هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۱۱/۱۰ خپرندوی


ما په سترګو کي ساتلی یو جهان دی
دوئ نارې کړې چي (نثار) خو بې ایمان دی

د جلاد په تشهد چي بدګمان یم
تر چاړې لاندي سر پروت د مسلمان دی

په سرور چي زندګي و مرګ ته سپارم
دا سوغات هم له طرفه د جانان دی

زموږ وحشت ته به یزید سي زاره چاودی
چي مو څنګه لا پر سر ولاړ اسمان دی!

که دي غېږ د محبت ور نه کړه پوه سه
د ورور لاس کي دي تیار د بل کمان دی

ما ویل چي هغه ستا له غمه مړ سو
خو هغې ویل (صالح) څنګه انسان دی؟
شاعر: نثار‹‹صالح››


تړاو: غزلزار
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ