وايي، يو پاچا د هند د نيولو په موخه روان سو، و يو داسي ښار ته ورسېدئ، چي جګ برجونه او لوی خندقونه ئې درلول؛ پاچا چي برجونه او خندقونه وليدل، امر ئې وکړ، چي لښکر پنډ کئ، تر څو پر ښار د حملې پلان جوړ کړو.

ماښام پاچا قدم واهه، چي په خندق کي ئې د چونګښو نارو ته پام سو، په فکر کي ئې پلان جوړ کړ.

يوه ورځ وروسته ئې د خندق چونګښو ته اعلان وکړ، چي د شاهي حکم په اساس به نن شپه يوه چونګښه هم نارې نه وهي!

هنديانو چي دوی له برجو څه څارل، په خندا سول، په ټوکو او مسخرو سره ئې وويل: چونګښي د پاچا په حکم څه پوهېږي!

پاچا سمدلاسه امر وکړ، هغه پسونه چي لښکر ته حلالېږي، د هغو کولمې پاکي کړئ، دواړه سرونه ئې بند‌ کئ، وئې پړسوئ او خندق ته ئې ور واچوئ.

شپه سوه، له دېواله ږغ راوتئ، له چونګښو نه؛ ټولي چونګښي چپه خوله سوې.

سهار چي رڼا سوه، د ښار دراوزې خلاصي سوې، ټول ښار تسليم سو، ځکه چي دوی وليدل، چي چونګښي لا د‌ پاچا د امر تابع دي، بېله تسلیمۍ ئې بله لار نه ليده.

پاچا عقل او حکمت په کار واچاوه، کله چي ئې د پسو پړسېدلي کولمې و خندق ته واچولې، چونګښو ګمان کاوه، چي اوبو ته ماران راغلي، د ښکار له وېري ټولي چپ و غړپ وې.

#هدفــ: ښه حاکمان هره پرېکړه د پوهي او حکمت له مخي کوي، نه د زور او جبر له لاري؛

ډېر ناشوني کارونه، چي په زور نه کېدل، په ډېري اسانۍ سره په ښو اخلاقو تر سره سوي دي.

#د_قانع_ژباره



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.