یوه ورځ د ځنګله حیوانان د نوي پاچا د ټاکلو لپاره جرګه سول؛ زوړ پاچا چي یو هوښیار زمری وو، ضعیف سوی وو، نو ټولو پرېکړه وکړه چي نوی مشر وټاکي.
یوې بزې چي ډېري خوږې خبرې ئې کولې، ځان کاندید کړ. هغې حیواناتو ته داسي ژمني ورکړې: "زه به تاسي ته ازادي درکړم، هېڅوک به ظلم نه ویني، په ځنګله کي به د شېدو او عسلو سیندونه جوړ کړم!"
حیوانان چي د زمري له سختو قوانینو ستړي سوي وو، د بزې خبري ئې ډېرې خوښي سوې، سمدلاسه ئې بزه پاچا کړه.
کله چي بزه پاچاهۍ ته ورسېده، نو ډېر ژر ستونزې پیدا سوې: د بزې فرمانونه هيچا نه اورېدل، ځکه چي ږغ ئې کمزوری وو؛
هر وخت چي به ځنګله يو ستونزه را منځته سوه، بزې به يوازي امبا امبا وکړه، خو هيڅ حل لاره ئې نه وړاندي کوله.
د پړانګ، لېوه او ګيدړي په څېر وحشي حیوانانو د پاچا او حکومت له کمزورۍ استفاده وکړه، څنګ چي ئې زړه غوښتل ځنګل ئې هغسي ویجاړ کړ.
حیوانان ډېر ژر پوه سول چي یوازي خوږې خبري کفایت نه کوي؛ بلکلي یو قوي، هوښیار، زړور او قاطع پاچا ته اړتيا ده، چي ځنګل اداره کړي.
#هدفــ: مشري یوازي په نصيحت، نرمو خبرو او په بې پلانه ژوند نه کېږي؛ ښه مشر ته ښايي چي د پرون د تجربو په رڼا کي د نن له فرصته استفاده وکړي او د سبا له پاره منظم پلان جوړ کړي.
تړاو: پند
Afghan Afghani Converter