هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۲/۱۶ خپرندوی

  اسلم لوڼ د  سپوږميز دولسمي پېړۍ په نيمايي کي د کندهار په باميزو کوڅه کي زېږېدلی دی او د ۷۸ کالو په عمر په ۱۳۳۲سپوږمیز کال کې مړ سوی دی


ستا له لاسه تل جفا سترګه د لمر وړي

د شفق په ژړا ویني هر سحر وړي

معشوقې دي په عالم کي شپې رسوا کړې

سپوږمۍ شمعه ستا د حسن در پر در وړي

هغه ستاد خولې خبري دي دلبره

چي په خولو کي د خوبانو ګل شکر  وړي

له باڼو دي د مینو بڼه ولاړه

چي و هر زړه ته تیره د عشق نشتر وړي

زما د خیال د مرغه ځاله ده سر بره

ستا د عشق پر کنګرو باندې شهپر وړي

چي تاجداره دي په مینه شي محتاجه

ستا له کبره به اسلم خاورې پر سر وړي

 اسلم لوڼ



تړاو: غزلزار
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ