هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۱۹ خپرندوی
دا وني، بوټي، واوري او ګلونه مي وطن دى

دا غرونه مي هډوکي دي دا خاوره مي بدن دى

بېشکه چي بې وسه يم خو نه داسي ورک نه يم
په موټي کي مي اوس هم خپله خاوره خپل وطن دى

ته څوک يې؟څه دې نوم دى؟څه به ته څه به دي زور وي
ددې خاوري د زور خو؛ نه دهلي او نه لندن دى

داته څه يې دا ستا د ځانه څه طمع پيدا شوه
زمونږ خو هغه ځان دى چي په دې خاوره مين دى

که لاس دي ورله ور وړو د زور به يې خبر شې
ګرېوان د پښتون مه ګوره که هر څومره خيرن دى

خبر يې چي په دې وطن کي سر لرې سردار يې
دا سمه پښتونخواه ده دلته هر څوک قدر من دى

د ميني په وخت مينه وي د توري په وخت توره
بس دا زما د قام د هري نري پېغلي فن دى

نور نه کښېني ورځي د مغل خېلو خبر اخلي
خوشحال راپاڅېدلى دى شلولى يې کفن دى

 نه، نه زړه په غلطه يې په دې سړي تېروځي
نه داسړى زه پېژنمه دى خو دروغجن دى

چي هرڅه يمه، يم نه دروغژن نه منافق يم
چي کوم داغ مي په زړه دى هغه داغ مي په لمن دى

د ډېرو پسرلو په دعا جوړ نه شو صابره
هم هغسې خوږېږي هغه زخم دى زولن دى

ارواښاد صاحب شاه صابر


تړاو: ارواښاد صابر
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ