
مګر نه ګوري و ځان ته
چي احوال پېغور د پک کا
مزری ښکار کا د ګاوزو
پيشو ګرځي ښکار موږک کا
دا خبره ده چي کيږي
که کيسه يې د دوتک کا
چتی، باز په پرو نه شو
که الوځي پرپرک کا
چي بيزو د بازيګر شو
نن څه ناسته په انډک کا
زما ژبه نه ده اور ده
ګوزارونه د ټوپک کا
خوشحال ناست په برمول دی
ارمانونه د اټک کا
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
:: تړاو:
ننګيالى افغان

خوله به د خداى په رضا دركړم
منګى مي ولي ښوروې لنده دي كړمه مورجاني شين منګى مي راکړه
ورونه مي لوکړي زه اوبه ورته راوړمه
خاونده دا ځل مي معاف كړې
بيا به د خوړ په غاړه نه كرم ګلونه ماپرسينه لونګ کرلي
کۀ وخت دلوشوتابۀ راولم مينه 
مخ دي کتاب شونډي دي پاڼي
دزني سردي بسم الله خولې ته راځينه
:: تړاو:
کلتور او ادبیات

ســـوله ژوند او هم
آرزو دمــلتونو
ســوله فخـــــــــــردهيواد او د قومونو
ســوله نـــښه ديووالې په نړۍ کي
ســوله سوله،ښه لګيږي په غوږونو
سـوله مينه ده دامينه مي خوښيږې
بېله ميني ژوندون ډک له کړاوونو
پا که ربه دغه سوله رانصـيب کـــــړې
هم مو خلاص کړې نورله جنګ اوجدلونو
دامـان په زړه کي سوله ده بس سوله
سولــه لاره دبريااو دننــــګونـــــو
:: تړاو:
ژوند او سوله
يو سړی په دې نيت له کوره ووت چي ځان
ته به بوټان اخلي، ميده، ميده څپېده، ځان يې يوې مغازې ته ورساوه، په دکان کي څو
جوړې بوټونه لاندې باندې کړل، دکاندار د سترګو تر کونجانو پرې نظر وو، ولاړ سو او
څو نور بوټونه يې هم ورته راکښته کړل چي په کراره د خپلي خوښي جوړه پيدا کړي.
خريدار ډېر بوټونه سره واړول راواړول،
يو یې هم په طبعه برابر نه سو، چي کوم بوټ به يې پښو ته واچاوه، وربوز، سونډک، جامه
او څرمنه به یې تر پامه بده سوه، بېرته به يې وکښئ، لنډه دا چي له دې سود و سودا ناهيلی
غوندي سو، ناڅاپه يې په یوه ښايسته جوړه بوټ سترګي ولګېدې، ورتېر سو، پښو ته يې واچوئ ،
ويې ليدل چي سم دم برابر دي ، په دوکان کې ئې قدمونه ووهل، يوې خوا او بلي خواته
وګرځېدئ، خوښ يې سول، په دوکاندار يې ږغ وکړ :
ـ د دې بوټو نرخ څو دئ ؟
دوکاندار ورته وويل :
ـ ګرانه دا بوټونه قيمت نه لري!
د سړي په تندي کي ګونجي پيدا سوې
ـ ته په ما ملنډې وهي؟ دا ممکنه نه ده!
دکاندار وخندل :
ـ خدای دې نه کړي ښاغليه!
دا ستاسو خپل بوټونه دي، تاسو چي دوکان ته راننوتلاست همدا مو
په پښو ول.
پاملرنه: دا کيسه کابو له موږ ټولو سره سوې ده،
دا مو د ژوند مشترکه کيسه ده، موږ تل ايډيالونه ، ښکلا او نور ارزښتونه له ځانه
بهر لټوو، خوشحالي ، سرُر او سوکالي له نورو غواړو، موږ د ځان ځای ورک کړی دئ، څوک
چي ځان ته په کمه او نه سترګه ګوري دا ورکه به همداسي پسې لټوي.
:: اړونده موضوع:
هنري نثرونه
:: تړاو:
ارواه پوهنه
په نړۍ کي ډير د وهمه ډک او بيروونکئ
هوايي پل
د شمالي ونکور (Capilano Suspension Bridge) کي يو هوايي پل 
دا پل د ١٣٧ متره اوږدوالي او د ٧٠ متر په جګوالي د نړۍ تر ټولو
بيرونکو پلو څخه ګڼل کيږي

:: اړونده موضوع:
جالبي پيښي
:: تړاو:
حيرانوونکي ځايونه
لاس كه په وطن د ابادۍ كولى نه سې
تېر سه له تخريبه دا
خبره ستا د وس ده
حمزه بابا

روسانو دي منلي
انګريزان دي ومني
افغان
غيرتي قوم دئ ټول جهان دې ومني
×××
خونه د پښتون چي
په كي پاكه خدايه ړنګه ده
دا
دنيا دې اور واخلي او دا دنيا بدرنګه ده##
مسجد ته نن زاهد
بيا دګودر په غاره تير سو
تسپې يې ارولې
مازديګر په لاره تير سو
ليلا ليلا يې
ويله كليمه وه ترېنه هيره
په سپينو مړوندو
يې وو نظر په لاره تير سو##نن مي د شرابو پر
ځاى ستا شونډو ته زړه وسو
ښه
سو چي خپه سوې كنې دا ګناه مي كړې وه
××
زمـا پښتنه مينـه
او دا ستـا مغــروره حـسن
پخپلو
کۍ په جنګ دي پښتـانه خـانه خـراب##
په کريډيټ د سپينې خولې دي مه ډارېږه
په بڼو دې راکوه تش
مسکال د زړه
صادق ##
شېخه ته مي ښکلو پسي مه وژنه
بس دی چي په خپله پسي
مړ یمه
منقاد ##
د لاس بنګړي په دسمال وتړه چي شرنګ ونه
کړي
د ښار قاضي د ترنم خلاف فتوا ورکړې
امجد ##
راته يی ست د سرکو شونډو وکړو
ما به تری څرنګه
انکار کولو
زه څه يوسف عليه سلام
خو نه وم
عامر ##
دتور خال په ځای دی زه وای
چې په زنه دی ویده
وای
که امکان دبوسی نه
وای
رانیږدی خو به دی
خوله وای
لاهو
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
غورچان بيتونه
يوه
کیسه ده هیله ده چي تر پای پوري یې ولولی .....
وايي یو سړی تللی وو
واده ته نو هغه کیسه کوله واده ته لاړم نو هلته په کور کي یې دوې دروازې وي په یوه
لیکلی وو چي خپلوان او په بله یې لیکلی وو چي انډیوالان او ملګري .نو ده ویل چي زه
د زوم ملګری وم نو د انډیوالانو په دروازه ورد ننه سوم نو دلته هم چي لږ مخکي ولاړم
نو بیا هم دوې دروازې دي په یوه لیکلي چي ښځینه او بله یې نارینه . نو زه د نارینه
په دروازه ور دننه سوم .لږ مخته ولاړم بیا هم دوې دروازې وې چي په یوه یې لیکلی دي
چې چا تحفه راوړي دي نو په دې دروازه او چا چي نه دي راوړي په بله دروازه دي دننه سي
.نو ما تحفه نه وه راوړې زه چې په دروازه ننوتم نو بیرته کوڅی ته ووتم
.
:: تړاو:
فيس بوک
يا الله دا هيله مو را پوره کړې
سوله یواځې د افغانانو او افغانستان نه، بلکه د نړۍ او نړیوالو اړتیا ده. مونږ جنګ نه غواړو، سوله غواړو. افغان وژنه بس کړئ. افغان وژنه بس کړئ. افغان وژنه بس کړئ.
راشئ نن ځان و ازموياست څنګه شخص ياست خورا په زړه پوري ټست دئ
فکر وکړه چي په لوى دښت کي
روان يې تر پنځه ساعته تګ وروسته وږى تږى او ډير ستړى سوې، ناڅاپه دي د ليري يو ښکلې مجلله او شانداره ودانۍ تر
سترګو سول.

١: فکرکوئ چي دا ودانۍ به
څه شي وي؟
١الف- ماڼۍ وي ب- موزيم
ج- هوټل د- مسجد جامع
٢: دې ودانۍ ته د کومي لاري
داخليږئ؟
الف- پنجري ب- دروازه ج- کلکين
د- د زېر زميني د تونل
کله چي ودانۍ ته داخل سوې ګورې چي ودانۍ
ستاسو تر فکر ډيره ښکلې او ښايسته ده ناڅاپه د دروازې ږغ اورئ او د يو داسي چاسره
مخ کيږي چي د هغه ليدل ستاسو لپاره يوه هيله او ارمان وو.
٣: دا شخص به څوک وي؟
روانيږي دوهم منزل ته په مخ
کي ځينه وينئ فکر کوئ
٤: لاره به سيده وي که کږه وږه؟
په ځپنو کي پورته کېږئ ځينې
حسابئ
٥: څو ځينې وي؟ ( له يوې څه
تر ډيرو وپري)
وروسته يوې خوني ته
ننوزئ......
٦: خونه
څومره پراخه وي؟
الف- د کبانو د حوض په
اندازه
ب- د يو معمولي خوني په
اندازه
ج- د ځنګل په اندازه
د- دارام اقيانوس په اندازه
٧: ستاسو په اند د خوني
يوالونه يې پايد څه رنګ ولري؟
الف- سور ب- تور اوسپين ج-
ارغواني د- ژړ و- رنګين کمان په رنګ
يو ميز مو ومخ ته راځي دا
به څنګه وي....
٨: آیا گردى- مربع- مثلث
او يا بې ډوله؟
د ميز پر سر پنځه ډوله مېوې
دي: ګيلاس- سيب-کيوه- خټکى٠ هندواڼه
٩: کومه ميوه
انتخابوئ......
کومه ميوه چي مو انتخاب کړه
تاسو ته څوک در په يادوي؟
١٠: د هغه شخص نوم وليکئ؟
١١: ميوه چي مو رواخيسته
الف- سملاسي يې خورئ
ب- ميوه څه خرابه سوې وه
سمه خوا يې خورئ
ج- ميوه پرې کوئ ګورى ئې چي
چنجي خوړلې، هغه ليري کوئ بيا ئې خورې
د- که چنجي لږ خوړلي وي
بيخي ټوله نه خورئ غورځوئ ئې
ددې ودانۍ څخه را وزئ پنځه
حيوانان وينئ موږک- هوسۍ- آس- ډلپين - فيل
١٢:کوم حيوان اول په ښه درځي کټګوري ئې کړئ....
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
*
جواب:
١:ستاسو فکر او غوښتنه ددې
ښکارندويې کوي چي تاسو ددې شيانو په تلاښ ياست
ماڼۍ:مال او شتمني. موزيم :کار او کسب . هوټل:مينه او محبت. مسجد جامع: روحانيت
٢: ددې ښکارندويې کوي چي
تاسو دداسي ژوند په تلاښ ياست.
پنجره: خوشحاله ژوند .
دروازه: ارام او په امن کي ژوند. کلکين: مينه ناکه ژوند. د زېر زميني د تونل:
خطرناکه او له تجرپو ډک ژوند
٣: هغه څوک پيدا کوئ
چي په هغه باندي د سختي او ستونزمني ورځي
کي د ملګرتيا پوره باور لرئ.
٤: ځينې ستاسو د مينه ناک
ژوند نښه ده، کږې وږې ځيني د ښايسته ژوند
او سيده د ستړي ژوند په مانا دي.
٥: د ځينو تعداد: د ځينو
شمير ستاسو د هيله مانا ژوند په مان دي.
٦: د خوني اندازه: که مو
خونه هر څومره کوچنۍ فرض کړي وي دا ستاسو پر محافظه کاري دلالت کوي.
٧: د خوني رنګ ستاسو شخصيت
ښيي:
سور: احساساتي. تور اوسپين:
منطقي. ارغواني:سرټمه. ژړ :خوښ خوشحاله.
رنګين کمان په رنګ: ستاسو په فکر چي ريښتيا زه څوک يم شکمن ياست.
٨: دميز ډول: ستاسو ليد
شيانو او ځاى ته ښئي
ګردى: تاسو هميشه هر شى او
ځاى ته دنورو د ليد لوري ګورئ.
مربع: ثابت او منصفانه
مثلث: تسو غواړئ چي يو
مبتکر او نوښت راوړنکي او اوسئ
بر ډوله: تاسو يوئې ارادې
او صابت نه ياست
٩: ميوه ددې نښه ده چي تاسو په څنګه ملګرو پسي ګرځئ، غټي ميوې ددې ښارندويې کوي چي
تاسو ته د ملګري ظاهري څيرر ته اهميت ورکوئ او کوچنۍ مېوه دې مانا ورکوي چي تاسو
ته د ښه شخصيت ملګري مهم دي.
١٠: دغه شخص ستاسو د ښه
دوست په مانا دئ.
١١: د مېوې خوړل ډول ددې
نښه ده چي تاسو دنورو خلګو سره څنګه رفتار کوئ
الف: سملاسي خورل: تاسو په
زړه کي کينه نه ساتئ
ب- ميوه څه خرابه سوې وه
سمه خوا يې خورئ: يعني تاسو د دوستانو مثبت کارونه منئ او په منفي خوا پسې يې ګرځئ
ج- ميوه پرې کوئ ګورى ئې چي
چنجي خوړلې، هغه ليري کوئ بيا ئې خورئ: دملګرو د ضعف او قوت ټکي منئ.
د- که چنجي لږ خوړلي وي
بيخي ټوله نه خورئ غورځوئ ئې: تاسو يو بې رحمه انسان ياست.
١٢: حيوان:
موږک: انتظار او احترام. هوسۍ:
ستاسو دوستان. آس: مينه. ډلپين: کار
اوکسب. فيل: کورنۍ.
:: اړونده موضوع:
سرګرمۍ او انځورونه
:: تړاو:
د شخصيت ازموينه
د يو زده کوونکي او محصل ژوند
د درسو په وخت کي
چي درې ورځي امتحان ته پاته وي
کله چي دوې ورځي ازموينو ته پاته وي
د امتحان په شپه
کله چي يو ساعت امتحان ته پاته وي
د امتحان په صحنه کي
کله چي دامتحان څخه فارغ سي
يوه اونۍ وروسته تر امتحان
:: تړاو:
ترخه خندا
ارواښاد استاد الفت غم 
زه پیدا یم له شعور او له احساسه
ما د زړه له کوره هیڅ کله مه باسه
مدام ژاړه په دردمنو رنځورانو
په بد حال او بده ورځ د غریبانو
په دنیا کي کونډې رنډې غریبان شته
په سل رازه زخمي زړونه په جهان شته
څوک چي سترګې لري کله وي بیغمه
اخلي برخه د یوه بل له ماتمه
په اقسامو مصیبت شته په عالم کي
زړه نژدې کړه یوه بل لره په غم کي
غافل مه اوسه د نورو له احواله
چي نور ژاړي ته هم مه اوسه خوشحاله
زړونه سوځي سترګې ژاړي مصیبت کي
څرګندېږي محبت د غم شرکت کي
خپل خواخوږي په غمو کي معلومېږي
دوستان یو دبل په بده ورځ کړېږي
زه په زړونو کي رقت پیدا کومه
مور او پلار په اولاد باندې ژړومه
عاطفه او رحم مادي پیدا کړي
دا خویونه ما جهان ته دي راوړي
بې له مانه زړه له تورو کاڼو سخت شي
قساوت پکي پیدا شي نو بدبخت شي
زه انسان له شفقت سره آشنا کړم
په غافل بې درده زړه کي درد پیدا کړم
ځکه یو د بل په درد باندې ځورېږي
مصیبت کي یو دبل ملګری کيږي
که غمجن شي یو سړی بل یې غمخوار شي
سخته ورځ کي یو انسان دبل په کار شي
لوی باعث د اجتماع او ملګرتیا یم
زړو د پاره هم زه درد یم هم دوا یم
که زه نه یم یو له بله دوستي نشته
ملګرتیا او محبت او خپلولي نشته
سره خاندي په رښتیا هغه کسان
چي وي یو د بل په غم باندي ګریان
:: تړاو:
د الفت دنيا

د زاهد په کا ڼو ژوبــــل ، دسا قي په غیږ کي پروت وای یا دسرو وینو یو خال وای ، دتندي په غیږ کي پروت وای ګرم عشق وای ویــــلي کړي ، دګودر اوبو کــي حـــل وای پښتنی لپو کي جګ وای ، دمنګي په غیږ کي پروت وای چـــا پــــه څـــڼــو کــــي ټـــمبلی ، چــا پـټـکو کـي لـګـولـي لوغړن سوی ببری وای ، دکودي په غیږ کي پروت وای ســـوی لــوی سـپـیـلـنی وای ، دیـار حسن ته لوګی وای دپښتو دسرو سکر وټو ، دنغري په غیږ کي پروت وای چي دمینی مړاوی ګل مي،په سرو وینو را ژوندی وای خیردی زه دي ځوانیمرګ هم،دمرګي په غیږکي پروت وای دکاروان یو خوږ غزل وای ،دځګیروي په غیږکي پروت وای
:: تړاو:
د شاعرانو کاروان

يو کلي کي بزګر چي تل به ئې د جوارو ښه فصل درلود، دې
جوارو به ورته ښه ګټه او جوايز راوړل.
هر کال به ده د ولايت په سويه د ښه فصل جايزې ګټلې.
يو کال يوې ورځپاڼي وغوښتل چي ددې بزګر بريالي فصل په راز
پوه سي، مرکه ئې ورسره برابره کړه.
بزګر خبريال ته وويل چي زه دخپلو جوارو تخم له ګاونډي سره
شريکوم
خبريال ويل تاسي څنګه د خپل بهترين جوارو تخم له ګاونډي
سره شريکوئ، پداسي حال کي چي هغه هم په سيالۍ کي ستاسي سيال دئ؟
راپورتر وپوښتل ولي؟
بزګر: تاسو پوهيږئ، چي سېلۍ د بوټي د ګل ګرد الوزوي، او
پټي په پټي ئې شيندي، که زما ګاوندى ټيټ
او خراب جوار ولري، نو دهوا له کبله زما فصل هم خرابوي او د جوارو کيفيت اغېزمنوي.
نو ځکه که زه ښه فصل غواړم زما ګاونډى هم بايد ښه فصل
ولري.
پاملرنه: که غواړي چي بريالى او خوشحاله ژوند ولرې د د
خپلو دوستانو، ګاونډيانو او ملګرو لپاره ئې هم وغواړه ځکه چي دا د انساني فطرت
غوښتنه ده الفت څه ښه وايې:
داسي خوشحالي دي خداي په هيڅ کور کي پيدا نه کړي
يو کور کي وير وي او بل خاندي د ليلا سره
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
:: تړاو:
کلتور او ادبیات
عبدالباري جهاني
دا کړکۍ مه بندوه
پام کوه بیا چي کړکۍ
بنده نه کې
ما ته خو ګورې چي له
کوم ځایه راغلی یمه
ګرمۍ وهلی جل وهلی یمه
د ژمي واورو له توپان
سره ملګري سیلۍ
توندو بادونو زورولی
یمه
لا مي د پښو تڼاکي وچي
نه دي
لا د خپل کلي د چینار
سیوري ته نه یم تللی
لا د سړې چینې پر غاړه
دمه سوی نه یم
لا مي پردیسي خولې
پر تندي وچي نه دي
لا مي له ځان څخه
پریولي نه دي
د لیري تړو او مزلونو
دوړي
غواړم د خپلو شپو ډیوې
وګورم
غواړم د خپل چمن غونچې
ووینم
چا راته وویل چي ستاسي
وطن
نه نه! غلط سومه زما
خپله مېنه
د شپې ډیوې د ورځي لمر
نه لري
شپې یې په میاشتو په
کلونو دي سحر نه لري
وايي په شپه کي ډیوې نه
راوزي
وایی کیږدۍ ته لمبې نه
راوزي
وایی قصرونه شنه باغونه
او د غرو لمني
له لړمانو له مارانو
سره شپې سپینوي
نه نه!غلط سومه شپې نه
سپینوي
شپې تیروي
ځکه چي شپې دلته سحر نه
لري
او چي سحر نه وي
سپینیږي څنګه؟
دا کړکۍ مه بندوه! سوال
ته خو را غلی نه یم
ماته خو ګورې چي ملنګ
نه یم کچکول نه لرم
او که سوالګر مي بولې
ومي بوله
ماته چي هر نوم راکوې
ما پر لیمو منلی
زه پتڼ نه یم چي لمبې
ته درځم
ربابي نه یم چي دیرې ته
درځم
زه سوالګر نه یم چي
کاسې ته درځم
زه شاعر نه یم چي غزل
او قصیدې ته درځم
دا کړکۍ مه بندوه زه
یوه سندره لرم
راته مي مور په الاهو
کي زنګولې ویل
))خدایه ما خپل وطن ته
بوزې
پردی ولات د مړو قدر
کموینه))
۲۰۱۳ـ جنوري ۳۱
ویرجینیا
:: تړاو:
د جهانيانو جهاني
الکساندر ليامکين (Alexander Lyamkin)د روسيې د سايبريا په سيمه کي په کال ١٩٦٤
ميلادي کي زيږېدلى ، د هنرونو د پوهنتون
خخه فارغ سوي.
لیامکیـن اثار چي د سورئـال په برخه کي لري د نړۍ د هغو اشخاصو
لخوا چي د سورئـال نقاشي سره مينه لري د خورا ډيري ستايني او خوښووني وړ ګرځيدلي
دي راسئ چي دا څو په زړه پوري نقاشۍ ئې وګورو


نوري په زړه پوري نقاشۍ لاندي په بشپړ مطلب لينک کي وګورئ
علم څه دئ ؟
لیکوال : جان کورن ول
ژباړن : جلال آشنا
علم”Science“ له يوې لاتيني كلمې ”Scientia“ ،چي
دخبرتيااومعرفت ماناوركوي اخيستل شوې ده
.دمفاهيمو،فرضيواونظرونواصولوپيژندلواوپوهيدلوته علم ويلاى شو،پردغويادوشوټكولږاومحدوبحث
بسيا نه كوي بلكي يوه اوږداومفصل فلسفي بحث ته اړتيالري.
پوهه اوديوڅه پيژندل
په علم كي ” Science“
شامېليږي ،علم په
اصطلاحي ماناكي هغه څه دى چي دطبعيت څخه بحث كوي اوپرمعينولارولاس ته راځي .
ځيني فيلسوفان په نړۍ
كي دشتومخلوقاتوپه شتون اوپه هغوي باندي دانسان دپوهيدوترمنځ دتوپيرپه مسئله قائل
دي ،”كانت“ المانى فيلسوف له دوكلموفنومن”Phenomena“(هغه
څه چي دتجربې له لاري پرې پوهيدل شوني وي ) اونومن”noumen“ هغه څه چي دتجربې له لاري پرې پوهيدل
شوني نه وي ) ګټه اخلي .
دغه رازكانت اوپلويان
يې په دې باور دي ،چي ذهن يوازي ديوڅه ظاهري اړخ او”فنومن“باندي پوهيږي اود”نومن“
له پيژندلواوپوهيدلوناتوانه دى. البته دكانت له نظره دعقل په وسيله دنومن پيژندل
ناشوني دي.
ګڼ شميركارپوهان دامني
،چي په علمي ډول دنړۍ پيژندل اوهرډول تحقيقات په نړۍ كي ممكن دي ،په هغه صورت كي
چي تجربه ورسره نغښتې وي ،اونوموړى دا دعوا هم نه كوي ،چي ګواكي هرڅه دهغه په
مطلقه ماناسره څرګنديږي ،بلكي پردې ټينګاركوي ،چي دتجربواومشاهدو پربنسټ يې نوم او
اوصاف غوره كوي اوټاكلى شي .
هغه چي اروپا دناپوهۍ
له درانده خوبه راووته نوعلم يې ديوې منظمي پوهي په ډول تعريف كړاوڅرګنده يې كړه
چي هرهغه زده كړه اوپوهه چي په منظم ډول سرته رسيږي علم دى .
علم ډيره پراخه
مانالري اوكله يې هم له ”فلسفې “سره يوشى بولي .په هغه وخت كي يې دطبعي”Natural“ او”Science“ اواخلاقي
علم ”Moral
Science“ ترمنځ پرتوپيرباوري
وه ،اودايې انګيرله چي يوله بل سره ډيرتوپيرلري اوترمنځه يې كوم تړاوشتون ندى
موجود،اخلاقي علم هغه څه دى كوم ،چي نن ورځ يې كارپوهان فلسفه بولي .خوعلم په ننني
عصركي هغه څه ګڼي ،چي پرتجربواستواروي اوداډول علم طبعي علم دى ،بايدووايوچي طبعي
علم پرسخت علم”hard science“
اوسبك علم ”Soft Science“ وېشل شوى دى ،فزيك ،ځمك پيژندنه ،شيمي
اوداسي نورسخت علوم دي اودغه رازانسان پيژندنه ،تاريخ،ټولنپيژندنه سبك علوم ګڼل
كيږي .
هغه ډله چي پرپورته
يادي شوي ډلبندۍ سره سلا دي استدلال كوي ،چي سبك علوم دتجربې له لاري نسي كيداى
،بلكي دشواهدواوتاريخي رواياتوپه مرسته ددې ډول علم لړۍ غښتلي كيداى سي ،ددغه ډول علم
په هكله دډيرومعلوماتودراټولولولپاره قوي فكراواستدلال ته اړتياليدل كيږي .
د”علم“ كلمه په هغوځايوكي كارول كيږي ،چي له
علمي لاروهغوځايوكي ګټه اخيستل كيږي ،لكه كمپيوټر...فرضيه (hypothesis) ،مډل (Model) ،نظريه(Theory) قانون(Low) په
علم كي بېلابېلي ماناوي لري اوپه ورځنيوخبرو آتروكي ډيرې په خوله راځي .
يوعالم د”مډل“په
مرسته كولاى شي ،چي ديوڅه وړاند وينه وكړي اودتجربې په مرسته يې په هرډول
ځانګړنووپوهيږي .
”فرضيه“ په علم كي هغه
څۀ دي ،چي هغه څه په ثبوت ورسوي كوم چي دتجربې له لاري په مكمل ډول ثبوت شي اونه
په پوره ډول ردشي.
آيارياضي علم دئ ؟
ځيني پوهان اورياضي
دانان په دې باوردي ،چي درياضي مسائل ټول په ازمايښت اوتجروبواستواردي نوله دې
كبله نوموړي انګيري چي رياضي علم نه دى اوزياتوي چي هغه څه كوم چي په تجروبواو
ازمايښتونوولاړوي علم نه دى ،نوموړي استدلال كوي چي رياضيكي فرضيې اونظريې دازمايښت
وړنه دي اودتجربې له لاري هم ناشوني برېښي ،كه څه هم رياضي علم دى يانه دى
خودااړينه ده ،چي رياضي دعلم لپاره ضروري ده دهرډول علم لپاره دمشاهداتواوتجروبودسرته
رسولولپاره رياضي ضروري ګڼل كيږي ،حساب،ديفرينسيال،انتيګيرال درياضي هغه ښاخونه دي
چي په هغوعلوموكي ،چي په تجروبوولاړوي ترې په پراخه كچه ګټه اخيستل كيږي، رياضيات دنړۍ پيژندلوښه وسيله ده .
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
:: تړاو:
کلتور او ادبیات
يو ښکاري د مرغانو د ښکار لپاره سپى را نيوئ، سپي جالب خاصيت درلود د اوبو پر
سر ئې تګ کاوه په ځغستا به ئې ښکار سوى مرغه نيوئ، ښکاري و خپل سپي ته حيران وو هيڅ يې باور نه کيدئ يوه ورځ د يو ملګري سره ښکار ته ووت او په سيند کې ښې ډيري هيلۍ وويشتې ، و سپي ته ئې د ښکار سوو هيليو د راوړلو
لارښوونه وکړه، سپي په يوه آن کي ټولي ښکار سوي هيلۍ د اوبو له سر څخه را ټولي کړې، د سپې څښتن ددې په انتظار وو چي اوس به ئې ملګرى
د سپي دا جالبه کړنه وستائي خو ملګرئ ئې
ډير بې تفاوته پاته سو، وروسته ښکاري ځيني وپوښتل ملګرې پدې سپي کي دي څه شي جالب
ونه ليدئ؟
ملګري جواب ورکړ هو ومي ليدل چي ستا سپي بېچاره اوبازي نه
سواى کولاى.
پاملرنه:ځيني کسان همېشه منفي فکر کوي، د هر چا و ښه کار او ښه نظر ته په منفي
فکر ګوري، د هر شي عيب پلټي ښېګڼه يې نه
ويني
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
 ښوونکي داول ټولګي له یو زده کوونکي څخه
پوښتنه وکړه:
که زه تاته یوه مڼه بیا بله مڼه اوبله مڼه
درکړم نو له تا سره به ټولي څو دانې مڼې وي؟
ماشوم ژرځواب ورکړ: څلور
ښوونکي یو ځل بیا ورته تکرار کړ چي هسي نه وي
اوریدلي یې نه وي
زه اوس تاته یوه مڼه بله مڼه او بیابله مڼه درکوم
نو له تاسره به ټولي څو دانې مڼې سي؟
ماشوم داځل لږ وارخطا غوندي سو په خپلو وړو
او تنکیو ګوتو یې هم حساب وکړ خو ځواب بیا هم تغیر ونه کړ : څلور
ښوونکي له لږ فکر کولو وروسته دا وپتییله چي
دا ځل دبل شي پوښتنه ترې وکړي نو یی ورته وویل: اوس زه تاته یوه مالټه درکوم بیا
یوه بله مالټه درکوم او بیا بله مالټه درکوم نواوس راته ووایه چی له تاسره ټولي څو
دانې مالټې
سوې ماشوم په ځواب کي وویل: درې
ښوونکي حیران سو اوورته ویې ویل: ښه ګلالیه!
ته دارته ووایه چي ولي مڼې څلور او مالټې درې کیږي؟
ماشوم ورته وویل: ځکه چي یوه مڼه له ماسره
دکتابونو په بکس کي وه ...
پاملرنه: هروخت چي مو په یوه
موضوع کي مقابل لورى په مکرر ډول مخالفت کوي نو بیا تاسو پرخپله خبره همداسي ولاړ
مه پاته کیږئ تاسو یو ځل اړوندي موضوع ته له بلي زاویې وګورئ یعني خپل لیدلوری مو
بدل کړئ ښايي دموضوع تر شا کوم بل څه وي چي هغه تاسو پخپل زاړه موقف او پخواني
لیدلوری کي نسی لیدلای.
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي

سړى
متوجه سو، چي د مېرمني غوږونه يې درانده سوي او د اورېدو حس يې کم سوى دى.
زړه
کي يې وويل، چي مېرمن ئې بايد د اورېدو اله وکاروي، خو نه پوهېده چې هغې ته څنګه
قناعت ورکړي، له همدې امله يو ډاکټر ته لاړ او له هغه سره ئې دا ستونزه شريکه کړه.
ډاکټر
ورته وويل: د دې لپاره چي ماته دقيق ووايې، چي د مېرمني د نه اورېدو ميزان دي څومره
دى، يوه کوچنۍ او ساده ازموينه بايد وکړې، دا کار وکړه او بيا راته ووايه:
(( لومړى د څلورو مترو په فاصله کي پر
هغې معمولي ږغ وکړه، که ئې وانه ورېدل، همدغه کار په درې مترۍ کي وکړه، وروسته په
دوه مترۍ کي او په همدې ډول تر هغې چي ځواب درکړ)).
په
دغه شپه ئې مېرمن په اشپزخانه کي ماښامى تيارولو او خاوند ئې په کوټه کي ناست و.
سړي ځان سره وويل، چي همدا اوس زما او د هغې تر منځ کي شاوخوا څلور متره فاصله ده،
بايد امتحان يې کړم.
نو
په عادي ږغ يې له مېرمني وپوښتل:
((ګرانې، د ماښام لپاره څه پخوې؟ ))
ځواب
يې وانه ورېد او يو متر د اشپزخانې پر لور ور نژدې سو او بيا يې همدغه پوښتنه وکړه
او بيا يې هم ځواب وانه ورېد. بيا يو متر نور هم ورنژدې سو، خپله پوښتنه يې تکرار
کړه، خو بيا يې هم ځواب وانه ورېد. دا ځل ښه نژدې ورغلى او له غوږ سره نژدې يې
ورته وويل: ((ګراني د ماښام لپاره څه پخوې؟ ))
ښځي
ورته وويل: خداى وهلې کوڼ يې!؟ څلور ځلي مي درته وويل، چي د چرګي غوښه پخوم!
ستونزه،
ممکن په هغه ډول چي موږ همېش فکر کوو په نورو کي نه وي، ښايي په موږ کي وي.
ژباړه:
ميوند فدا
زاړه
سړي غونډي ته وينا کوله.
حاضرينو
ته ېې يوه ټوکه وويله او ټولو په کړس کړس وخندل.
همدا
ټوکه ېې بيا وويله، دا ځل لږو کسانو لږ وخندل.
دريم
ځل ېې بيا همدا ټوکه وويله، دا ځل هېچا هم ټوکي ته ونه خندل.
هغه
موسکا وکړه او وېې ويل: کله چي نسئ کولای يوې ټوکي ته څو ځله وخاندئ، نو ولي د يوه
غم يا ستونزې په اړه تل خواشيني ياست او بيا بيا پرې ژړا کوئ؟
له
تېرو پېښو څخه يوازې عبرت واخلئ او مخ په وړاندي ولاړ سئ.
محمود سعيد.
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي

که صورت د محمد نه وی پيدا
پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا
کل جهان د محمد په مخ پيدا شو
محمد دی د تمام جهان ابا
نبوت په محمد باندي تمام شو
نشته پس له محمده انبيا
نور هاله د محمد وه په جهان کي
چي بوی نه وه د ادم او د هوا
په صورت کي اخرين دی پيدا شوی
په مانا کي اولين دی تر هرچا
خدای يې مه ګڼه بېشکه چي بنده دی
نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا
که نبي دی، که ولي دی که عاصي دی
محمد دی د همه واړو پېشوا
چي يې دين د محمد دی قبول کړی
حبشي دی، که فاسق دی که تارسا
محمد د ګمراهانو رهمنا دی
محمد دی د ړندو د لاس عصا
که رڼا ده پيروي د محمد ده
که نه نشته په دنيا بله رڼا
محمد د بې چاروو چاره ګر دی
محمد دی هر دردمند لره دوا
زه "رحمان " د محمد د در خاکروب يم
که مي خدای نه کا له دې دره جدا

:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
دوه ډلو يې ويشو
-نارينه
او ښځينه
-د
ليك له پلوه
لومړى
به نارينه او ښځينه توري وڅيړو
.
الف
: نارينه توري
(ا ج ح ځ د ډ س ش ښ ص ض ع
غ ق ك ګ ل م ن )
ب
: ښځينه توري
(ب ت ث چ څ خ ر ږ ز ژ ړ ط
ظ ف ه ي ې ۍ ى ئ )
- د
ليك له پلوه هم په دوه ډوله دي
الف:
يو ځاي كيدونكي توري
- هغه
توري دي چي له ځانه وروستني توري سره يو ځاى تړلي كيږي
(ب پ ټ ث ج ح چ ځ خ څ س ش
ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ك ګ ل م ن ه ي ئ )
ج:
نه يو ځاي كيدونكي توري
-هغو
تورو ته وايي چي وروستني توري ( راتلونكي هغه ) سره ونه تړل سي
(د ډ ذ ژ ز و)
يادونه:
په عربي ژبه كي همزه(ء) د خوزنده الف كار وركوي لكه جرائت، هيئت.
- عربي
توري په پښتو كي :
دا
توري په ځانګړو عربي ويېونو كي د كاروني وړ وي د كره پښتو په ويېونو (الفا ظو) كي دا توري نه كارول
كيږي
(ث ص ض ط ظ ع ف ق )
-دري
توري په پښتو كي :
د
دري ژبي ځانګړي توري يواځي د دغي ژبي د ټكو يا كليمو د كاروني پر وخت كاريږي .
(پ چ ژ ګ )
-د
پښتو ځانګړي توري چي په دري او عربي كي نه راځي
( ټ ډ ړ ږ ڼ ښ څ ځ )
- ږغيز
يا كمكي توري: لكه ( ا ، و ، ه ، ي )
.
او
نور ټول توري غلي ( چوپ) توري بلل كيږي
.
۱-
كومكي
ږغونه:
كومكي
غږونه په پښتو كي په دوه ډوله دي يو ډول خوځندي(حركتوالا ) او بل ډول يې توري دي.
- خوځندي(حركتونه)
أ-
زور لكه: ور، غر ، غږ
ب-
زوركى لكه : شل ، وچ، مچ ،
ت-
زېر لكه : عالم ، كامل ، ساحل
.
ث-
پېښ لكه: تكامل ، تجاهل.
۲-
په
پښتوكي كله كله په يو نيم حركت باندي د اواز زيات فشار او زور راځي چي (غچ) ورته وايو د غچ له لاري
د ټكي مانا بدليږي لكه (غوټه) كه د اواز زور په (غ) راسي نو د (ګرې) مانا وركوي او
كه په (ټ) راسي نو د پكتيا او خوست ولايتونو د لهجې په بنسټ د (لوى ،ستري ) مانا
وركوي .
۳-
غړوندى(سكون) :
- لاندې
ارونه ( اصول ) لري .
الف:
پر ساكن توري يې پيل روا دي او دنيم حركت په ډول ويل كيږ ي لكه سپوږمۍ ، لمر ، پسه .
ب:
په پښتو كي تر درې ساكنو پوري هم يو ځاى راتلى سي خو پدې شرط چي لومړى ساكن يې كومكي
تورى وي لكه مياشت ، څلوېښت ، پنځوس
.
كومكي
توري: په پښتو كي كومكي توري څلور دي خو هغه وخت كومكي توري گڼل كيږي چي ساكن وي
او مخكي ترې كومكي توري نه وي
.
۱ ا (الف) د ټكي ( كليمې ) تر منځ او پاى كي راځي
كښي داځي لكه: اكا ، انا ، مانا او نور.
۲ و(واو) په څلور ډوله دي:
a- نرم
(واو): چي پوست او نرم ويل كيږي او مخكې تورى يې زور ولري لكه : لو ، پلو ، چلو .
b- څرگند
و (واو): مخكي تورى يې څرگنده او دروند پيښ ولري لكه :چاكو ، الو ، تالو..
c- اوږد
(واو) : چي اوږد او نرم ويل كيږي او مخكي تورى يې اوږد پيښ ولري لكه : كور ، مور ،
خور ...
d- كوچني(واو):
چي مخكي تورى يې سپك او لنډ پيښ ولري لكه : تاسو ، لومرى
.
۳ ي (يا): په پښتوكي (ياګاني ) پنځه ډوله ده:
a- نرمه
(ى): دا ډول ( يا ) هيڅ ټكي نه لري . پسته ويل كيږي او دمخي تورى يې (زور) ولري لكه: منى ،ژمى
،كړى ، او نور ........
b- څرگنده
(ي): دا ډول ( يا ) لاندي دوه ټكي لري .چي د مخي تورى يې دروند او څرګند(زير) ولري
لكه: ښكلي ، ښادي .......................
c- ښځينه
(ۍ): زوركي والا (يا ) هم ورته ويلى سو او لكۍ والا ( يا ) يې هم بللى سو يانې د
مخي تورى يې زوركى لري او يواځي د كليمې په پاى كي راځي لكه: هګۍ ، خولۍ ...............................
d- د
جمعې يا د فعل (ئ ) د پاسه همزه (ئ) خوري په نوم يا صفت كې د (ۍ) په څير لوستل كيږي .
e- اوږده(ې)
اوزده ويل كيږي او د مخې تورى يې اوږد زير لكه: شيدې ، مستې ، ............
۴-
(هه) په پښتوكي په دوه ډوله
ده:
a - څرگنده او لويه (هه) چه د مخي تورى يې زور لري لكه: پياله ، وزه،
جامه .....
b پټه او كوچنۍ (هه) د
مخې تورى يې زوركى لري لكه: پسه ، نيكه
تاسو
پوهيږئ ٰ چي هر مانا لرونكي ټكي ته كليمه وايي او د يوې موخي ( هدف ) د څرگندو لو
لپاره اړ يو چي څو كليمي سره يو ځاي كړو. ددغو ټكو ( كليمو) له يو ځاى كېدو څخه غونډله
يا جمله جوړيږي .
په
پښتو كي نوم د كليمې له ډولونو يا د كلام له توكو سره يو ډول دي.
لكه
لمر ، زوى ، ورور ، چرګ ، ميوند
.
د
مانا له مخي د نوم ډولونه:
نوم
د مانا له مخې په پنځه ډوله دى:
۱ ځانګړى نوم:
چي
خاص سړى يا يو ځانګړى شى راپيژني ( معرفي كوي ) لكه: احمد شاه بابا، رحمن بابا، كابل،
حمزه بابا ...
۲ عام نوم:
هغه
دى چي يو خاص شى ترې نه مراديږي بلكې پر خپلو ډولونو يوشان دلالت كوي لكه : لرګى ، پاڼه ...........................
۳ د جنس نوم:
هغه
دى چې پر لږ او ډيرو باندې يو ډول دلالت وكړي لكه:اوبه ، غوړي ، غنم ، تيل.
۴ ډله ييز نوم:
هغه
دى چي په لفظ كي مفرد وي او په مانا كي د يوې ډلي لكه: لښكر، جرګه، رمه ، ټولى ،
ولس او داسي نور و لپاره وركارول سي
.
دا
نوم د ډيرو ډلو په شتون يا يې يادونه جمعه كيږي لكه: جرګې ، رمې ، ډلې او نور .
۵ مجرد نوم:
هغه
دى چي هغه څيز په سترګو نه ليدل كيږي لكه: عقل،پوهه،ويره او داسې نور.
نوم
د جوړيښت له پلوه په دوه ډوله دى
:
مركب نوم: چي له دوو يا
زياتو كليمو څخه جوړ سوي وي
.
لكه:
شيرپور، كندهار ، شيرشاه مېنه ، بريكوټ او نور مركب نومونه كله كله په مخفف ډول هم
راځى لكه: ترله (دتره لور)
۲ بسيط نوم : دا داسي نوم دى چي له يوې مفردي
كليمې څخه جوړ يږي او نور توكي نه لري
لكه
: كټ ، لاس ، سر ، زړه ، خوله او داسې نور
.........
له پښتو ګرامر څخه
ليكوال: وفي الله مياخيل
:: اړونده موضوع:
ژبه او ګرامر
|