هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۷ خپرندوی

کله چي مغولي چنګېز د بخارا په نيولو بريالی نه سو، نو ئې يو ليک د بخارا خلکو ته ولېږئ، ول هر څوک چي زما سره ملګري کېږي، سر ئې په امان دئ!

د بخارا خلک دوې ډلي سول، يوې ډلي جګړه پيل کړه، بله ډله له چنګېز سره ملګري سوه.

چنګيزخان ملګري ډلي ته وليکل، له خپلي مخالفي ډلي سره وجنګېږئ، نيول سوی غنیمت ئې او د ښار حاکميت ستاسو دئ.

ملګري ډلي ومنل، جګړه د دوو مسلمانو ډلو تر منځ ونښته، په پايله د چنګېز ملګرې مزدوره ډله بريالۍ سوه.

تر بريا وروسته چنګېز امر وکړ، چي مزدوره ډله بې وسلې او سرونه ئې ځني پرې کړئ!

چنګېز ول، که دوی وفا لرلای، د پرديو په مقابل کي به ئې له خپلو وروڼو سره خيانت نه کاوه!

#هدفــ: که د تبر لاستی له لرګي نه وای جوړ، هيڅکله به د ځنګله وني د تبر خورک نه وای؛ داخلي دښمن تر بهرني په کراتو کراتو خطرناکه او مضر دئ!

منبع: الكامل في التاريخ

#د_قانع_ژباړه


تړاو: د تاریخ خبري
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ