ډېر ښه پوهېږمه چي څه لټــــــــوې

د اغزي څوکــي لــره زړه لټـــــــــوې

غمه! زه هم له تا اوس نه تښتم ډېر

او ته هم ما هغسي نه لټـــــــــــوې

چي يې دغومره په اسانه لوټ کړې

زما په شان اوس بل ويده لټـــــــوي

نه ما خپل ځان پخپله وموند چـــرته

بې نيازه ياره! نه مي ته لټــــــــوې

دروېشه! غم د غورځولــــــو نه دئ

په دې ترخو کي به خواږه لټـــــوې

دروېش درانى

کردګلو شعرې مجموعې څه



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزازار دروېش
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۸/۲۶
 
اعلان.

.:: کلیک ::.