د يو سړي دعوه و قاضي ته راجع سوه؛ سړي به هره ورځ قاضي ته د ورتګ مخکي خپله خولۍ مخ ته ايښول، يعني خولۍ به ئې قاضي فرضول، بيا به ئې هغه څه چي په محکمه کي ويل، و خولۍ (قاضي) ته بيانولې؛ رشتيا او درواغ به ئې سره سنجول، دده په تاوان خبري به ئې اصلاح کولې، وروسته به رشتيا قاضي ته ور روان سو.

چا ورته وويل، دا ته څنګه په محکمه کي و قاضي ته داسي سمي خبري کوې، چي قاضي هم ستا په حق کي فيصله وکړي!

سړي ورته وويل، زه اول خپله خولۍ قاضي کوم!

#هدفــ: که هر انسان د خپل وجدان په مخکي ځان محکمه کړي؛ ځان ته مجازات او مکافات وټاکي، هيڅکله به د لوی خدای جل جلاله په حضور کي سرټيټی او ملامت نه سي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.