هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۷ خپرندوی

د ترکيې مشهور ليکوال عزیز نسين وايي، د خبريال په توګه مي هند ته سفر درلود، په رېلګاډي کي سپور سوم؛ تر څه تګ وروسته ناڅاپه رېلګاډي ویرونکی بريک ونيو و درېده؛کله چي له ګاډي را کښته سوم، ومي ليده، چي يوه غوا د رېلګاډۍ په مخ کي پر پټلۍ ناسته ده او د ګاډۍ د تګ مخه ئې نيولې ده؛ له خپل هندي لارښود څه مي پوښتنه وکړه، چي ولي څوک د‌ رېلګاډي له مخه غوا نه ليري کوي؟

هغه راته وويل: غوا مقدسه ده، هيڅوک کار نسي په درلودلای!

بيا مي ورته وويل، نو اوس چاره څه ده، څه بايد وسي؟

هغه وويل: تر هغو به صبر کوو، تر څو چي غوا په خپله خوښه ولاړه نه سي!

و مي ويل، يعني يوه غوا که تر هره وخته وغواړي، د رېلګاډي د تګ مخه نیولای سي او څوک ئې ممانعت هم نه کوي؟

ويل، هو؛ غوا مقدسه ده!

زه پوه سوم چي په وروسته پاته ټولنه کي تش په نوم مقدس عقايد د يوه ملت د پرمختګ مخه نیولای سي او هيڅوک دا جرئت نسي کولای چي څه وکړي يا څه ووايي!

#د_قانع_ژباړه


تړاو: پند
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ