د سړک پر غاړه يو اعلان ځړېدلی وو، پر ليکي وو:
{دوه زره روپۍ مي ورکي سوي دي؛ ډېره اړتيا ورته لرم، ځکه په ژوند کي نور هيڅ نه لرم، بس همدا مي ټوله شتمني ده؛ هر چا که پيدا کړي وي، هيله ده، چي پر دې ادرس ئې راوړي؛ ډېره اړتيا ورته لرم!}
يو ځوان دا اعلان ويني، له جېبه دوه زره روپۍ را باسي، و ليکل سوي ادرس ته ئې ور وړي؛ ګوري چي ادرس د يوې زړې بوډۍ کور دئ؛ دی پيسې ورکوي، خو بوډۍ په ژړا کېږي، وايي، ته دولسم کس ئې چي راځې او وايې، چي ستا پيسې ما پيدا کړي دي!
سړی په موسکا سره له بوډۍ روانېږي، خو بوډۍ په ژړانده ږغ ورته وايي، زويه هغه اعلان څېري که؛ ځکه چي هغه اعلان ما نه دئ ليکی او نه زما ليک زده دئ؛ ستاسو همدردي او ښه احساس ماته د ژوند کولو هيله رابخښي، دا ماته په دنيا کي تر ټولو لوی خير او مرسته ده!
#هدفــ: هر چيري چي انسان او انسانيت وي، هلته به د ميني او محبت ډېوه روښانه وي.
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند