يو ظالم پاچا و يو نفر ته وویل، ته به ماته په لسو ورځو کي يوه ګونۍ لړمان راوړې، که دي را نه وړل، زه به دي ووژنم.
سړی په لړمانو پسي ډېر وګرځيدئ، هر ځای ته ولاړئ، خو د پاچا له غوښتني سره سم لړمان ئې پيدا نه کړل؛ په نهمه ورځ چي ډېر ناهيلی و، د زړو قبرونو خواته ولاړ او هلته سر پر زنګون زهير کښېنستئ.
يو ملنګ ورته راغئ، ول څه خبره ده چي داسي زهير ناست يې؟
سړي د پاچا د غوښتني ټوله کيسه ورته بيان کړه.
ملنګ ورته وويل، دا خو څه د پرېشانۍ خبره نه ده، راځه زه به يوه ګونۍ لړمان در پيدا کړم.
ملنګ د يو قبر سر لڅ کړ، ټول له لړمانو ډک و؛ سړي ته ئې ګونۍ ور ډکه کړه، ورته وئې ویل: ورسه پاچا ته ووايه، چي دا يوه ګونۍ لړمان مي يوازي ستا د يو مړه لوړ رتبه مامور له قبره راوړل؛ که دي لس ګونۍ نور هم په کار وي، کمه ستونزه نسته؛ هغه به ستا د يو مړه قاضي له قبره درته راوړم.
#هدفــ: که د ظالم د ظلم جواب په زور نه سې ورکولای، د خپل وجدان په محکمه ئې ملامت که.
تړاو: پند
Afghan Afghani Converter