د موسی عليه السلام په وخت کي سخته وچکالي راغله؛ د دښت هوسیاني و موسی عليه السلام ته راغلې، ویل موږ له تندي مرو، له خدایه د باران غوښتنه وکه!
حضرت موسی و الله عزوجل ته د هوسیو غوښتنه بيان کړه، الله ورته وفرمایل: د باران د اورېدلو وعده نه ده سوې!
حضرت موسی و هوسیو ته د باران د نه اورېدو جواب ورساوه.
د هوسیو له منځه یوې وویل: زه و الله ته د مناجات او خبرو لپاره کوه طور ته ځم؛ و دوستانو ته ئې وویل: که زه له کوه طوره په خېزو او خوښۍ را کښته کېدم، پوه سئ، چي د باران هیله پیدا سوې، که نه وو، نو د باران هيله مه کوئ!
هوسۍ و غره ته پورته سوه، حق تعالی دې ته هم د باران د نه اورېدو جواب ورکړ؛
خو کله چي هوسۍ د راکښته کېدو په وخت کي خپل خواشيني ملګري وليدل، چي ددې راتګ ته سترګي په لار دي، له ځان سره ئې وويل، زه بايد په خېزو او خوشحالۍ د دوی خواته ورسم، تر څو مي دوستان خوشحاله سي، توکل پر الله، و خپل خدای ته هيله لرم، چي باران به وکړي.
هوسۍ لا مځکي ته نه وه رسېدلې، چي باران شروع سو!
موسی عليه السلام د اعتراض په ډول له الله عز وجل څه ددې راز وغوښت؛ الله عز وجل ورته وفرمايل: هماغه جواب چي تاته درکړه سوی وو، هغه جواب هوسۍ ته هم ورکړه سو، خو توپير ئې په دې کي وو، چي هوسۍ پر الله د توکل په نيت حرکت وکړ، او ناهيلې نه سوه، د توکل نتيجه ئې هم وليده!
#هدفــ: هيڅ وخت مه ناهيلی کېږه، کېدای سي په وروستي شېبه کي هم الله تا بريالی کړي، پر الله توکل وکه!
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده،
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند