صادق هدایت د ايران مشهور کيسه ليکوال وو، چي په ۱۲۸۱ل. کال کي زېږېدلی او په ۱۳۳۰ل. کال کي ئې خپل ژوند په ځانوژني سره پای ته رسولی دئ.

هدايت له دې سره، چي ښه کيسه ليکوال وو، د ژباړي په برخه کې هم د پام وړ کارونه کړي دي.

صادق پر حيواناتو دونه ډېر زړسوی درلود، چي په ۱۳۰۳ل. کال ئې يو کتابګوټی د (انسان او حيوان) په نوم وکېښ.

هدايت په ځوانۍ کي د ترکارۍ(سبزیجات) په خوړلو روږد سو؛ هغه په ۱۳۰۶ل. کال (د ترکارۍ خوړلو ګټي) په نامه يو کتاب وليکئ؛ دا کتاب چي ۱۲ څپرکي لري، د ترکارۍ پر علمي، ادبي، تاريخي او اقتصادي ګټو پکښي خبري سوي.

صادق هدايت په دې عقيده وو؛ که انسان غواړي، چي له جنګه لاس پر سر سي، نو اول دي د حيواناتو له وژلو او د هغو له غوښو خوړلو څه پرهېز وکړي.

هغه د ژوند تر پايه غوښه ونه خوړه؛ کله کله به ملګرو د غوښو خوړلو ته هڅاوه؛ خو ده به ئې په جواب کي ويل:

زه د مړو سوو جسدونه او لاښونه نه خورم.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: جالب خاصيتونه
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.