هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۱/۲۸ خپرندوی


ولسمشر محمد داود له همېشني عادت سره سم تر کار وروسته يا د رخصتيو په ورځ په شخصي موټر کي په پرمختيايي پروژو ګرځېده او يا يې د خلکو احوال اخيسته.

عسکر يا ساتونکي يې له ځانه سره نه بېول، ډېر ځله به يې په لاره کي له خلکو سره خبري کولي، خو چا نه پېژانده.
يوه ورځ چي له دغسي يوې کتني راستون شوى و، ماته يې وويل چي د گارډ قوماندان ورته راوغواړم. را مي وست... پوښتنه يې ترې وکړه:
بچپه زه بندي يم؟ هغه وويل نه صاحب، ولي؟ ده وويل:
نه، هرومرو بندي يم، ځکه چي په بندي پسي عسکر روان وي او نن مي کتل چي تاسي پټ پټ په ما پسي راروان واست! غواړئ ما وساتئ؟ له چا مي ساتئ؟
که چیري ما خلک ونه غواړي نو يو يا دوه عسکر څه چي ټانکونه مي هم نشي ساتلى.
دا خبره يې وکړه او په کلکه يې له قوماندان نه وغوښتل چي نور به د ده پسې عسکر نه ځي.
د ريښتیني مشر هره کارنامه د خلکو په زړونو کي ځای لري

محمد طارق بزګر


تړاو: خاطره
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ