پاچا ته ئې د پُسه کله(کوټی) ور پوخ کړی وو، پاچا ويل، په دې کله کي ډېر پندونه سته.
اول ئې له کلې مغزه را و ايستل؛ ول: که غواړې چي هميشه واکمني وکړې، ټولنه له ماغزو خلاصه که!
وروسته ئې ژبه وخوړل؛ ويل، که غواړي چي پر خلکو تل خپل حکم وچلوې، د ټولني ژبه ورلنډه کړه!
بيا ئې د کلې سترګي او غوږونه وخوړل؛ ويل، که غواړې چي ملت کنټرول کړې، له اولس سره د ليدلو او خبري کولو ځان وساته.
وزير ورته وويل، پاچاصاحب قربان دي سم، تا خو ټوله کله وخوړه، زه به کولمې په څه شي غوړي کړم!
پاچا ورته وويل، تاسو بايد پښې وخورئ، چي زما پاچاهي هميشه ستاسو په برکت پر پښو ولاړه وي.
#هدفــ: په کم هيواد کي چي د فکر، ژبي او استدلال خلکو ته ځای نه وي، هلته به مطلقه ديکتاتوري حاکمه وي.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند