هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۵/۰۵/۰۶ خپرندوی
 

له رنګه تور، په زړګي سپين دئ جرس
ځکه د پيغلو لونګين دئ جرس


د محبت په ټال کي ځانکي همېش
مينه ويشي د ميني سين دئ جرس


د علم کان، د پوهي غر غوندي دئ
په شاعرۍ کي سپين نګين دئ جرس


د تورو شپو په وړاندي سپين سهار دئ
د جنګيالي په شان متين دئ جرس


د قناعت په سر مايه بډاى دئ
نن د قانع پر زړه لورين دئ جرس


د وري ١٧مه ١٣٩٤ پښتو څانګه، کندهار پوهنتون


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ