هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۰۵ خپرندوی
http://www.talafghan.com/images/numialai2.jpg

د ارواښاد استاد نوميالي (تخنوني)


دسرکس لوبه جاري ســــــوه -  ماټو کښېنوست پر چوکۍ

نـــــــور يې هر څه د زمري وه  -  خــــــــو مانده و په لکۍ

   ---

چــــرسي نه دئ د چا زوى- تــــارياکي دوه په ايکي

پــوډري چي باندي راغى  - ريخ يې و ايست پيـشکي

---

ټکه راغله له اسمانه - ملک خالي ســــو له مړو

آس د شا پر خوا قيضه سو - چي ملک مو سو (بلو)

---

پلاره سترګي دي ړندې سه -  تا اخته کړم په بلا

ديدنۍ مي دي سي خاوري - چي هم پک دئ هم ملا

---

د ټمبه غوايي له بېخه -  ساه وتله په تيزي

ده ول دغه بازسازي ده  - ما ول داده باد سازي

---

پر دا خپله سوټه ناست وي_ بل ته نه ورکوي لار

چي يو ځلي باندي کښېنوست_  زموږ هر نوى صوبه دار

---

هى توبه مکاري چرګي _  ستا له دغي دوه رنګۍ

چي کوټ کوټ لرې و ماته _  بل ته اچوې اګۍ

---

سوشلزيم معمـــــا وه – سد مو نه په رسيده

خو چي زموږ په برخه راغى _ شوده ليزم ښکاريده

---

رباني ول په کابل کي _ واک مي ټوله و منلى

د کرزي دولت  به څه وي  _ خارجيانو دئ تپلى

--

انډيواله راځه پرېږدو _ له يوه سره ګيلې

په ګيلو له لاسه وزي _ ښه وختونه د مېلې

--

راځئ ټوله له نفرته _  تصفيه کړو خپله وينه

په يوه انسانستان کي _ مينه ولمانځو په مينه

 


تړاو: ترخه خندا
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ