هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۷ خپرندوی

يو ورځ د ملانصرالدين له لاسه خطا وسوه؛ عسکرو ونيوئ، حاکم ته ئې بوتلئ؛ حاکم ملا د مرګ په سزا محکوم کړ؛ خو تر اعدام مخکي ئې ور ته وويل، په يوه شرط له مرګ ژغورل کېدای سې، چي خپل خره ته به په د‌درو کلونو کي ليکل او لوستل ور زده کوې.

ملا د حاکم شرط ومانه او له بنده ازاد سو.

يو سړي ملا ته وويل، اې کمعقله خر کله ليک او لوست زده کولای سي!

ملا ورته وويل: که د خدای خوښه وه، نو په دې درو کلونو کي به يا حاکم مړ سي او يا خر!

#هدفــ:هيڅ وخت مه ناهيلي کېږئ، کېدای سي هر څه ستاسو له خوښي سره سم ستاسو په ګټه تمام سي.

#د_قانع_ژباړه


تړاو: پند
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ