هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۹ خپرندوی


يوه ښځه د خپلي مور په فاتحه کي د يو داسي ځوان سره مخ سوه چي مخ کي يې هغه ځوان نه و ليدلى ښځه ددې ځوان په ليدلو سره سمدستي پر مينه سوه، او هغه يې د خپل ژوند روح وګاڼه.

ښځي هوښ او حواس د لاسه ورکړل او ددې سړي په فکرو داسي ډوبه سوه چي نه يې د هغه څخه د نوم ، د ځاى پته او يا ټلفون نمبر، هيڅ هم ونه پوښتنل.

څو ورځي تيري سوې ښځي د هغه ځوان په ليدلو پسي سرګردانه وه، چي يوه ورځ يې د ځوان په لټه خپله خور ووژل.

ستاسو په فکر ولي دې ښځي خپله خور ووژل؟

جواب: هغه ښځي فکر کاوه چي کيداي سي د خپلي خور د فاتحې په مراسمو کي هغه ځوان بيا ګډون وکړي او دايې وويني.

که تاسو هم دې پوښتني ته همداسي جواب ورکړى وي نو په ډير باور تاسو په رواني يا psychopath ناروغي اخته ياست.

 يو امريکايې ارواپوه پر دې تسټ ډير کار کړى او هغه چا چي دا ډول جواب يې ورکړى تر څيړني لاندي نيولي، په زړه پوري داده چي هغو کسانو هم همداسي جواب ورکړى چي وژونکي سريالونه يې تماشا کول.

پايله: هيله ده چي د وژنکو سريالو له ليدني  ډډه وکړئ، که نه تاسو به هم يو وخت د وژونکو سريالونو لوبغاړي سئ،   خپل ژوند ته له سره نظر وکړئ او ښه لار ځانته غوره کړئ.


تړاو: ازموينه
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ