موسم بدل دی ښایي تللي مرغان بېرته راسي 
وخپل وطن ته دکډوالو کاروان بېرته راسي 

ستاولونه ولونه زلفي وباسم له خپله خیاله 
یوساعت پس که ګورم دغه ماران بېرته راسي 

بېلتونه دا ځل دي نوعمردومره لنډسه چي زه 
په لمن اوښکي وچوم اوجانان بېرته راسي 

چرته که کاڼی او تندی بیاسره وجنګېدل 
منځ ته به زخم دګواښ کړني په شان بېرته راسي 

دروېشه داسي به ونه سي چي زموږهدیرې 
سپین ږیري وګرځوي ټول او ځوانان بېرته راسي



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار دروېش
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۳/۱۸
 

رښتيا هم وايم، خوشالي د ملت هم غواړمه

عجب ساده يمه لا سر سلامت هم غواړمه

 

كه ستورى نه يم د اسمان تمنا هم نه كوم

كه يم ګلاب نو بيا د خاورو قربت هم غواړمه

 

د تورو سترګو په خبره دي ښه وپوهېدم

خو د سرو شونډو له جانبه دي ست هم غواړمه

 

زه چي راغلى ومه، تا ته مي سپارلى و زړه

نن زه هم ځم او هغه خپل امانت هم غواړمه

 

په سترګو خوند، په ګوتو درد راټولوم دروېشه

ګل ته كه ځم نو د اغزي نزدې كت هم غواړمه


دروېش درانى



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غزلزار دروېش
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۱/۲۵
 
اعلان.

.:: کلیک ::.