يو سپي په چمن کي واښه(بوس) خوړل، يو بل سپی‌چي پر لاره تېريدئ، د سپي د وښو خورک ته حيران سو؛ سپي ته ئې وويل: سپی او د‌وښو خورک مي هيڅکله نه وو ليدلي!

ولي واښه خورې؟

سپی چي د وښو په خوړلو لګيا وو، ول زه د خان صاحب سپی يم!

د لاري سپي په پُزخند ورته وويل، کمعقله! ته چي واښه خورې، نو ولي د خان سپی يې!

که د خان سپی وای، نو لږ تر لږه خو بې يو هډوکی در اچولی وای، اوس چي واښه خوري، نو ولي د خان سپی يې، خو د ځان سپی سه!

#هدفــ: ځني خلک د يو چا په ستاينه او د نورو په غندنه کي دونه افراط کوي، چي اصلاً ئې خپل اصليت هېر کړی وي؛ د نيمي ګولې سپی دي ورک سي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.