يو کمعقل سړي و خره ته خبري ور زده کولې؛ هره ورځ به په غوږ کي ورته ږغېدئ؛ ده فکر کاوه، چي خر ئې خبري زده کوي.
يو هوښيار سړي ورته وويل: اې کمعقله! بېځايه ځان مه ستړی کوه او مه خلک پر ځان خندوه؛ خر خبري نه سي زده کولای، خو ته له خره څه چوپتيا زده کولای سې!
#هدفــ:ځيني خلک له ازله خدای سرناخلاصه پيدا کړي وي، که ټوله دنيا په نصيحت ورته ستړي هم سي، خو بيا به هم هوښيار نه سي.
#د_قانع_ژباړه
تړاو: پند
Afghan Afghani Converter