يوه ورځ يو بزګر کلي ته په لار د لارې په منځ کي يوه غټه ډبره ولېده. بزګر شکايت پيل کړ: څومره بې تفاوته خلک دي، دا لويه ډبره يې د لارې منځ کي پريښې؟ ولې کوم څوک دا نه لرې کوي؟ همداسې له ځانه سره غړمبيده او لاړ. سبا يې همدا قصه د يو شُدو خرڅونکي/شيدو پلورونکي سره وشوه. له ځان سره وغړمبېده او ډبره يې همداسې پريښوده. او په خپله مخه شو.

بله ورځ يو زده کوونکی هم په دغه لار او دغه ډبره وربرابر شو. هغه په اندېښنه کي شو چي که د چا پښه په دې ډبره کي ونښلي، ټپي به شي، پرېکړه يې وکړه چي دا ډبره له لارې يو خوا ته کړي. که څه هم ډبره ډيره ستره وه خو هغه وکړای شول چي په پرلپسې هڅو هغه د لارې يوې غاړې ته کړي او لاره د نورو د تګ لپاره خوندي کړي. په دې وخت کي يې پام شو چي د کوم ځای څخه چي يې ډبره لرې کړې ده يو کاغذ پروت دی. کاغذ يې راواخيست، او په لوستو یې شو، په کي ليکلي وو:

ته د دې ملت ريښتينې شتمني يې. په دې نړۍ کې دوه ډوله خلک دي: هغوی چې يوازې خبرې کوي او هغوی چې عمل کوي. خبرې کوونکی يوازې خبرې کوي او کوونکی عمل کوي.

د دې کيسې اصلي موخه دا ده چي که تاسي څه نه کوئ، نو د نيوکو (انتقاد) حق هم نه لرئ. بدلون راولئ کوم چي غواړئ په دې دنيا کي يې وګورئ. ټولنې ته خدمت د هغې ټوټې کرايه ده چي موږ په دې زمکه کي اشغال کړې ده!

 ژباړه: فريد بزګر



:: تړاو: درنه خبره
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۲/۲۱


پټ ښرموښان (ليوان)

سپين ږيري نيکه خپل لمسي  ته ويل

زويه په زموږ په مغزو کي دوه ليوان (شرمښان) پټ دي

 چي هر کار راباندي کوي

اول ليوه هغه دئ چي ټول شيطاني اعمال لکه:

 غوسه، درواغ، کينه، حرص او رټل سوي کارونه کوي.

دوهم هغه بيا ارام خوشحاله، هيله من، ريښتونى او عاجزه وي.

لمسي تر لږ فکر ورسته پوښتنه وکړه: 

نيکه جانه کم يو بريالى او کاميابه دئ؟

سپين ږيري نيکه بې له ځنډه جواب ورکړ:

هغه يو کاميابه دئ چي موږ يې مړوو او غذا ورکوو!



:: تړاو: درنه خبره
ن :
ت : ۱۳۹۲/۰۱/۱۴
 
اعلان.

.:: کلیک ::.