هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۹/۲۱ خپرندوی

دوه سترګي مي، لېمې مي دي پښتو ده که فارسي ده 

 فارسي نه زه ځارېږم او پښتو نه قربانېږم

پلرونه مي راغلي څوک له چين څوک له ماچين نه 
 
خو زه شومه افغانه دې رغو نه قربانېږم

غليم راته ويلي: (حرامي ئي نه دی غواړم ( 
خو زه يمه (پاړسنه ) چي پښتو نه قربانېږم

غليمه راته مه وايه (ماجر ئي نه دي غواړم) 
په خټهّ يمه (تُرکه) خو پښتو نه قربانېږم

(فارسي)مي دي دوې سترګي،پښتو،مي تن او سا ده 
 
دې سترګو نه ځارېږم له دې تن نه قربانېږم

پښتو ده که فارسي ده دا خو ژبه ستاو زما ده 
 
ترکمن که هزاره دي هم هغو نه قربانېږم

(خوشحال بابا)مي سترګي (حافظ) مي تن او سادي 
 
پګړۍ نه ئې ځارېږم تر (قبا ) ئې قربانېږم


(کړور) که دي شمله ده ( فردوسی ) زما باور دی 
(له پټي خزانې )او ( شاهنامې) نه قربانېږم

باور زموږ د دواړو يو افغان او يو ايمان دی 
 
باور نه مي ځارېږه ستا ايمان نه قربانېږم

انسانه يم په زړه کي د انسان مينه زه پالم 
 
او تل يمه افغانه دې رغو نه قربانېږم

په خاوره چې مين وي د هغه باتور ياري کړم 
 
چي نه وي تعصب پکي هغو نه قربانېږم .

بهارت

 


تړاو: حماسه
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ