یوه ورځ د امام شافعي رحمه الله او دده د شاګرد یونس تر منځ د يوې مسئلې پر سر اختلاف رامنځ ته سو؛ شاګرد په قهر سو، درس ئې پرېښود او خپل کور ته ولاړ.

د شپې ناوخته ئې د کور دروازه وټکېدله، کله چي ئې دروازه خلاصه کړه، امام شافعي رحمه الله دروازې ته ولاړ دئ، ډېر حيران سو.

امام شافعي ورته وویل: یونسه په سلونو مسایلو کي زموږ اتفاق او يووالی دئ، خو په يوه مسئله کي اختلاف به موږ سره بېل کړي!

يونسه!

په هر اختلاف کي د برياليتوب کوښښ مه کوه، ځیني وخت 'د زړونو ګټل' د 'موقفو تر ګټلو' ډېر ګټور او ارزښتناک وي.

يونسه!

هغه پلونه مه خرابوه، چي تا جوړ کړي او ته پر تللی یې؛ کېدای سي یوه ورځ بیا ورته اړتیا پيدا کړې.

همیشه "خطا" مه خوښوه، خو له خطاکوونکي څه بد مه وړه!

په زړه کي "ګناه" بده وګڼه، خو پر "ګنهکار" و رحمېږه او بخښنه ورته وکه.

یونسه!

د چا پر وينا انتقاد وکه، خو وينا کونکي ته درناوی ولره؛ زموږ دنده دا ده چي 'ناروغي' له منځه یوسو، نه ناروغ!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۹/۰۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.