ادوارد مورداک په ۱۸۸۷م. کال کي د انګلستان په سلطني کورنۍ کي پيدا سوی.
ادوارد دوه مخه لرل؛ يو اصلي چي خبري، خوراک او چښاک ئې په کولای سوه؛ بل مخ ئې شاته وو، چي يوازي ئې خندا، ژړا او جالب اوازونه کول.
ادوارد له خپلي دوهمي څېرې سره سخت په تکلیف وو؛ همزولو ملګریتوب نه ور سره کاوه او نه ئې خبري ورسره کولې.
د شپې ئې هم خوب نه سو کولای، ځکه چي دوهم مخ خوب ته نه پرېښاوه؛ ډېر وېرونکي اوازونه به ئې ورته کول، دا مخ دده له کنټروله وتلی وو.
ادوارد د دوهم مخ له مزاحمت څه د فکر اړولو په موخه د موسیقۍ زده کړي ته مخه کړه، خو دوهم مخ بيا هم د موسيقۍ زده کړي ته نه پرېښودئ.
پر ډېرو ډاکترانو وګرځېدئ، خو چا نه سو کولای، چي اضافي مخ ځني لېري کړي.
له ژونده ډېر ستړی سو، نور ئې دا حالت نه سو زغملای، بلآخره ئې د عمر پر ۲۳کلنۍ ځان وژنه وکړه.
#دقانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
جالبي پيښي
:: تړاو:
د تاریخ خبري