يو سړي ول زه کمونيسټی سوی يم؛ ملګري ئې ورته وويل، ته د کمونيسټۍ په تاوان خبر يې؟ يو تاوان ئې دادئ، که ته دوه موټره ولرې، يو موټر به هغه چاته ورکوې، چي نه ئې لري.
سړي ول، ور کوم ئې!
ملګري ئې ورته وويل، که ته دوه خره ولرې، يوه خر به هغه چاته ورکوې، چي نه ئې لري!
سړي ول، له دې سره مخالف يم، نه غواړم چي خپل خر بل ته ورکړم!
ملګري ئې ورته وويل، چي موټر ورکوې، نو خر ولي نه ورکوې، خو دواړي يو ډول کيسې دي!
سړي ورته وويل، نه دا هغه رکم کيسه نه ده، ځکه چي زه اوس دوه موټره نه لرم، خو دوه خره لرم!
#هدفــ:زموږ د اکثرو سياسينو مبارزه او ملګرتيا تر شخصي ګټو پوري ده؛ که پر واک وو، هر څه سم دي، که بېواکه سو، هر څه خراب دي!
:: اړونده موضوع:
وراشې او کنايې
:: تړاو:
د تاریخ خبري