د ايرلېنډ مشهور ليکوال جورج برنارد شاو يوه ورځ له يو شاګرد سره د لندن په يوه پارک کي ناست وو، چي يو ورځپاڼه پلورونکي په لوړ ږغ ويل: د هسپانیې د انقلاب په اړه، ځانګړی خبر، ځانګری خبر!

شاګرد وغوښتل، چي د ځانګړي خبر په خاطر اخبار رانيسي؛ خو برنارد شاو ورته وويل: پرېږده يې، زه به ددې خبر(انقلاب) فلسفه درته تشريح کړم؛ د معمول له مخي غرني غوايي په ډلئيز ډول څړځايونو ته ځي، کله چي ماړه سي، نو څړځايونو کي په مستۍ او سستۍ سره ګرځي.

په دې وخت کي د وږو غوايانو يوه بله ډله په دوی پسي راځي او دوی په ښکرو وهي.

ماړه سوي غوايي له ځانه د دفاع توان نه لري، و شاتګ او بلآخره تېښتي ته مجبوره کېږي او څړځايونه و نوو وږو غويو ته پرېږدي؛ دوی چي هم ماړه سي، مجبوره دي، چي ځای و راتلونکو لوږو ته ور پرېږدي؛ دې ته وايي، انقلاب...!

#هدفــ: په هغه ټولنه کي چي خلکو ته په مساوي ډول حقوق ورنه کول سي، د هغې ټولني د وګړو انرژي به همېشه د يو بل په پرځولو او واک په تر لاسه کولو مصرفېږي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.