په پخوا وختو کي له يو بزګر سره يوه ګوتمۍوه، دې ګوتمۍ دا کمال درلود، چي له چا سره به وه، هغه به ئې د انسانيت و لوړو درجو ته رسوئ.
بزګر درې کوچني زامن لرل، کله چي ئې زامن غټان سول، پلار ئې د هغې ګوتمۍ په څېر دوې نوري جوړي کړې او هر زوی ته ئې جلا جلا ورکړې.
وروسته له دې د دوی تر منځ جنجال پېښ سو، هر زوی به ويل، چي زما ګوتمۍ اصلي ده!
د اصلي ګوتمۍ د معلومولو پر سر شخړو او دعوو درې سره زامن اړ کړل، چي قاضي ته ولاړ سي.
کله چي ئې قاضي ته جريان بيان کړ، قاضي ورته وويل: په حقيقت کي له تاسو ټولو اصلي ګوتمۍ ورکه سوې ده، ځکه چي د اصلي ګوتمۍ کمال دا دئ، چي سړی د انسانيت و درجې ته رسوي؛ خو په تاسو کي يو هم دې درجې ته نه ياست رسېدلي؛ له يو بل سره دعوې، شخړي او ښکنځل کوئ.
#هدفــ:موږ همېشه د خپلو مشرانو په مدنيت، عظمت، وحدت او اتلوليو نازېږو او ځانونه د هغوی وارثین ګڼو؛ خو اوس موږ ته يوازي ددې کيسو دعوې را پاته دي، په اصل کي د هغوی لار را څه ورکه ده.
#د_قانع_ژباړه
تړاو: پند
Afghan Afghani Converter