هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۳ خپرندوی
د ارواښادي کريمې فيض زاده رسولي يو غزل :
د سترګو فتنې
---------------------------------------
دا دسترګو په كاسو كي چي فتنه وړې
د زړه سر مي بيا په كومه بهانه وړې؟

چي د غبرګو سترګو تور دي نيمه خوا كړه
څه حاجت دئ، چي پر شونډو نن خواږه وړې

خپل ايمان دي په محراب كي وو، پلورلئ!
چي نفس مي د پردو په اشاره وړې

هغه (شان) دي تر چوخې لاندي برباد كړ
په لستوڼي كي چي پټه پيمانه وړې

زما له اوښكو هم وېرېږې، ښه پوهېږې
ګرېوانه ته چي مي ګورې كناره وړې

سر پر سترګو مي د دار مرګى قبول دئ
دا رسۍ ته چي مي غاړه نذرانه وړې

زما وينو هم بل قسم رنګ اخيستئ
دا چاړه كه دي په وينو تكه سره وړې

(۳۰- ۱ – ۱۳۷۱ ل .)

کوئټه

د خليل سروري نه په مننه


تړاو: غزلزار
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ