د نن لوبه!

په یوه هیواد کي چي سیاسي شعور عام سوی نه وي خود به هر زورواکی درعیت پرس چپه میچني ورڅرخوي، موږ په دنیا کي هغه قوم یوچي له سیاسته نفرت کوء،سیاست درواغ ګڼو او سیاست دهرچا کارنه بولو، خو بیرته دوطن په ورانۍ کي خپله دسیاست مهرې ګرځېدلي یو،هرکله چي د افغانستان د ورانیواجنډاوي په نوروهیوادونو کي ډیزاین سوي دي؛خو تطبیق یې خپله دځیني افغانانو له خوا سوئ.

افغانستان دنړۍ په کچه اول نمبرفاسد نظام لري،په دنیا کي دوهمه ناکامه اداره لري، دنشئي توکو خوباید خبري ونه کړو.

د حامدکرزي دریاست وخت مخ پرختمېدو دئ،داسي اوازې خلګ اچوي چي دنوموړي برخلیک به دډاکټرنجیب په شان وي، دلته سوال دادئ چي ایا تراوسه د ډاکټرنجیب تشه موږ ډکه کړې؟ د داود خان بدیل مو وموندئ؟ که بل اړخ ته راسودپردي ناوړه سیاست په توسط دا کسان خپله دافغانانو له خوا په شهادت ورسېدل!دا هم باید ووایو چي هغوئ هم دخپل عروج او مقام په وخت کي ځیني کړني ترسره کړې چي اغیزي یې په بعضي مواردوکي تراوسه لیدل کیږي، خو په قانون کي دهرجرم سزا بېله ټاکل سوې(دهرجرم سزا مرګ ندئ).

د امریکا دایمي اډې،ارګ ته دایرام دپیسو توري خلطې،دګوشتې او ډیورنډ دبحث بیا راپورته کېدل کوم تصادف نه دئ، پاکستان چي کله دافغانستان پرخاوره دتیري هڅه کړې دا هم دافغانانودنبض معلومول دي،دوئ ازمایښت کوي چي؛ عام اولس،حکومت،سیاسي ګوندونه، اونړیواله ټولنه څه عکس العمل ښئي؟؟ وروسته پرداټولو یو مرور کوي بیادځان لپاره هغه اپشن ټاکي کوم چي داسلام اباد په ګټه وي،خودریغه دافغانستان پرچارواکوچي دخپلو چوکیو په خاطر یې درعیت و ژوند ته اور واچوئ، بله ستونزه بیا هغه دسیاسي شعورده کله چي کرزی صاحب په دې وپوهیدئ چي خپل اعتماد یې په خلګو کي له لاسه وتلئ نو په یوه کنفرانس کې مازي دا وویل چي ډیورنډ نه منو! په دې خبره بیا کرزي دخلګو په زړونو کي تریوې اندازې ځای وموندئ.

په یوه هیوادکي چي د دیموکراسۍ پیلامه وي خود به رعیت او حکومت خپل حد له یاده باسي،کله چي عوام مظاهرې کوي بیرته دپردیو سیاستونو په توسط خپل د ورور دکان،دبریښنا پایي او نورو ملي شتمنیوته اور ورته کوي چي ښه بولګه یې دمیوند په ولسوالۍ کي دمظاهرې انجام وه، چي د حکومت له خواهم تر ۲۰تنو پوري مرګ ژوبله واوښتله.

نړیواله ټولنه د دایمي اډو دمنلولپاره اوس تربل هروخت بېلا بیلي تګلاري په کاراوچوي،داچي کرزی صاحب دځینو چنو په حال کي دئ بیا نونړیوال مجبورسي چي کله د CIA دپیسو راپور خپور کي او کله په محبسونو کي دبندیانو دشکنجو ستونزه راپورته کي، په دې ډول دوئ غواړي چي دنظام او اولس ترمنځ یو واټن رامنځته کي.

خو اساسي او وروستۍ خبره داده چي موږ نن داسي بازۍ ښکاریو چي په هراړخ کي رعیت(عوام) په اورکي لولپه کیږي، دپاکستان تجاوزخواوس نه دئ سوی،دا معامله ګري خو داڅوکاله مخکي سوې ده، دلته بیا سوال دادئ چي ولي اوس داموضوع ګرمه سوه؟؟ ایا دادونده وخت حکومت او پارلمان په سترګو ړانده ول؟؟

دلته بیا فاسد چارواکي دخپل فساد دنه افشا اودخپل فاسد ژوند دبقا په خاطر اولس په قومي جنګ سره اخته کوي،دوئ ورته ګوري اوخپل نارواسیاست پرچلوي، اولس ته په کار داده چي نور له سیاسي شعوره کار واخلي ترڅوهم خپل ژوند وژغوري او هم وطن ته نجات ورکړي.

ليکوال: نثاراحمد(صالح)



:: تړاو: ادب او سياست
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۲/۳۱
نثاراحمد صالح د کندهار ځوان شاعر روڼ اندی او ځوان سياستوال دی،  د انار ګل په دوديزه مشاعره کي يې د پاکستان پر ضد د ګوشتې ((شهید محمدقاسم)) ته ډېر په زړه پوری شعر ووایه ، د ټولي مشاعرې خوند يوه خوا وو او دصالح شعر او ډیکلمه بله خوا وه
نن د قاسم د روح نڅا وینئ؟؟                          

ما ستاد روح د خوښۍ چیغي د نژدې ولیدې
ستاجنازه کي مي په سترګو فرشتې ولیدې
د خوشالي توري ځلا چي دي ښکاره کړه لمرته
د پنجابک سترګي شوکوره سوې ما مړې ولیدې
-------------
ستاد قدم په ایښولو کهکشان لړزېدئ
ته په ګوشته کي خو له وهمه دي جهان لړزېدئ
د رحماني قوت په زورباندي مغرور جانانه
له افغاني زوره دي نن ټول پاکستان لړزېدئ
ــــــــــــــــــــــــــ
زه درسره یم د دښمن مور لره عارجوړ که
په شیش محل کي پر دالخورو یو سنګسارجوړکه
دا د انګریز د عشق نطفه رحم کي وسوځوه
پر کیاني، شجاع پاشاه باندي ناتار جوړ که
ـــــــــــــــــــــ


:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: ادب او سياست
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۲/۱۹
 
اعلان.

.:: کلیک ::.