يو ښکاري هره ورځ صحرا ته د ښکار له پاره تلئ، مرغان بې نيول او حلالول به يې.

يوه ورځ چي هوا ډېره سړه وه، ښکاري مرغان نيولي ول، حلالوله يې؛ له ډېره يخه د ښکاري تر سترګو اوښکي رواني وې.

يوه مرغه بل ته وويل: عجبه زړسوانده او مهربانه انسان دئ، پر موږ څنګه ژاړي.

دې بل مرغه ورته وويل: د سترګو اوښکو ته ئې مه ګوره، د لاس کار ته ئې وګوره!

#هدفــ: د ځينو خلکو په ظاهره اوښکي تويول له مجبوريته وي، خو په حقيقت کي په زړه کي ګوړي ماتوي.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۶
 
اعلان.

.:: کلیک ::.