و لوګري ته د لور په جوړولو
استاکار خولې توى کړي
ښه يې ځان دئ ستړى کړى
موسم بيا د لو راغلى
استاکار په خوارۍ بوخت دئ
د غنمو فصل سوى
.....
زلمي بيا شمله تاو کړې
په فصلو ګډ دى لوګرى
د ژړي غنمو وږي پاخه سوي
پېغله ګرځي په کښتونو
د بابا او ورور مرستياله
سږنى فصل ډېر ډک دئ
ټول راضي دي له باداره
....
پېغله دې ته هوسېږي
د ورورک واده به وسي
د ورور جان ناوې به راوړي
هم به دا په مراد رسي
....
په وطن کي سږ فصلونو ته اميد دئ
چي به ښه حاصل ور وکړي
زلمي پيغلي دي خوشحاله
ولورونه به پوره سي
پېغله ځان سره بوڼېږي
د ورورک تر واده وروسته
بابا هم مجبوره کېږي
چي د زوم کور ور ودان کړي
پېغله دې ته خوشحالېږي
.....
په دې مست ښکلي موسم کي
دا هوسۍ غوندي ګرځېږي
بې اختياره ږغ کړي پورته
ژړ فصلونه په ګډا کړي
لو دئ د غنمو ياره
لو دئ دغنمو ياره
ګېډۍ راواچوه بنګړي راغلي دينه
ياره لو!
قانع- د غبرګولي ١٠مه ١٣٩٤
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
غزلزار