په دوهمه نړۍ واله جګړه کي کي کله چي لندن د جرمنيانو تر سخت بمبارد لاندي وو؛

د انګلستان صدراعظم چرچيل و يوې مهمي غونډي ته روان وو، دا چي پر ناوخته سوی وو، خپل موټروان ته ئې وويل، ما عاجل غونډي ته ورسوه!

موټروان ئې د تګ لپاره ډېره لنډه خو ممنوعه لار غوره کړه؛

کله چي نيمي لاري ته ورسېد، ناڅاپه د جريمې پوليس پر پېښ سو، د درېدو امر ئې پر وکړ؛

موټروان ورته وويل، دا د لومړي وزیر موټر دئ، هغه بايد په عاجله توګه جلسې ته و رسوم!

افسر په سړه سينه ورته وويل، زه هم لومړی وزير، هم ئې موټر او هم خپله دنده ډېره ښه پېژنم!

موټروان ته ئې جريمه ورکړه او د موټر د بيرته ګرځېدو امر ئې وکړ.

موټروان د موټر په را ګرځولو بوخت سو؛ چرچېل سګریټ را وکېښ، وئې لګاوه او وئې ويل: جګړه موږ ګټو، دلته قانون حاکم دئ، په داسي حال کي چي د لندن واټونه تر بمبارد لاندي دي، خو بيا هم په قانون اداره‌ کېږي!

#هدفــ: د هغه هيواد خلک چي په ريښتينې توګه خپلو قوانينو ته ژمن وي، هيڅ وخت به مغلوبه نه سي؛ د قانون ماتېدل د نظام نسکورېدل دي!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.