هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!
ګټوري پاڼي
معلوماتي پاڼي

#بعضُ_السَّلامِ_سِلام؛ ځیني سلامونه (چي په اصل کي د جوړتيا هیله ده)، خو داسي لګېږي، لکه سِلام (د ډبرو په څېر سخت او درانه وي)؛ د ګټي پر ځای تاوان رسوونکي وي.

#وبعضُ_الكَلامِ_كِلام؛ ځیني خبري د زخمونو په څېر وي؛ یعني د ښو پر ځای بدي او دردناکه وي.

#وبعضُ_العِناقِ_عَنَاق:ځینو خلکو ته غاړه ورکول، د محبت پر ځای نفرت راولي؛ يعني هره غېږه سکون نه بلکي د خفګان سبب وي.

#هدفــ: هره کړنه لکه څنګه چي په ظاهره سمه ښکاري، په اصل کي هغسي نه وي.

#د_قانع_ژباړه


تړاو: پند
[ ۱۴۰۳/۰۹/۰۷ ] [ 1:56 PM ] [ ]
د ویبلاگ په اړه

يادونـــــــــه!
هسک ويبلاګ د ليکنو، ژباړو، شعرونو او نور ګټورو توکو يوه ذوقي مجموعه ده، چي د څو شيېبو له پاره مو بوختوي.
کېداى سي، ځيني مضمونونه او مواد مو د معلوماتو په زياتولو او ذهن خړوبولو کي  ګټور تمام سي.

مننه!
هيله لرم چي د خپل نظر ، نيوکي او وړانديز په شريکولو سره، لوى وياړ را بخښئ.

په مينه او ادب
سيداحمد قانع
ګټور توکي