هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۱ خپرندوی

دل پښتون دلدار پښتون ریبار پښتون
عشق پښتون نظر پښتون پرهار پښتون

ننګ دی که غیرت دی په همدې کي دی
شان پښتون ټوپک پښتون دستار پښتون
...
تل به ئې په زړه کي احترام کوم
دود پښتون دستور پښتون رفتار پښتون

جنګ، جهاد مېړانه د پښتون مانا
پښت پښتون منصور پښتون هم دار پښتون

سر ښندل بایلل ئې دي په خټه کي
ننګ پښتون فرهنګ پښتون انګار پښتون

هرڅه ښکلي ښکلي په پښتو کي دي
خیال پښتون احساس پښتون قرار پښتون

نه خوښوم پرته له پښتون مینه
ته پښتون هغه پښتون ټول آر پښتون

تل به ئې بازار د مینې ګرم وي
سیند پښتون منګی پښتون نګار پښتون

خوند کوي فقط له پښتنې سره
ټیک پښتون، پیزوان پښتون او هار پښتون

پورته شه ساقي د میو جام ډک کړه
غم پښتون هوس پښتون خمار پښتون

وخت د نو بهار دی غږ ترې پورته کړه
ساز پښتون آواز پښتون بهار پښتون

دا به زما تقوا همیش ملګرې وي
شعر پښتون قلم پښتون شعار پښتون


له مصطفى پسرلي څه په مننه

‎‎

 


تړاو: د ليکوال له فيس بوکه
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ